(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نامتو ليکوال، شاعر او ادیب عبدالله غمخور لدی دنيا څخه وکوچید

[15.Jan.2010 - 10:52]
پېښور: ۱۵/۱/۲۰۱۰ په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبی نامتو ليکوال شاعر او ادیب الحا ج عبدالله غمخور په پېښور کی د جمعی په شپه په ۱۴/۱/۲۰۰۹ نیټه لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی . انا لله وانا الیه راجعون د ارواښاد جنازه به نن د جمعی په ورځ په کونړ کې په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته سپارل کیږی. ارواښاد عبدالله غمخور د افغانستان دراډيو د پښتونستان پروگرام مشر پاتې شوى دى او د شاعرئ په نړئ کی کښې دخپل ځانګړى لاری درلودونکی ؤ. ارواښاد الحاج عبدالله غمخور چاپ شوی شعری ټولګی ((لویه هنګامه)) او ((د لندن خوب)) لری ،نوری لیکنی او شعرونه د پښتو ژبی په ورځپاڼو ، انټرنیټی پاڼو او مجلو کی وخت په وخت خپاره شوي دی چی پدی سره ئی پښتو ژبی او ادب ته نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی چی تل به یاد ساتلی شی. د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند دارواښاد عبدالله غمخور مړینه پښتون ملت ته یو ستر تاوان بولی دده روح ته دوعا کوی د کورنۍ او خپلوانو سره ئې پدی غم کې ځان شریک ګڼی روح دی ښادوی پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند کاری کمیسون - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته