(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملگرو ملتونو استازي کايي ايدي طالبانو مشرانو سره ليدلي

[29.Jan.2010 - 22:19] ډیوه 29/01/2010 راپورونه وايي دافغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازي کايي ايدي په روانه مياشت کې په دوبۍ کې دطالب مشرانو دفعاله غړو سره ديوې غونډې په مهال ليدنه کړې ده. سرچينې وايي دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دکايي ايدي او طالب مشرانو ترمينځ په دغه ترسره شوې غونډه کې دطالبانو کومو غړو گډون کړى ؤ خو ويل کيږي کومو طالب مشرانو چې دکايي ايدي سره ليدلي هغوي په افغانستان کې ياغيتوب فعاله غړي وؤ. سرچينې دا هم وايي چې کايي ايدي دطالب مشرانو سره دغه غونډه دتندلارو په خواست کړې ده. سرچينې وايي په دغه غونډه کې په افغانستان کې دامن خبرو اترو پيل کولو په هکله په وړانديزونو غور شوى دى. سرچينې زياتوي ددغه غونډې په هکله معلومات افغان حکومت ته هم ورکړل شوي دي او ملگري ملتونه هيلري لري افغان حکومت به ددې موقعه څخه گټه پورته کړي. دچارواکو څخه چې کله ددغه غونډې دلاسته راوړنو او نتيجو په هکله پوښتنه وشوه نو هغوي وويل دغه کومه فيصله ايزه غونډه نۀ وه. چارواکي وايي دطالبانو او ځانگړي استازي کايي ايدي ترمينځ ددغې غونډې مقصد دطالب جنگيالو لخوا دافغان حکومت سره دممکنه امن خبرو اترو پيل کولو په هکله تر ملگرو ملتونو پورې درسد يوه هڅه وه. کله چې ددغه غونډې په هکله دکايي ايدي دوياند عليم صديق څخه پوښتنه وشوه نو هغه وويل ځانگړي استازي کايي ايدي تردې مهاله په تيرو وختونو کې دطالبانو سره دتماس نيولو په هکله څۀ نۀ دي ويلي او هغه په دغه هکله اوس تبصره نۀ کوي. بايد دامن خبرو اترو مشري پخپله افغان حکومت وکړي. څيړونکي وايي دځانگړي استازي کايي ايدي لخوا دافغاني طالبانو سره دليدنې دغه خبرونه ځکه ارزښتناک دي چې دا مهال دافغان جمهوررئيس حامد کرزي لخوا هم طالبانو سره دامن خبرو اترو پيل کولو هڅې روانې دي. حامد کرزى وايي هغه به طالبانو ته دپيسو او روزگارونو په ورکولو سره اولسي ژوند ته راوگرځوي او هغوي به دې ته اړ کړي چې دتشدد لاره پريږدي. کرزي تيره ورځ په لندن کې دافغانستان په هکله دنړيوالې غونډې په مهال طالبانو سره دخبرو اترو کولو لپاره ديوې جرگې راغوښتو اعلان هم کړى دى او دصدارتي دفتر له مخې په دغه جرگه کې به طالبانو ته دخبرو اترو بلنه ورکولى شي. خو ښاغلى کرزى وايي خبرې به يواځې دهاغو طالبانو سره کيږي څوک چې دالقاعده او ترهه گرو ډلو سره اړيکه نۀ لري دغه شان په لندن کې د افغانستان په هکله دکيدونکې نړيوالې غونډې ته په خپله وینا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کلنټن د افغان جمهوررئيس حامد کرزي لخوا طالبان د سیاسي عمل جوړولو پلان ملاتړ ښودلی. مېرمن کلنټن کانفرنس لپاره ورغلو اویا هېوادو استازو ته په وینا کې وویل چې دغه پلان ترمخه به افغانستان کې امن او ثبات رامنځته شي. دهغې وینا وه چې په صیح رعائتونو سره د لاندې او درمیانه درجې طالبان جنگیالي د افغانستان د جمهوریت برخه جوړې دې شي په دې شرط چې د تشدد نه لاس په سر شي او د دغه هېواد اساسي قانون ته غاړه کېږدي. مېرمن کلنټن زیاته کړه د طالبانو افغان اولی کې راگډولو د هڅو لپاره امریکا د یو نړیوالې پنگې جوړیدو په لور نظر لري. د دې وړاندې د افغانستان جمهوررئیس کرزي د طالبانو افغان ټولنې کې د بیا راگډولو لپاره د خپل پلان اعلان وکړو چې مقصد یي طالب جنگیالو ته د روزگار او کورنو په ورکولو دوي ځان سره ملگري کول دي. د کانفرنس پرانسته برټانوي وزيراعظم گورډن براؤن وکړه. پخپله لوينا کې گورډن براؤن وويل نړيواله ورورولي دحامد کرزي سره اوږه په اوږه ولاړه ده. ښاغلي براؤن دافغاني عسکرو دتربيې لپاره په نورو گامونو اخستو ټينگار وکړو بلخوا په باجوړ ايجنسۍ کې حکومتي چارواکي دتندلارو پر ضد عملياتو کې 44 جنگيالي وژلي دي. دچارواکو په وينا دطالب جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ په باجوړ کې دشوؤ نښتو له امله گڼ شمير پوځيان هم ژوبل شوي دي. په باجوړ کې يو حکومتي چارواکي عبدالکبير خبريالانو ته ويلي دي دباجوړ په سلارزۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دغه نښتې دشورو دورځې څخه روانې دي. کبير وويل دجمعې په ورځ دتندلارو په ضد په باجوړ کې ترسره شوؤ عملياتو کې 21 جنگيالي وژل شوي دي. دهغه وينا وه نور 23 تندلاري هم په تيرو دوؤ ورځو کې وژل شوي دي. دعبدالکبير له مخې دامنيتي ځواکونو او جنگيالو ترمينځ دغه نښتې دشورو په ورځ وروستو له هغې پيل شوې کله چې امنيتي ځواکونو دسيمې څخه دطالبانو دويستلو لپاره دجوړې شوې جرگې دقبائيلي مشرانو سره مرسته پيل کړه. د44ؤ تندلارو دوژنې ددغه حکومتي ادعا په هکله دازادو سرچينو څخه تصديق نۀ دى شوى. دپاکستان پوځ په کال 2008م کې دتندلارو په ضد ستر عمليات ترسره کړي وؤ او ادعا يې کړې وه چې دسيمې څخه يې ټول تندلاري پاک کړي دي خو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او طالب جنگيالو ترمينځ دنښتو خبرونه اوس هم ترلاسه کيږي. دپاکسان پوځ دا مهال دجنوبي وزيرستان او سوات په گډون په ځينو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کوي او وايي تندلاري يې په دغو سيمو کې په شا تمبولي دي. امريکايي چارواکي غواړي پاکستان په هاغو سيمو کې دتندلارو په ضد ستر عمليات پيل کومو چې دالقاعده جنگيالي دپولې پورې غاړې ميشتو ائتلافي ځواکونو په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي. خو دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره اوونۍ په ډاگه کړې وه چې هغوي به تر يو کال پورې دهيواد په کومه بله برخه کې دتندلارو په ضد نوي عمليات نۀ پيل کوي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته