(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سهیلی پښتونخوا : تاج محمدشېراني ووژل شو

[09.Jan.2010 - 22:52] په ږوب کي دتاج محمدشېراني په نامه ديوه ځوان مړئ په سعيدآبادسيمه کي د ټګانوله کلي سره موندل سوئ دئ . دغه ځوان له دووورځوراهيسي له کوره ورک وو.خوپرون ئې مړئ وموندل سو.چي دوې مرمۍ ئې پرسرلګېدلې وې .تاج محمدخان په تېروټولټاکنوکي ايالتي اسامبلې ته کانديدهم وو،اودجمعيت علماءاسلام ګونديوفعال غړئ وو.خلګودده مړئ سول روغتون ته ورساوه،پوليسوله پوسټ مارټم وروسته مړئ کورنۍ ته وسپارلئ .دږوب دپوليسودمشرزاهدافضل په قول نامعلومه وسله والودغه تن وژلئ دئ خوپوليسوتراوسه کوم څوک په دغه تورنه دئ نيولئ .دده دجنازې لمونځ سناتورمولانامحمدخان شېراني وکړ،چي په زرګونه خلګ په جنازه کي دګډون لپاره راغلي وو. بلخوا دږوب په ښرن ميرعلي خېل کي درې ماشومانو دسري دناروغۍ له کبله خپل ژوندله لاسه ورکړئ دئ .اوپه لسګونه نواغېزمن سوي دي .له دغې پېښې څوورځې وړاندې هم په مغل کوټ اوموسي خېل سيمه کي څوماشومان له دغې ځان وږونکې ناروغۍمړه سوي وو.اړونده چارواکي وائي چي لامل ئې دواکسين نشتوالئ دئ .خودروغتياايالتي سکرټرجلال مندوخېل بياداخبره نه مني اووائي چي ددې لپاره ئې بوديجه ځانګړې کړې وه . ديادولووړده،چي دغه سيمه ډېره شاته پاته ده اوخلګ هيڅ رازاسانتياوې دژوندنه لري . Rafiullah Mandokhail Cell # +92-300-3937628 [email protected] رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته