(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

المان د لندن له کنفرانس سره مخالف دئ

[28.Dec.2009 - 13:57] larawbar.com:د المان د بهرنيو چارو وزير له يوې المانۍ مجلې سټيم سره په مرکه کي ويلي دى به د لندن په هغه کنفرانس کي ګډون ونکړي چي راتلونکې مياشت په دغه ښار کي د افغانستان په هکله جوړېږي. د بهرنيو چارو وزير جيوډو ويسټرويل وايي په هغه صورت کي په دې کنفرانس کي ګډون کوي چي د افغانستان څخه د ناټو عسکرو د راوتلو پر مهالوېش باندي هم خبري پکښي وسي، او که دا کنفرانس يوازي افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو او افغانستان سره د مرستي په خاطر جوړېږي د المان هيواد استازى به ګډون پکښي ونکړي. د کندز تر قتل عام وروسته چي د سپټمبر په مياشت کي ١٣٠ تنه ملکي کسان پکښي ووژل سول، په افغانستان کي د الماني پوځيانو له حضور سره د المانيانو مخالفت ډېر سوئ دئ. په هغه حمله کي چي د افغانستان حکومت ويل طالبان پکښي وژل سوي، تېره مياشت د المان د دفاع وزارت ومنله چي ګڼ شمېر ملکي کسان پکښي وژل سوي وو. د سپټمبر د مياشتي هغه بريد ځکه په دغه هيواد کي ګڼي ستونزي راولاړي کړې، چي قربانيان يې ټول ملکي کسان وو او د يوه الماني جنرال په غوښتنه دغه بمباري سوې وه، چي وروسته يې له امله د جرمني د دفاع پخواني وزير او دوو نوروپوځي چارواکو استعفاء هم وکړه. - سلېمان
بېرته شاته