(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپي د ادب نښان ترلاسه کړ

[10.Jan.2010 - 11:02] 10.01.2010:ټول افغان :د دانش د خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپي په امريکا کې د نور په نوم له يوه افغاني ټلويزيون څخه د علم او ادب د خپراوي په برخه کې د ښو خدمتونو د ترسره کولو له امله د ادب غوټۍ نښان ترلاسه کړ. دغه نښان، چې هر کال د نوموړي تلويزيون لخوا د ادب او هنر په برخه کې دوو کسانو ته ډالۍ کېږي، سږکال د ادب په برخه کې اسدالله دانش او د هنر په برخه کې شفيع الله بابرزي ته ډالۍ شول. اسدالله دانش، چې نږدې دوه لسيزې مخکې يې د دانش کتاب پلورنځی پرانېستې وه، د مرغومي په ١٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل : (( هغه وخت مې ټوله شتمني ۲۸۰۰ کلدارې وه،خو د الله پاک په فضل اود ملګرو په قلمي او معنوي مرسته مې نږدې د هر پښتون کور ته کتاب رسولی او تر څو چې ژوندی يم دخدمت دغه لړۍ به روانه ساتم.)) که څه هم، چې د دانش خپروندويه ټولنه د قلموالو په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د بېلابېلو ادبي او ټولنيزو ادارو او ټولنو له خوا نازول شوې ده، خو نوموړی له دولت څخه ګيله کوي، چې تر دې مهاله ېې ورته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې . ده زياته کړه: (( ډيرى افغانان په ځانګړې توګه دکتاب لوستوونکي د ټولنې بې وزله ډله ده ، چې د کتاب د پېرلو توان نه لري، او که يو کتاب لږ په ښه بڼه چاپ شوی وي يا يې حجم زيات وي، نو زموږ هيواد وال يې د اخيستو وس نه لري،څرنګه چې زموږ د کتابونو اخيستوونکي له مالي پلوه بې وسه دي، دغه ډول موږ هم له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګريوان يو.)) د نوموړي په وينا، کله چې په ايران کې يوه خپرندويه ټولنه يو کتاب چاپوي ، يو زياته برخه لګښت يې يا خو دولت ورکوي او يا هم دولت دومره سبسايډي ورکوي، چې نه خو خپرندويې ټولنې ته مالي ستونزې پيدا کيږي او نه هم لوستوونکي له کتابه محرومېږي،بلکې هر څوک کولای شي په ډېره ټيټه بيه يو ښه کتاب ترلاسه کړي. نوموړي له افغان دولت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او خپرندويو ټولنو ته دهغوی د کار او اړتياوو پر اساس اسانتياوې برابرې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي. اسدالله دانش وايي، چې په تېرو څوکلونو کې دانش خپرندويې ټولنې څو قاموسونه چاپ کړي، لکه انګليسي پښتو، پښتو- پښتو، پښتو- دري،انګليسي پښتو طبي قاموس او نور چې هريو يې د زرو او ۱۴۰۰ ترمنځ صفحې لري. ده زياته کړه: (( پر دغه هر کتاب له لسو زرو ډالرو څخه زيات لګښت راغلی، که دولت له موږ سره مرسته وکړي، موږ به نه يواځې دا چې دغه کتابونه په زيات شمېرکې چاپ کړو، بلکې له دې به يې هم په ښه صحافت او ارزانه بيه ټولنې ته ډالۍ کړو.)) نوموړي مخکې له دې هم په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا د سرو زرو مډال، دپښتو عالمی کانګرس له خوا دکبير ستوري مډال،د کونړ د ځوانانو د ټولنې جرګه ګۍ له خوا د هاشم زماني مډال او تر ټولو ستره جايزه چې نه يواځې د نوموړي، بلکې د ټول هيواد لپاره لويه لاسته راوړنه ده، د اشوکا دفېلوشيپ په توګه د نوموړي ټاکل کېدل دي ،نوموړی لومړنی پښتون او دويم افغان دی، چې د اشوکا فېلوشپ وياړ يې ترلاسه کړی دى. د اشوکا ټولنه ، چې په ١٩٨١ زيږديز کال کې جوړه شوې ده، د ټولنيز سمبالښت په چارو کې يوه مخکښه نړيواله اداره ده، چې موخه يې د ټولنيزو ستونزو د هوارۍ لپاره په ټولنيزوجوړښتونوکې د بدلونونو راوستل دي . اسدالله دانش ساپي نږدې دوه لسيزې وړاندې په پېښورکې دانش کتاب پلورنځی پرانېست،چې بيا وروسته يې د دانش خپرندويې ټولنې بنسټ کېښود،دغې ادارې تر دې مهاله له دوه زره عنوانه څخه زيات کتابونه چاپ کړي دي، ددې ترڅنګ د الفت په نوم يوه مهالنۍ خپرونه هم چلوي، چې تر دې مهاله يې څلوېښت ګڼې چاپ شوي دي. د مرغومي ١٩ مه ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس - مجيب الرحمان انګار
بېرته شاته