(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عوامی نیشنل ګوند د پښتونخوا د ايالتي شورا غړی اورنګزيب خان ټپي شو

[20.Jan.2010 - 10:52] پېښور ۲۰/۱/۲۰۱۰: د پېښور د رينګ روډ په دله زاک روډ کې د عوامی نیشنل ګوند د پښتونخوا د ايالتي شورا غړی(ایم پی ای) اورنګزيب خان پر موټر ريموټ کنټرول بم چاودنه شوی، په دی چاودنه کی نوموړی د خپلو دری ساتونکو عمران، راحت او شجاعت سره یوځای ټپي شوی دی ټپیان د لیډی ریډنګ روغتون رسول شوی دی. د بم ډیسپوزل د چارواکو په وینا ریموت کنټرول بم لس کیلو وزن درلود چی د اورنګ زیب خان د کور په خوا کی په یوه ډیران کی ځای په ځای شوی ؤ،چی په دولس بجی او ۴۰ منټه کله چی اورنګ زیب خان د سپارلئ موټر ددی ډیران تر څنګ تیریده چاودنه رامنځ ته شوه. د روغتون د سرچینو په ټپیانو کی د عمران حالت د اندیښنی وړ ښودلی دی. پیښه پداس وخت کی رامنځ ته شوی چی نن په ۲۰/جنورئ/۲۰۱۰ د عدم تشدد او د خدائی خدمتګار د تحریک بانی حضرت باچا خان بابا او د ولی خان بابا کالیزه په نشتر حال کی نمانځل کیږی. تير کال په پيښور کې اورنګ زیب خان مشر ورور دعوامي نيشنل ګوند دسوبايي اسمبلۍ غړى عالم زيب خان دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې په يو بريد کې وژل شوى ؤ همدا راز ۲۰۰۹ ډسمبر کی په سوات کې د عوامی نیښنل ګوند د پښتونخوا د پی ایف ۸۳ حلقی سوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر شمشيرعلي خان په حجره ځانمرگي بريد شوى ؤچې پکې ډاکټر شميرعلي خان وژل شوي ؤ. دسوبی واکمن ګوند عوامي نيشنل پارټي وائی چې دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې ترهه ګرو دهغوي دګوند مشران لمړى هدف ګرځولى دى
MPA Orangzeb injured in bomb blast in Peshawar Jan 20, 2010 Khyber News PESHAWAR: Several people including an Pakhtunkhwa MPA along with other three persons got injured when a blast took place at Dalazak Road, in Peshawar on Wednesday. According to police sources, the explosion was a target on the member provincial assembly and the leader of ANP Orangzaib who has been injured together with another three victims. The injured ones have been shifted to hospital for medical attainment where MPA Orangzaib was declared out of danger but he received wounds on face inflicted by the pieces of glasses of his car. The MPA and his colleagues received sever injuries and were shifted to Lady Reading Hospital. Law enforcement agencies and police threw cordon around the area immediately after the blast, while the rescue efforts have been started. The blast created a 5-feet deep crater in the ground. It is mention worthy that MPA Orangzeb’s brother Alam Zeb was also killed in a suicide blast last year.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته