(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نورمحمد تره کي اثار چاپ شول

[27.Jan.2010 - 11:05] د پښتو ادبي غورځنګ،كوټي لخوا د افغانستان د مشهور كيسه ليكوال نورمحمد تره كي څلور ناولونه يو ځل بيا چاپ شول. له سهيلي پښتونخوا کوټي څخه پښتو ادبي غورځنګ په لراوبر کي ټولو هيوادوالو ته زيری ورکوي چي د تكړه او مشهور كيسه ليكوال نورمحمد تره كي څلور ناولونه (څړه) (د بنګ مسافري) (سپين) (سنګسار) يو ځل بيا په رنګينه پښتۍ پر اعلْى درجه كاغذ چاپ شول. ناولونه چي د (باختر كمپوز ځاى، كوټه) لخوا ډيزاين او كمپوز شوي دي، په كوټه، پېښور، جلال اباد، كابل، كندهار او د هيواد په نورو ډېرو سيمو كي ترلاسه كېدلاى شي. هېره دي نه وي چي د ښاغلي تره كي دوه نور كتابونه (بې تربييته زوى- ناول) او د لنډو كيسو يوه ټولګه، به هم د پښتو ادبي غورځنګ، كوټي لخوا خپاره شي. Source: www.larawbar.com - پښتو ادبي غورځنګ
بېرته شاته