(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د انګلستان د مرکزی څانګی د خواخوږئ پيغام

[08.Feb.2010 - 22:24]
داد میر بد قسمتی که د کاروان ده چی منزل لنډ شو نو ستړی قافله شوه
په ډیره خواشینئ سره مو دخپل منلی قام پرست سیاستوال ،ملی مبارز، انقلابی شاعر، ادیب او جرنلسټ اجمل خټک بابا د مړینی دردوونکی خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون خدای بخښلی خټک بابا د خپل ژوند ټوله برخه د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ او قامی یووالی لپاره وقف کړی وه . د باچاخان د عدم تشدد د غورځنګ ملګری او د ولی خان بابا د لاری مل ؤ چی د وخت د حاکمانو له خوا ئی لکه د نورو قامی مشرانو او ملی مبارزینو په شان سختی او تکلیفونه ، جلا وطنی اوجیلونه تیر کړی. . د ارواښاد اجمل خټک بابا مړینه د ټولو پښتنو/افغانانو لپاره ډیره ستره او نه جبران کیدونکی ضایع ده د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) د انګلستان دمرکزی څانګی د مشرانو جرګه او ټول غړی د باباپه دروند غم کی ددوئ د کورنئ او خپلوانو سره ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ مشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته د زړه صبر غواړی. بابا د پښتنو په زړونو تل پاتی ځای لری او تل به ژوندی وي. اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی. په درنښت
ایډوکیټ یوسف علی خان دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد انګلستان د مرکزی څانګی مشر
- ایډوکیټ یوسف علی خان
بېرته شاته