(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غواړو د عسکرۍ لړۍ پيل کړو

[10.Feb.2010 - 11:26] پژواک خبری اژانس: ولسمشر حامد کرزى وايي چې په راتلونکيو دوو کلونو کې د يوه داسې افغان ملي ځواک د جوړولو په هڅه کې دي، چې د نړيوالې ټولنې له مرستې پرته امنيت تامين کړي. نوموړي دغه څرګندونې دسلواغې په ١٨مه، د المان په ميونخ ښار کې د څه باندې څلوېښتو هېوادونو دفاع،کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو ، د لوړ پوړو چارواکيو او د سياسي او نظامي چاروکارپوهانو په ګډون د شپږ څلوېښتم امنيتي کنفرانس په درېيمه ورځ پخپله وينا کې وکړې . کرزي زياته کړه : (( موږ غواړو چې ددغه هدف ترلاسه کولو په موخه په ملي اردو کې د ځوانانو د جلب وجذب پروسه (جبري عسکري) له سره پيل کړو .)) د نوموړي په وينا، غواړي چې تر ٢٠١٢ زېږديز کال پورې د روزل شويو ملي اردو اوملي پوليسو شمېره ٣٠٠ زرو ته ورسېږي . هغه زياته کړه چې دغه افغان ملي ځواکونه به وکولى شي، تر ٢٠١٥ زېږديز کال پورې له بهرنۍ مرستې پرته په افغانستان کې امنيت رامنځته کړي . ولسمشرکرزي وويل : (( تر راتلونکيو پنځو کلونو پورې به افغانستان وکولى شي، چې د خپل ولس لپاره امنيت تامين کړي ، له هغه وروسته به افغانان نور د نړيوالې ټولنې پر اوږو بار نه وي .)) خو کرزي زياته کړه چې له دې سره سره به نړيوال ځواکونه په افغانستان کې شتون ولري ، ځکه چې د هغه په وينا، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه دافغانستان له امنيت څخه يوه بېله موضوع ده . هغه وويل چې اوسمهال په افغانستان کې د ملي سرتېرو رضاکارانه سيستم دود دى، مسلکي سرتېري او افسران شته او معاشونه اخلي. خو کرزي زياته کړه چې مخکې د يو شمېر نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د جبري عسکرۍ د جلب وجذب دود موجود و. د کرزي په وينا، له قومي مشرانو، مخورو او د نظر له خاوندانو سره د ليدنو پر مهال هغوى وړانديز کړى، چې د عسکرۍ خدمت سيستم دې بيا له سره پيل شي . د يادونې وړ ده، چې تر ١٩٩٢ زېږديزکال پورې په افغانستان کې عکسري نظام فعاله وه، چې له ١٨ څخه ٤٥ کلونو پورې عمر لرونکي وګړي به په زوره عسکرۍ ته جلب کېدل ، خو د کمونستي رژيم له نسکورېدو او په هېواد کې د کورنۍ جګړې له پيل سره سم دغه نظام له منځه لاړ . څه موده مخکې هم د عسکرۍ د پيلولو خبرې شوې وې، چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوې . د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ تېره اونۍ ويلي و، چې په ملي اردو کې د ځوانانو جلب او جذب له هېڅ ستونزې سره نه دى مخ او اړتيا نه ليدل کېږي، چې ځوانان په زوره را جلب کړل شي . هغه زياته کړې وه، چې حکومت اوس مهال د عسکري نظام د بيا ژوندي کولو اراده نه لري، خو ويلي يې و ، چې په راتلونکي کې يې امکان شته . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته