(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد اجمل خټک بابا په غمجنه مړینه د خواخوږئ پیغامونه

[08.Feb.2010 - 08:27]

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د اجمل خټک بابا یاد غونډه

Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen Pashtoons Social Democratic Party -PSDP

د پښتو د ادب پلار . قامپرست سیاستوال ، انقلابی شاعر او لیکوال او دعوامی نیشنل ګوندANP پخوانی مشر خدای بخښلی د اجمل خټک بابا د روان ۲۰۱۰ ع کال د فبرورئ د میاشتی په ۷ نیټه لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی،چی دا دردونکې پېښه دټول پښتون/ افغان ولس لپاره ډیره غټه ضایع ده.. د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) د فرانکفورت څانګی په کوربه توب د ارواښاد اجمل خټک بابا سپیڅلی روح ته ددعا اوهم د هغه د د ژوند او تاریخي مبارزې په یاد د 2010ع کال د فبرورئ د میاشتی په 14 مه نیټه د یکشنبی په ورځ د ماسپښین په دریو (15:Uhr) بجو د المان د فرانکفورت په ښار کی غونډه جوړوی.. دیادونی وړ ده چی د عوامی نیشنل ګوند Awami National Party (ANP)د مشرانو جرګی غړی ، پښتون قام پرست او د پښتونخوا ایالت دا طلاعاتو سوبائی وزیر ښاغلی میا افتخار حسین چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره د خبرو اترو او دنظریو د بدلون لپاره راغلی دی به ددغه غونډی مشر میلمه وی. د پښتنو ټولنيزولسوليزګوند (PSDP) درنو هيوادوالو او د اجمل خټک بابا مینه والو ته په درنښت سره پدی غونډه کی ګډون بلنه ورکوی په درنښت د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند تلیفوني اړیکي:
Mobil/Handy:01713734566 und 01788781664und 0178 3264862 E-mail: [email protected] und [email protected]بريښنا ليک د غونډی د ځای پته

Bürgerhaus Im Mainfeld 6 60528 Frnkfurt / am Main (Niederrad) Germany

ــــــــــــــــــ

دميدان ځوانانودټولنې دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

يوغرونړېد - اجمل خټك وكوچېد
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نېټه د ۸۵ كلونوپه عمرپه كوزه پښتونخواكې له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كېښود. اناالله وانااليه راجعون ارواښاداجمل خټک له اوس څخه پنځه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمبرپه اکوړه خټک کې وزېږېد. له ماشومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسېدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپېښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دادهغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي دپېښورپوهنتون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټري اخيستې،خوهغه په پښتوادب کې دځانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه. اوپښتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمختلونکي شاعرنوم هم خپل کړ. ارواښاددپښتنودازادۍ لپاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعراوليكنوكې دپښتنودحق خبره كوله . هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتګارانوپه غورځنګ کې خپل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحدصوبې دمهموسياستوالوله ډلې څخه و،اودټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده . اجمل خټک دپښتوژبې يوتکړه ليکوال،شاعراوسياسي څېره وه . نوموړی دپښتونخواملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غړی هم پاتې شوی. دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتونخواګڼ شمېرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول . داجمل خټك ګڼ شمېر آثارخپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبه هم ليکلي دي چې لومړنى کتاب يې دغيرت چيغه نوميده،دارواښادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غنچې، دژوندخاطرې اوځينې نوردي. ارواښاددخپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپل هغه اثرچې ترخه وختونه اوخواږه يادونه نومېده كاركاوه چې دخپل ژوندهغه شېبې يې پكې انځورولې كومې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ. روح دې ښاداوياد دې ابدي وي همت الله امين زى دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې مشر ــــــــــــــ

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خواخوږئ پيغام

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) Presidential Secretariat Kiebitzweg 12, 50389 Wesseling-Germany
07.02.2010:په ډیره خواشینئ سره مو دخپل منلی مشر اجمل خټک بابا د مړینی غمجن خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون ارواښاد اجمل خټک بابا دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د کاروان ځلانده مخکښ لارښود ،سیاسی مبارز ،ژورنالست ،د باچا خان بابا دلاری مل ،ملی ، منلی لوړ شخصیت (سړیتوب)، عالم او انقلابی شاعر ؤ چی لوړه حوصله او پياوړي عزم ئی لره. تر مرګه پورې ئی په زغرده د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ او یووالی لپاره ملا تړلې وه . ارواښاد خټک بابا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره ډیری نزدی اړیکی درلودی چی پدی ترڅ کی د ۱۹۹۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کی دسلا او مشورو لپاره جرمنی هم ته راغلی ؤ. د بابا مړینه د لری او بری پښتونخوا ولس او د نړئ په ګوت ،ګوټ کی د ټولو میشتو پښتنو/ افغانانولپاره ډیره غټه ضایع ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دخپل مشر ارواښاد اجمل خټک باباپه دروند غم کی ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ مشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته د زړه صبر غواړی اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی. په درنښت دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند - دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګه - ـــــــــــــــــــ

د مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام

د غيرتي پښتانه او لوی ملي شاعر اجمل خټک مړينه د لرو برو افغانانو ګډ ملي ماتم دی . په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ملت په دې لوی غم او درانه وير کی شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي اجمل خټک کورنۍ ، عزيزانو او ټولو لروبرو افغانانو ته وړاندی کوي . دده مرحوم دې ښکلي جنتونه په برخه وي او دده د لوی ملت نوي نسل ته دې لوی څښتن توفيق ورکړي چی د ټولو افغانانو د پوره يووالي دپاره د خټک صاحب ناپوره شوی ارمان پوره کړي . امين يا رب العلمين . سيد جان کارواني په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو د ټولنی مشر ـــــــــــــــــــ

د نوميالي شاعر او مبارز اجمل خټک پر مړينه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر، ليکوال او مبارز اجمل خټک له نړۍ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون اجمل خټک په معاصر پښتو ادب کې يوه مخکښه څېره وه او د دې په څنګ کې چې په خپل وخت کې د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال و ، د خپل دوران يو نه هېرېدونکی مبارز او سياستوال هم و . د همدغو ملي مبارزو په لړ کې يې د ژوند ډېر کلونه د پاکستان په زندانونو او له خپل کلي کور څخه لېرې په تبعيد کې تېر کړي دي . په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، د اجمل خټک مړينه نه يوازې د پښتو ادب لويې کورنۍ ته يوه ستره ضايعه ګڼي ، د حق ، عدالت ،خپلواکۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره د پښتنو د لوی کور د اوږدو مبارزو د تاريخ د يو لوی باب د يوې مهمې پاڼې درژېدو په توګه يې ګڼي . موږ داسې ګڼو چې د ارواښاد اجمل خټک شعرونه د خپل وخت د ملي ـــ پښتني شاعرۍ نه هېرېدونکی څپرکی دی او د هغه ژوند او مبارزه هم د پښتنو د اوسني تاريخ يو داسې فصل دی چې د تاريخ په پاڼو او زموږ د راتلونکو نسلونو په تاريخي حافظه کې به له درنښت سره يو ځای ساتل کېږي او زده کړه به ترې کېږي . موږ ارواښاد اجمل خټک ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو. په درناوي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه د 2010 د فبرورۍ اوومه ، د 1388 دسلواغې 18 جرمني ، د کولن ښار ـــــــــــــ

اناالله و انا اليه راجعون

دستر پاچا خان دسولی او عدم تشدد دسیاست دلاری لارویانو ! د لر و بر او په سیمه کی د میشتو پښتنو ،افغانانواو بلوڅو ورونوقومونو ! د ستر انقلابی شاعر ،ادیب ،سیاست پوه« اجمل خټک»د درنی کورنۍ غړو! دنیشنل عوامی پارټۍ مشرمحترم اسفندیار «ولی »او دمرحوم خټک صاحب دګوندی اوشاعرانه ژوند ملګرو او داجمل صاحب د هر اړخیز انقلابی ،انګار او سری سکروټی داغ سنګر مینه والو په وړاندی خپل د خوا خوږۍ ژور تأثرات او غمشریکی وړاندی کوو . راشۍ په شریکه د دُعاءلاسونه پورته کړو، چی اجمل صاحب دی خدای ابدی غرق رحمت لری ،درنی کورنۍ ته دی پاک پروردګار اجر عظیم او صبر جمیل نصیب او په راتلونکی کی دی خدای د غم او درد څخه وساتی« امین» اومونږ ټولو ته دی الله ( ج )اتفاق او ددی مقدس اولسی او وطنی ارمان اورسالت درک او همت راکړی چی داجمل صاحب دداغ سنګر ارزو ګانی یوه یوه پوره،او د ازادۍناوی په خپل کورکړو تر څو په سیالانو کی شمیر او پری نه ږدو چی د« اجمل » هر اړخیز انقلابی داغ ژوند انګار او سکروټی ایری ونیسی! چی غليم می ژبه پری کړلـه اوږده شـوه چی اوږده شوه هومره لا پسی تيره شـوه اوس که نر يي نوغوږونه دی خپل پریکړه چـی زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه « اجمل خټک » د ډاکټر سید شیر اقا حرکت او دکورنۍ د لویو وړو له خوا ـــــــــــــ

د اجمل خټک د مړينې له کبله د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) د خواشينی پيغام

اجمل خټک يوه نه جبرانيدونکي ضايعه ده، کلونه پکار دي چې په پښتنو کې يو بل اجمل خټک پيدا شي، اجمل خټک يو ميړنی او زړور ليکوال وو، چې په ډيره ښکلې ژبه يی حقايق منعکسول، د (دا زه پاګل ووم) په کتاب کې هغه په ډيره ساده او خورا ښايسته شکل د خپل زندان بدبختۍ بيان کړي دي، او همدا راز نور مثالونه يي د هغه په تل پاتي کتابونو کې. د ختيځ بيا رغونې موسسې (کور) په استازيتوب د پښتو د نوميالي مبارز او غښتلی، شاعراوليکوال، سترسياسې اوفرهنګي شخصيت، اجمل خټک د مړينې له کبله خپله ژوره خواشيني څرګندوم، او د الله تعالی له پراخ دربار څخه ورته د فردوس جنت د نصيب کيدلو دعا کوم. ان لله و ان اليه راجعون ډاکټر محمد فريد بزګر د ختيځ بيا رغونې موسسې (کور) اجراييوي رييس ــــــــــــــــــــــــ

The sad demise of Great pashtun nationalist and poet Ajmal Khattak

Dear brothers and sister of pashtun community and members of APPA sydney Australia. we sadly inform you that the great pashtoon nationalist and poet Ajmal khattak has died at the age of 85 in Nowsherea pakistan. ( ina lilahi Wa ina ilehi rajeghoon ). We pray for his noble soul and and offer our condolence to his immediate family specially his son and our brother Eimal Khattak. With out any doubt the death of Ajmal khattak saib is a great loss for whole pashtoon of Lar aw Bar. APPA shears the grief of Khattak family and praying for the noble soul be rested in paradise, may Allah grant sabir to the family of khattak saib Ameen. Nangyal Founder APPA ــــــــــــــــــــــــ

دکونړ د ځوانانودکولتوری ټولنی د خواشینۍ پیغام

دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د منلی پښتون سياستمدار،اديب،شاعر او ژورنالست اجمل خټک په مړینه دژوری خواشینۍ څرګندونه کوی. ارواښاد اجمل خټک بابا، پښتون ولس ته د ژوند په هر ډګر کی دقدر وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړي دي چی پښتون/افغان ولس به يی تل یاد ساتی. دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د ارواښاد اجمل خټک بابا مړينه دهيواداوسيمې دسياسي اوکولتوري بهيرلپاره ستره تشه ګني ، دهغه دکورنۍ ،دوستانواوسیاسی ملګرو سره دهغه دمړينې په دروند غم کې ځان شريک ګڼي ارواښادته دلوی څښتن له دربار ه دفردوس جنت غوښتنه کوو. روح یی ښاداو یاد یی تازه. دکونړ د ځوانانود کولتوری ټولنی د کارد ډله ــــــــــــــــــــــــــ

د افغانانو د کلتوري پرمختیاټولنې دخواخوږۍ پیغام !

ارواښاد اجمل خټک دټولې نړ ۍ د پښتنو او افغان ولس لپاره یوستراومنلی سیاستوال، شاعر او لیکوال وو.زموږ په اند دهېواد،خلکواو خپلواکۍ لپاره ،زندان ګالل سترازمایښت دی او اجمل خټک په دغه سپېڅلو هلوځلوکې د باچاخان پر لاره درانده ګامونه اخیستي دي . نن دغې غمجنې مړینې،دټولو پښتنو لپاره لویه تشه رامینځ ته کړه.موږ ددغه درنې غمیزې له امله د ارواښاد درنې کورنۍ،خپلوانو ، ملګرو او ټولو پښتنو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو،اوپه دغه شېبو کې په ټولوافغانانو اوپښتنوغږ کوو چې:د دغې تشې د ډکولولپاره په ټول ځواک سره مټې راونغاړي او د دوی په پل ،پل کېږدي چې په دې توګه به د ارواښاداجمل خټک ښاده اروا لاپسې ښاده شي . لوی څښتن دې وبښي دافغانانو د کلتوري پرمختیا ټولنې مشر ملوک ازاد ــــــــــــــــــــ

اِنالِلهِ وَاِنااِليهِ راجِعُون

کامران مطبوعاتي مرکز(اودجنوبي پښتونخوادليکوالوټولنه)دپښتوژبي دوتلي اونوميالي شاعراوڅېړونکي ارواښاداجمل خټک پرمړينه دخپل غم اوخواشينۍ اظهارکوي ،اودادپښتوژبي اوادب لپاره يونه جبرانېدونکی زيان بولي .اودمتعال څښتن په دربارکي ورته رحمتونه اوجنتونه غواړي، اوهمدغه راز يې دکورنۍ غړوته دصبرِ جميل غوښتونکي دي! عبدالله ملتیار جنوبي پښتونخوا ــــــــــــــــــ

دپکتياغږخپلواک نشراتي مرکزدخواخوږۍ پيغام !

دپښتوددنوميالي مبارزشاعراوليکوال، سترسياسې اوفرهنګي شخصيت، اجمل خټک دپنځه اتياکلو په عمرله دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي. دپښتودملي، نوښتګر اومبارز معاصرشعرپه مخکښوڅيروکې اجمل خټک يوداسې متبارز اوممتاز شخصيت وچې دنامه له يادسره ئې پخه اوخوږه شاعري، مبارزه ، ميړانه اوټينګارجوخت دانسان په ذهن تداعي کيږي. اجمل خټک پښتومعاصري شاعرۍ ته نوي روحيه اونوي رنګ ورکړاودغمځپلي انسان دژوند انځورئې دشعردښاپيرۍ ښايسته وزرو ته دالوتونوى سبک وروباخښه. داجمل خټک دغيرت چييغه دپښتوپه معاصرشعرکې داوښتون يونوى څرک و. يوداسې څرک چې روښانه پلوشي ئې دپرګنوذهنونه راڼه کړل اوپه پښتوشاعرۍ کې ئې دمعاصرژوند د غوښتنو نوى ساه پوه کړه . داجمل خټک دنوښتګري شاعرۍ ازانګي دپښتنوپه ټولوفرهنګي کړيوکې ډيرژر خوري شوي، دده ويښوونکي اوهڅوونکي شعرونه دزياتروادبي اوسياسي محافلو مالګه وه اوډيرو ځوانوشاعرانو دده پرپله پل کښيښود. داجمل خټک تل پاتې شاعري به دى ژوندۍ ساتي اودپښتوادب په تاريخ کې به تل اوچت مقام دده په برخه وي. دده شاعري ډيره برخه چاپ شوي ده اودژوندچيغه ئې له چاپه راووته الله تعالى دي دغه ميړنۍ اومببارز شاعرته مغفرت په برخه اوفردوس جنت نصيب کړي . روح دي ښاد وي. ــــــــــــــــــــ

د بیاباني ابراهیم خیل کورنئ له خوا غمرازی

په تاسف سره چې د پښتو ژبې د کلاسیکو لیکوالو او سیاستوالو له کتاره يو بل نامتو، پېژندل شوی افغان لیکوال ، شاعر، څېړونکی او د وخت ډيپلوماټ اجمل خټک بابا له دې نړۍ څخه ابدي نړۍ په لور وکوچېد ، خدای دې مرحوم ته د فردوس جنت په برخه لري او د کورنۍ لخوا خپل ژوره غمرازي د همدې څو کرښو په لاره افغان ولس او د ارواښاد اجمل خټک صاحب پتمنې کورنۍ ته په خواشینۍ سره لیکم ، د خدای تعالی څخه ېې کورنۍ ته لوړ زغم اوډېرصبر غواړو . انا لله وانا اله راجعون په درنښت احمد مجیب بیاباني د بیاباني ابراهیم خېل کورنۍ ــــــــــــــــــــــ

زابل دمیشتو شاعرانو دخواخوږۍ پیغام

په ډیری خواشنی سره موخبر ترلاسه کړی چی دپښتوژبی وتلي څیره بابا اجمل خټک چی داوسنی زماني بابا بلل کیده په خق رسیدلی . زه دزابل دمیشتوژورنالستانواوشاعرانوپه نماینګی دمرحوم خټک دکورنی سره خپله غمشیرکی شریکوم اوخدای بخښلی خټک ته دجنت پیردوس غوښتنه کوم خدای پاک دی وبخښی اوخدای پاک دی ښه ورسره وکړی ، دمرحومخټک سره یوڅوشپی په کابل کی څلورکاله وړاندی دهغه په ویاړیوسیمینارجوړشوی وه اومااو تقریبآ ۱۱ شپی په یوه ځای کی سره وکړی البته دخټک صاب زوی ایمل خټک چی زما نژدی ملګری دی هم راسره اوددی ترڅنګ ځینی نورملګری لکه اباسین یوسفزی راج ولی شاه خټک محمد صادق ژړک سلم راز سیف الرحمن سلیم اوځینی نورملګری هم وه چی ډیری دخوند شپی مووکړیاودشمال ځینوولایتونوته دادبی غونډوپه موخه هم لاړولکه پروان پنچجیرکاپیسا ماچی کله دخټک صاب دمړنی خبرترلاسه کړی ډیر خفه شوم یوځل بیا وایم چی هغه دی خدای وبخښی اوخدای دی ښه ورسره وکړی په درنښت بشیراحمد فیضان ــــــــــــــــــــ

دنوميالي پښتون سياستوال اجمل خټک په مړينه د خواشينې پيغام

نيټه : ١٣٨۸ د دلو ۱۹ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ستر پښتون سياستوال او مبارز، نوميالي شاعر او د پښتو ادب ځلانده ستوري اجمل خټک مړينه يوه لويه ضايع بولي او ټولو پښتنو ته په ځانګړي ډول د ارواښاد درنې کورنې ته د تسليت مراتب وړاندې کوي ـ اجمل خټک د پښتنو د معاصر تاريخ هاغه ستر مبارز دې چه د سياست او ادب له لارې يي د خپل قام د وښتيا لپاره خپل ټول عمر وقف کړې ووـ د لوئ خداې له درباره ورته جنتونه غواړم ـ په درناوي انجينر اجمل شمس د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر ـــــــــــــــــــــــ

دپښتو ادبي قندیل ټولنې دخواشینۍ پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړو چي دپښتنو او پښتو ژبې ستر خدمت ګار وتلئ شاعر اجمل خټک بابا له دې نړۍ ستر ګي پټي کړي اجمل بابا چي تل یې دپښتنو د خپل واکۍ او یوالي دپاره هلي ځلي کړي دپښتو ادبي قندیل ټولني ټول ملګري دستر څښتن ج په دربار کي داجمل بابا دپاره لاسونه لپه کوي ٫ لوی خدای ج دې اجمل بابا ته جنت فردوس نصیب کړي او دپښتنو ددې ستر مبارز او رښتیني شاعر کورنۍ ته دې خدای ج صبر جمیل ورکړي دداسي ستر خدمت ګارانو پر مړینه نه یواځې دهغه کورنۍ دغم اوښکي تویوي بلکه عام وګړي هم دهغه مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي٫ خو دا خبره هرچا ته معلومه ده چي داجمل بابا په څېر ستر خلګ نه مري بلکه هغوي تل تر تله ژوندي دي لوی خدای ج دې پر ورحمیږي اللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ نُورًا ولاَ تجعَل قَبرَهُ نَارّا اَللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ عِیداً وَلاَ تَجعَل قَبرَهُ وَ عِیدًّا پښتو ادبي قندیل ټولنه سهیلی پښتونخوا مسلم باغ ــــــــــــــــــــــ

ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه دخواشينۍ پيغام

دا د غم دپاسه غم دی مشهورپښتون شاعر، لیکوال اوسياسي څيره اجمل خټک په حق رسيدلى دپښتنو يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت سرتير شاعر دابد لپاره له موږ نه جلاشو په ژوره خواشینۍ سره مودډله ايزو رسنيوپه مټ خبر تر لاسه کړ چي د ټولي پښتنخوا د پوهي او سياسی ډگر ټولنيز اوسياسي شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل شوې څيره لوړاندی انقلابي شاعر اجمل خټک دروان ميلادي کال دفبروري په اومه د ۸۵ كالو په عمر دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله په حق ورسېد اودابدی ژوند په لورزموږ نه دتل لپاره وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون دغم خبره خوداده چي له يوې خوا دپرديو اونابللو مېلمنواويا دهغوي دلاسپوڅوپه ړندو اوکڼو بم اوريو، راکټونو، ماينونواوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ بيگناه پښتانه او دپښتن ويوشمير سرغنه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوې، دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان هم جلا کوې چي پښتانه اودسيمي ټول ولسونه ئې په دې ابدي بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي . ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ، پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنود ښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي . اجمل خټك دډير پخوانه د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خو دافغانانو اوپه ځانگړې توگه پښتنولپاره ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب اوسياسي منلي شخصيت اودرانه مېلمه په توگه پاته شو . اجمل خټک دخپل اوږد، اندرګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره بياهم دخپل اولس درواحقوقو ، دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل شوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى . هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي . ارواښاداجمل خټک هر کال دپښتونستان دجشن په مراسموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپښتنو اوبلوڅود جشن د هغو مراسمو مالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه انداز کي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو او بلوڅو ترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه دفاع ته متوجه کول او تل به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواو بلوڅو ددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه . دغه لوړعلمي شخصيت دخپلي ژبي ،کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دقلم اوژبې په مټ داسي کارونه کړې چي هيرېدل ئي ناشوني دي . ځکه خوزموږ اودسيمي ټول خلک پدي باوري دي چي داجمل خټک په ابدي تگ سره به تر ډيره بريده ددې تشې ډکول دډير وخت لپاره ناشونې وي . موږ پدې ټينگ باورلرو چي ددغه ټولنيز اوسياسی شخصيت د ملي ،سياسی او فرهنگې چوپړ يادبه دتل لپاره د افغانانواودسيمي دټولووطنپرسته اوبا احساسه اوسېدونکوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی اوهڅونکی خاطرې په توگه پاته وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد اجمل خټک مړينه دهيوادوالواو ټولو پښتنو لپاره لويه اونه جبرانېدونکې ضايع بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو، دارواښاد دعلاقمندانو،سياسي ملگرو او دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي . دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم اجمل خټک کورنۍ ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدی ، جنتونه دې نصيب سي . ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب حبيب اله غمخور ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې دخواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتنو ملت پاله مشر،انقلابي شاعر،سياستوال او ليکوال اجمل خټک له دې نړۍ وکوچيد(انالله وانااليه راجعون)اجمل خټک ته شاعري له خپل نيکه خوشال خان خټک نه په ميراث پاتې وه خو په سياست کې يې دپښتنو دستر مبارز او دعدم تشدد دفلسفې له باني خان عبدالغفار خان او صمد خان اڅکزي لار نيولې وه او دهغوې سره اوږه په اوږه په دې سپيڅلې خو له خطره په ډکه لار روان او خپل تور ويښته يې دپښتنو په راويښولو او دهغوې دحقونو په ترلاسه کولو کې سپين کړي و،بې له شکه داجمل خټک مړينه دپښتنو لپاره يوه ستره تشه ده چې ډکون به يې تر ډيره ناشونى وي،دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې دښاغلي خټک له کورنۍ او ټولو پښتنو سره ځان په دې غميزه کې شريک بولي دارواښاد لپاره دخداې(ج) په دربار کې دفردوس جنت غوښتنه کوي،دغه راز دافغان دولت او په ځانګړې توګه دننګرهار له ولايتي ادارې نه غواړو چې که امکان ولري دهغه مړى هم جلال اباد ته راوليږدوي او دپاچاخان په مزار کې يې خاورو ته وسپاري او که داشونې نه وي نو اکوړي ته دې يو لوړ پوړى دولتي پلاوى دهغه په جنازه کې دبرخې اخيستو په موخه واستوي او دفاتحې مراسم يې په کابل ،جلا ل اباد او نورو لويو ښارونو کې تر سره کړي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ستر مبارز اجمل خټک دمړينې له امله د خواشېنۍ پېغام

په ډېرې خواشېنۍ سره خبر شوم چې د پښتنو ستر مبارز او سياستوال، دعوامی نشنل پارټۍ پخوانی مشر، لوی علمی او فرهنګی شخصيت او د پښتوژبې پياوړې شاعر او ليکوال، له اوږدې ناروغۍ وروسته ، د ۲۰۱۰ ميلادی کال د فروری په اومه نيټه د پنځه اتيا کالو په عمر له دې نړۍ نه سترګي پټی کړی او خپل ټول خپلوان، دوستان، ملګري او همسنګران يې د لوی غم او وير په ټغر کښينول. اجمل خټک د خپل اګاهانه ژوند تر وروستيو شيبو پورې، د سولې، آزادۍ او ملی او ټولنيز عدالت د تامينولواو د تاريخی افغانستان د يووالی او يو موټی والی لپاره په پرله پسی توګه مبارزه پر مخ بيوله او پدې لاره کې يې د هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه کوله. اجمل خټک په دغه اوږده او سخته، خو له وياړه ډکه مبارزه کې د وخت د زورواکانو او دکتاتورانو تور جيلونه او جبری مهاجرتونه زغملی دي، مګر د هغه په اوسپنيزه اراده کې هيڅ خلل نه وو راغلی. دا به مبالغه نه وی که ووايم چې د اجمل خټک ژوند، مبارزه او کلکه اراده د ډيرې افغان ځوانانوپه تيره بيا د لر او برو پښتنو لپاره د سياسی مبارزې دالهام يوه سرچينه وه. زه په دې ويرجنو شيبو کې چی د ارواښاد اجمل خټک سره می اوږدې دوستانه نږدې اړيکي لرل، د هغه پتمنې ميرمنې، نازنينو لورګانو او نازولو زامنو: جمال، ايمل او ميرويس، د عوامی نشنل ګوندټولو مشرانو او کشرانواو د خټک صاحب ټولو خپلوانو، دوستانو، ملګرو او همسنګرانو ته خپله ژوره خواشينی ځرګندوم او هغه ستر اروا ښادته د لوړو جنتونو د په برخه کولو هيله کوم. روح دی يې تل ښاده وی. نياز محمد مومند ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هرات کي دمېشتي کلتوري ټولني دخواشینۍ پيغام

په ډېري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتنو اوپښتو ژبي نومیالی او مخکښه لیکوال اجمل خټک دخپل ویاړلي قوم څخه د تل لپاره خدای په امانی وکړ. ښاغلي اجمل خان خټک دافغانانو ستر لیکوال چي خپل ټول شیرین عمر ئې دپښتنو دیووالي او دلوی افغانستان دجوړېدو لپاره وقف کړ، تېره ورځ (یکشنبې) د ۸۵ کلنو په عمر ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې . انالله وانا اليه راجعون هرات کي دسپيني ادې مېشته کلتوري ټولنه داجمل خان خټک مرګ دلراو بر افغانستان لپاره یوه ستره ضایع بولي . دنوموړي روح دي ښاد او جنتونه دي ورپه برخه وي . ګراني کورنۍ ته ئې دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره په دې غمیزه کي ګډ ګڼو . دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه – هرات ــــــــــــــــــــــــــــ

بایرن مېشتي افغانان په خپل افغان مشر ویر کوي

موږ بایرن مېشتي افغانان دخپل مشرافغان ملي او انقلابي شاعر( اجمل خټک )په مړینه ویر کوو د پښتونخوا په قلمرو او ګرده نړۍ کې ټولو ویرځپلو افغانانو ته زه محمدامین بسمل د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب دخدای بخښلي خټک صاحب دمړینې له کبله تسلیت وړاندې کوم کورنۍخپل او خپلوانو ته یې جمیل صبر او خټک صاحب ته دفردوس جنت غوښتونکی یم . دسترخوشال خان دارمانونوپه لار کې یوه بله ډېوه هم دتل لپاره خاموشه شوه ستر انقلابي شاعر خټک صاحب دریادوم هو خټک صاحب! د خټک صاحب مړینې زموږ د غم ټغر نورهم راته غمګین کړ دګردون درنې درنې او بې رحمه څپړې داسې درنې درنې په مخونو خورو چې هسې دزړه په زور ورسره سیالي کوو. له خټک صاحب سره مې څو ځلې په کابل کې لیدلي و زموږ ترمینځ عجیب خاطرات هم شته چې په راتلونکي کې به یې تاسو ته ولیکم خو څه چې ډېر مهم دي هغه دا چې دوه کاله دمخه کله چې خټک صاحب په روغتون کې و نو ما به یې تل دتیلیفون په وسیله پوښتنه کوله هغه به راته دایوه خبره څو څو ځلې کوله چې دا اوسني ځوانان پلانی او پلانی په جوش کې ډېر دي خو په هوش کې نه دي ته ورسره مرسته وکړه، ما ورته په خنداکې ووېل چې خټک صاحب زما جوش نو بیا کله له هوش څخه کم شوی؟ خټک صاحب راته له واره دکابل دیوې پېښې په اړوند یومثال راکړ وېل چې ته خولا له پخوا په هوش کې وې او که نه وای نو دکابل په وزیراکبرخان مېنه کې په پلاني سفارت کې به چا نظم راووست ؟ باید زیاته کړم چې زه په هغه وخت کې دپولیسو دتشریفاتي قطعې زلمی افسر وم او په کابل کې مې دسفارتونو دامنیت دنده په غاړه لرله په هرصورت اوس بیاراځم ګران خټک صاحب ته همدااوس په جرمني کې د شپې درۍ بجې کېدونکې دي زه هم څوشېبې دمخه ستړی راغلم اودا دغم خبر مې واورېد چې خټک صاحب سترګې پټې کړې . اناالله و انا اليه راجعون زړه خو مې غواړي چې ترسهاره یې په ویر دا لیکنه وغځوم خوستاسو قدرمنو لوستونکو وخت به نه نیسم بس په دا لاندې شعر مو رخصتوم : خدایه څه دې پښتنو پسې را اخیستې یا مو خپله وژنې یا مو په مرمیو دې مقتل کې په موږ څه تمرین روان دی خوله تړلي مو وروړي تر هتکړیو ــــــ

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPدجنرال سیکرټری د خواخوږئ پیغام

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP جنرال سیکرټری ښاغلی هدایت الله خان بنګش له ترکی څخه په خپل یو رالییږی پیغام کی د خپل منلی مشر پښتون سياستوال،اديب،شاعر او جرنلسټ اجمل خټک په مړینه د زړه له تله د خفګان څرګندونه کړی ده. ښاغلی بنګښ دارواښاد اجمل خټک بابا مړینه ټولو پښتنو ته ستر او نه جبران کیدونکی زیان بللی دی او د ارواښاد خټک بابا دکورنۍ ،دوستانو، اوسیاسی ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي روح یی ښاد وی. هدایت الله خان بنګش دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPدجنرال سیکرټری ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

نيټه: ١٨/١١/١٣٨٨ - ٧/٢/٢٠١٠ په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي. انا لله انا اليه راجعون ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي. خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي. روح دي ښاد وي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر ــــــــــــــــــ

د خواشينۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مو د خبري رسنيو له لارې څو شېبې وړاندې خبر تر لاسه کړ چې پښتون سياستوال، ليکوال، شاعر ،اديب او د پښتنو د يووالي او خپلواکۍ د لارې ستر مبارز ښاغلي اجمل خټک له دې پاتې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، انالله و انا اليه رجعون. د خداې بښلي اجمل خټک مړينه په اوسنيو حالاتو کې، چې پښتون قام د لوى کړکېچ او ازمون سره مخامخ دى لويه تشه ده، دده ځاى به هيڅوک ډک نه کړي. زه په دې لوى او ستر ماتم کې د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو، نشنل عوامي پارټۍ او لرو اوبرو پښتنو سره ځان شريک ګنم. ټول پښتون قام ته تسليت او ارواښاد ته د رب العلمين څخه د فردوس جنت غواړم. امين يا رب العلمين. محمدنادر سرشار اوسلو - ناروې ـــــــــــــــــــــــــــ

د خواشينۍ پيغام

د پښتو ژبي لوى شاعر، ليكوال، اديب او پښتون سياستوال او ملپال، د باچاخان د كاروان ملګرى، د خان عبدالولي خان د تود سنګر يار، د پښتنو په غم غمجن، د لسګونو كتابونو او سلګونو مقالو ليكوال چي خپل ټول عمر يې د خپل پښتون اولس او ژبي د چوپړ لپاره د جېل د تورو تمبو شاته تېر كړ، هغه اجمل خټګ هغه لوى انسان چي د خپل ژوند ارمان د لوى افغانستان جوړل يې له ځانه سره تورو خاورو ته يووړ. موږ د ده مرګ يوه ستره ضايع بولو او د ده مرګ يوه نه جبرانېدونكې پېښه ګڼو، خو بيا هم د ده مرګ په دې وجه تشه نه بولو چي كه موږ د ده په خبرو عمل وكړو او د ده په قدم قدم كښېږدو، خداى پاك دي يې جنت فردوس ورنصيب كړي او وروسته پاته كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو. د پښتو ادبي غورځنګ،كوټي مشر صادق ژړګ ـــــــــــــــــــــــ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته