(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ميډيا د حکيم الله دوژل کيدو په اړه بيا راپورونه خپارۀ کړي

[10.Feb.2010 - 08:30] ډیوه: پاکستاني ميډيا د ګل (دوشنبی) په ورځ ۸/۲/۲۰۱۰ نیټه يو ځل بيا دطالبانو دسرچينو له خولې دطالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژنې راپورونه ورکړي دي. خو دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق ددغو راپورونو پخلى يا ترديد تر دې مهاله نۀ دى کړى. دپاکستاني ميډيا دراپورونو له مخې حکيم الله محسود تيره مياشت دډرون په يو بريد کې ژوبل شوى ؤ، هغه دعلاج لپاره کراچۍ ته وړل کيدو خو نوموړي په ملتان سيمه کې دزخمونو توان رانۀ وړو او ساه يې ورکړه. سرچينې وايي دحکيم الله محسود دوژل کيدو څخه وروسته يو بل تن چې مولوي نور جمال نوميږي دطالبانو نوى مشر ټاکل شوى دى. مولوي نور جمال داورکزۍ ايجنسۍ اوسيدونکى دى او په کرمه ايجنسۍ کې دطالبانو دمشر په توګه راپورته شوى ؤ. کله چې دپاکستان پوځ تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل نو هغه ته په کرمه ايجنسۍ کې دطالبانو دمشر په توګه ذمه وارۍ سپارل شوې وې. په کرمه کې دطالبانو دمشر ټاکل کيدو وړاندې مولوي نور جمال په يوه ځايې مدرسه کې امام پاتې شوى دى. جمال دطالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود سره نزدې اړيکه لرله او په کرمه ايجنسۍ کې خلک دهغه څخه زيات ويريږي. په دې نزدې ورځو کې يوه داسې ويډيو هم ښول شوې چې پکې په شکمنه توګه مولوي نور جمال دوؤ سړو او يو ځلمي هلک ته سزا ورکوي. امريکايي او پاکستاني چارواکو په غوڅه توګه دحکيم الله محسود دوژل کيدو تصديق نۀ دى کړى خو وايي کۀ چرې حکيم الله محسود ژوندى وي نو طالبان بيا ولې دهغه دژوند په هکله څه رقم ثبوت نۀ وړاندې کوي؟ دپاکستان سرکاري ټي وي تيره مياشت راپور ورکړى ؤ چې حکيم الله محسود دوزيرستان په شکتويي سيمه کې دجنورۍ په 14مه نيټه دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ خو وروستو دغه تندلاري کمانډر ددغه خبر څخه څو ورځې وروستو دوه اډيو پيغامونه جاري کړل چې پکې يې دخپل ځان دژوبل کيدو يا وژل کيدو په هکله خپارۀ شوي خبرونه بې اساسه وګرځول. خو ددغو پيغامونو داصل يا نقل په اړه هم څه رقم تصديق نۀ ؤ شوى. دپاکستان دسرکاري تيليويزيون دا هم ويلي ؤ چې حدکيم الله محسود دژوبل کيدو څخه وروستو اورکزۍ ايجنسۍ ماموزۍ سيمې ته وړل شوى ؤ او دغلته ښخ کړل شوى ؤ. په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې کله په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو پخوانى مشر بيت الله محسود دډرون په يو بريد کې په نخښه کړل شوى ؤ نو په هاغه مهال هم پاکستاني طالبانو دبيت الله محسود دوژنې په اړه ادعاوې تر يوې مياشتې بې اساسه بللې، خو وروستو يې ومنله چې بيت الله محسود وژل شوى دى. بلخوادکابل شمال لوري ته په سالنگ سيمه کې دواورو دگټانو پريوتو له امله 28 کسان وژل شوي ، په لسگونو ژوبل شوي. دافغانستان ددفاع وزارت پخپل يو جاري کړل بيان کې ويلي دي نور 70 کسان هاغه مهال ژوبل شول کله چې پوځ او پوليسو په واورو کې د ښکیلو کسانو د ويستلو هڅې کولې. دوزارت له مخې دغه کسان اوس مهال روغتونونو ته وړل شوي دي. دغه پيښې په هندوکش کې په يوولس زره فټه لوړه موجود يوه دره کې دجوړ شوي سالنګ په نومې سرنګ سره نزدې رامينځته شوي دي او دغه سيمه افغان پايتخت کابل دشمالي ښار مزار شريف سره يو ځايې کوي. دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي پخپل يو جاري کړي بيان کې اړونده چارواکو ته په سم لاسي توگه دممکنه چټک گامونو اخستو امر کړى دى. حامد کرزي اړونده چارواکو ته امر کړى چې بايد زر تر زره سړکونه بيا پرانيزي او دضرورت مندو کسانو سره مرستې وکړي. حامد کرزى وايي بايد په وارو کې نښتي کسان زر تر زره خلاص او بند شوي سړکونه پرانستل شي. حامد کرزي په پيښه کې دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ کسانو دکورنيو سره ديو والي او خواخوږۍ څرگندونه کړې ده. دافغاستان ددفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي وايي تر 100ؤ افغاني عسکر په امدادي کارونو کې دپوليسو او نورو کسانو سره مرسته کوي. نوموړي وويل ددغو عسکرو سره 4 هيلي کاپټرې، گڼ شمير ايمبولينسونه او بلډوزرې سيمې ته ليږدول شوي دي. دهغه وينا وه له بده مرغه نن سحر نور دواورې گټان هم راپريوتي چې له امله يې په امدادي هلو ځلو کې ستونزې رامينځته شوي دي خو مونږ دخلکو دژغورنې لپاره بيا هم هڅې کوؤ. دکورنيو چارو دوزارت وياند زمرى بشري وايي پوځي هيلي کاپټرې اوس مهال په سيمه کې دواورو له امله په تړل شوؤ سړکونو پاتې شوؤ کسانو ته خوراکي مواد رسوي. دپروان دصوبايي پوليسو مشر جنرال عبدالرحمان سيدخيلي خبريالانو ته ويلي دي بيگاه ټوله شپه امدادي کارکوونکو د200ؤ کسانو دژوند بچ کولو لپاره هڅې کړي دي. رحمان وويل اوس هم په سيمه کې دگټانو راپريوتو خطره ده چې له امله يې زمونږ کار يو څه قلاره روان دى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته