(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوړو زده کړو د وزارت د آزموینو د ریاست خبرتیا

[01.Feb.2010 - 15:47] د کابل ښار د لیسو د ۱۳۸۸ کال فارغینو ته خبر ورکول کېږي چې د لیسو عمومي لومړنۍ کانکور آزموینه د پنجشنبې په ورځ په ۱۵/ ۱۱/ ۱۳۸۸ نېټه د سهار په ۸:۳۰ بجو د کابل په څلورو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، پولي تخنیک پوهنتون، طب پوهنتون او د ښوونې او روزنې په پوهنتون) کې د لاندو لیسوڅخه اخیستل کېږي: د عبدالاحمدجاوید، قلعه بختیار، گلخانې، نسوان غازي ایوب خان، نمبر2 قلعه وزیر، محجوبه هروي، عبدالحی حبیبي، نسوان سید نورمحمدشاه مینه، نسوان نمبریک کمک به معارف افغانستان، آمنه فدوي، سرآسیاب، عمراخان، خواجه عبدالله انصاري، رخشانه، حضرت ابراهیم خلیل الله، احمدشاه مسعود، رابعه بلخي، نسوان پروژه جدید، استقلال، غلام محمدغبار، نسوان علامه قاري نیک محمد، غازي، سلطان راضیه، نسوان پنجصد فامیلي، غلام حیدرخان، عبدالقادر بیدل، ام البنین، عایشه دراني، ابوالقاسم فردوسي، محمودهوتکي، ابوذرغفاري، عبدالعلي مستغني، نسوان آریانا، نسوان رحمن مینه، اماني، صوفي محمداسلام امین، سیدالناصري، مخفي بدخشي او محمدعلم فیض زاد لیسې. د پورته یاد شویو لیسو فارغین دې د ګډون کارټونه د اړوندو لیسو څخه ترلاسه کړي. یادونه: د آزموینې ځای او د خونې نمبر د ګډون په کارټونو کې په نښه شوي دي. د ګډونوالو په وخت ګډون د آزموینې په ورځ حتمي او اړين دي، که څوک په دغه آزموینه کې غیرحاضر وؤ په روان کال کې په بله آزموینه کې د ګډون چانس نه لري. Da Kankor Khabartya By:Sayed Abdullah Walizai - سیدعبدالله ولي زی
بېرته شاته