(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امريکا په شمالي کليفورنيا کې د افغاني کلتوري ټولنې د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام ؛

[06.Apr.2006 - 13:19] په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغان ټولنيز ولسولېز ګوند مشر دعلم او قلم خاوند ارواښاد ډاکترکبير (ستوري) د زړه د ناروغۍ له کبله د دې فاني دنياګۍ څخه سترګې پټې کړې � مونږ د دغه ادبي،وګړنيز،کلتوري اوسياسي شخصيت مړينه نه يواځې د دوئ درنې کوره نۍ ته،بلکه ټول افغان ولس ته يوه لويه ضايع ګڼو ، او د پاک خدای له درباره دوې ته د بښنئ او مغفرت او دکوره نۍ ټولو غړو ،مينه والو او خواخوږو ته يې د صبر او استقامت غوښتنه کوو � قالو انا لله و انا الله راجعون چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندل -- داسې ومره چې ته خاندې خلک ژاړي په درنښت د افغاني کلتوري ټولنې مشر محمد حسن (شيرزاد( خدايه وبښې زمونږ ميندې با با ګان - خويندې ورونه مونږ، زمونږ واړه دوستان ربه فضل او کرم ستا نه مونږه غواړه - ته فاضل يې هم کريم يې هم رحمان عبادت روژې توبې مو کړې قبولې - مخ تورن نکړې خالقه د نبي خپل امتيان صوابونه کرامات واړه ستا دپاک کلام - ور تقديم په روحانيت دی, د نبي اخر زمان بيا زمونږ ستوري چې يې حق ځان سپارلۍ -وربښلۍ مو و ده ته دی صواب ستا دبيان کوره نۍ ته يې خالقه ورکړې صبر د ايمان - د غمونو نه يې وساتې همه واړه خپلوان خدايه وبښې زمونږ ميندې بابا ګان -- خويندې ورونه مونږ ، زمونږ واړه دوستان (امين يا رب العالمين) -
بېرته شاته