(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ غږ مجله چاپ شوه

[16.Jan.2010 - 21:55] له کونړ ولایت څخه خپریدونکی ««کونړ غږ»» خپلواکه، ناپېيلی، ادبی ،ټولنیزه، سیاسی او مالوماتی مهالنۍ خپرونه چاپ شوه. د«کونړ غږ »ددرییم کال، یولسمه پرلپسی ګڼه کې د پر زړه پورې لیکنو او شعرونو سر بیره د هیواد د پیاوړی شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر مرکه ځای شوی ده. کونړ غږ مجلی د امتیاز څښتن: د کونړ او جرمنی میشت فرهنګیان اوځوانان دی مسوول مديرئی ښاغلی شاولی سالارزی. اوسلاکاره ډله ئی ښاغلی عبدالظاهر شکیب،مولوی فرمان الله فیصل، ښاغلی محمداکرام ماموند ، ښاغلی شفیق الله شاداب ، ښاغلی خیر محمد ظهیر اسماری او ښاغلی عثمان ساپی دی.
درانه همکاران کولی شی چې خپلی لیکنی ،شعرونه، نیوکی او وړاندیزونه مونږ ته راولیږي E - mail : [email protected] - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته