(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مهمه خبرتیا

[17.Jan.2010 - 19:57] ډېرو درنو او خوږو ملګرو سلامونه او نیکې مې ومنۍ: 17.01.2010:لکه څنګه چې تاسو خبریاست د فخر افغان باچاخان په اړه یوې کاناډایی میرمنې یو مستند فلم جوړکړی دی چې د دنیا په بېلابېلو برخو کې د زرګونو خلکو ننداری ته وړاندی شویدی او هم یی غوره جایزی ګټلی دي نو دغه فلم د لومړي ځل لپاره په افغانستان کی دغه فلم د راتلونکې چارشنیې په ورځ د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا د افغانستان د ملی رادیو تلویزون په تالار کې د لیدونکو پرمخ نندارې ته وړاندې کیږي ګرانو ملګرو لکه څنګه چې په دې وروستیو کې ځینو بی شعوره څیرو په لاشعوره توګه سره د باچاخان په اړه ځینې بی مسولیته خبرې کړي دي نو له درنو ملګرو څخه هیله کیږي ترڅو یو څو ساعته قربانی ورکړې او په پراخ ګډون سره داخلی او بهرنیو دښمنانو پرمخ دنهیلې څپړه ور کړي. يادونه: ګډونوال باید خپل نومونه مخکی له مخکی ثبت کړي ترڅو بلنلیکونه ورته تیارشي او همداراز کوم ملګري چې د فلم کتلو ته راځی ترڅو له کومو ستونزو سره مخامخ نه شي. مننه او د ګډو ن په هیله ډاکتر محمدالله Mohammadullah Kabul,Afghanistan [email protected] +93(0)799 310 460- ډاکتر محمدالله
بېرته شاته