(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عمومي کانکور لومړی آزموینه واخیستل شوه

[04.Feb.2010 - 17:04] نن پنجشنبه د ۲۰۱۰ ع کال د فبرورئ د میاشتی ټه ۴ مه نیټه د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د عمومي کانکور لومړی آزموینه واخیستل شوه، د لوړو زده کړو د وزارت د آزموینو ریاست د آزموینې د اخیستو په بهیر کې د دویمې آزموینې خبرتیا هم خپره کړه چې په لاندې ډول ده: د کابل ښار د لیسو د ۱۳۸۸ کال فارغینو ته خبر ورکول کېږي چې د لیسو عمومي دويم کانکور آزموینه د سه شنبې په ورځ په ۲۰/ ۱۱/ ۱۳۸۸ نېټه د سهار په ۳۰:۸ بجو د کابل په څلورو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، پولي تخنیک پوهنتون، طب پوهنتون او د ښوونې او روزنې په پوهنتون) کې د لاندو لیسوڅخه اخیستل کېږي: د نغلو، بتخاک، شیوکي، سروبي، غازه، عبدالله شهید، موسهي سفلاوعلیا، چهارآسیاب، فامیلي های ریشخور، ذکورپغمان، عبدالله بن عباس، استرغچ، خورد کابل، علي احمدپوپل، صفي الله افضلي، ده دانا، عبدالاحمدجاوید، نسوان چهلستون، معرفت، غازي عبدالله، پلچرخي کابل، عبدالغفوراحمدي، نسوان سردارکابلي، نسوان ده کیپک، منوچهري، تاجورسلطانه، آریانا افغان ترک، نسوان افشار، رابیا، عاشقان عارفان، عبدالرحمن پژواک، ملالۍ، ذلیخا، سوریا، ستاره، نسوان وحدت، نسوان شرینو، چهارقلعه چهاردهي، محمداصف مایل، ناهید شهید، غلام محمدفرهاد، محمدانوربسمل، مریم، اسماعیل بلخي، رحمن بابا، استاد بیتاب، ناصرخسروبلخي، ملکه ثریا، عبدالرحیم شهید، بي بي سروري سنگري، خوشحال خان، محمودطرزي، الفتح، حاجي عبدالقدیر، بي بي ساره، ابن سینا، زرغونه اونادریې لېسې. د پورته یاد شویو لیسو فارغین دې د ګډون کارټونه د اړوندو لیسو څخه ترلاسه کړي. یادونه: د آزموینې ځای او د خونې نمبر د ګډون په کارټونو کې په نښه شوي دي. د ګډونوالو په وخت ګډون د آزموینې په ورځ حتمي او اړين دي، که څوک په دغه آزموینه کې غیرحاضر وؤ په روان کال کې په بله آزموینه کې د ګډون چانس نه لري. زموږ سره و اوسۍ موږ به وخت په وخت تاسو د کانکور د آزموینو په اړه نوي مالومات درکړو. په درنښت سیدعبدالله ولي زی De wamomi kankoor lomrrai azmoyeena wakhestal shwa Sayed Abdullah Walizai - سیدعبدالله ولي زی
بېرته شاته