(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ســــتـوري پـرېـوتـل

[06.Apr.2006 - 17:34] سليم بنګښ يو څو ورځې اګاهو د پښتو د ادب دوه ځلنده ستوري پرېوتل. يو د ډاکټر شېرزمان طائزي مشر ورور قمر زمان طائزى او بل په جرمني کې د پښتو نامتو ليکوال، شاعر او اديب ډاکټر کبير ستورى په حق ورسېدل. انا لله و انا اليه راجعون. د دوى دواړو دغه ناڅاپي مرګونه د پښتو د ادب دپاره يو لوي زيان دى. قمر زمان طائزى د رحمان ادبي جرګې او کامل ادبي جرګې روح روان و. دوى د خپل ادبي رنګ او بيا په خصوصي توګه د طنزيه قطعاتو په وجه ډېر شهرت لرلو. هر ادبي پروګرام کې به يې ګډون کولو. پښتو عالمي کنونشن کې يې نه يواځې برخه اخيستې وه بلکې يوه مقاله يې "پښتو ادب کې اسلامي اثار" په نوم اورولې وه. ډاکټر کبير ستوري په جرمني کې د پښتو د ادب جنډه هسکه ساتلې وه. هغوى که هر څو په جرمني کې ژوند کولو او د فلسفې ډاکټر و. خو د پښتونخوا په ادب يې ژور نظر لرلو. هغوى به په خصوصي توګه د دغې سيمې ادبي پروګرامونو نه ځان خبرولو او ځينې پروګرامونو ته به په خپل خرڅ راتلو هم . او مونږ به يې په يورپ کې د پښتو او پښتنو د هلو ځلو نه خبرولو. هغوى په جرمني کې مېشته پښتانه راغونډ کړل او د پښتون سوشل ډيموکريټک په نوم يې پارټي جوړه کړه. کبير ستورى په اخري ځل پېښور ته عالمي کنونشن کې د ګډون دپاره جرمني نه راغلى و. هغوى په کنونشن کې مقاله هم اورولې وه کومه چې په "پښتو: پرون، نن او سبا" کې چاپ ده. هغوى په جرمني کې نه يواځې د پښتو ادب د ترقۍ دپاره کار کولو بلکې د پښتنو د سياسي پوهې د ودې لپاره يې يوه مجله هم چاپ کوله. ډاکټر کبير ستورى د ډېرو کتابونو مصنف و. نن د پښتو ټولې ادبي جرګې، د عالمي پښتو ادبي کنونشن ملګري، پښتو ادبي چمن ټل، کامل ادبي جرګه پبو او داسې نورې ټولنې او ادبي شخصيتونه او سياسي مشران د هغوى په مړينه خفه دي. او دعا کوي چې پروردګار دې هغوى وبخښي. او وارثانو ته دې يې صبر نصيب کړي. امــــيـــن -
بېرته شاته