(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ۷ کسانو مړی د هغوئ خپلوانو ته وسپارل شو

[05.Feb.2010 - 16:52] ډیوه:پرون په ۴/۲/۲۰۱۰ د زيارت په ورځ دسپين بولدک سيمې سره نزدې دافغاني پوځ کمانډر په ډزو دوژل شوؤ اوؤ کسانو مړي دافغاني چارواکو لخوا دهغوي خپلوانو ته سپارل شوي دي. دغه کسان چې دبلوچستان ايالت دگلستان تحصيل دشموزو دقبيلې سره يې تعلق وؤ تيره ورځ دسپين بولدک سيمې سره دافغانستان په خاوره کې د يوی امنيتي پوستی له خوا هاغه مهال دافغاني پوځ ديو کمانډر محمد عوض لخوا په ناتاره ډزو سره وژل شوي وؤ کله چې يې دافغانستان څخه په گاډو کې لرگي راوړل. په وژل شوؤ کې محبوب،محمد، محمدخان، سپين خان، عبدالقيوم، محمد فاضل او عبدالعلي شامل دي. ددغه پيښې څخه وروستو په وژنو کې ککړ افغان کمانډر محمدعوض دافغان امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى دى. دوژل شوؤ وگړو مړي نن په سپين بولدک کې دهغوي خپلوانو ته تسليم کړل شوي دي. ويل کيږي کمانډر عوض دغه کسان دزړې دښمنۍ په اساس وژلي دي. سرچينې وايي څه موده وړاندې په يوه بمي چاؤدنه کې دکمانډر عوض يو ځوې وژل شوى ؤ او هغه گمان کولو چې په دغه چاؤدنه کې دشموزو قبيلې لاس دى - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته