(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د اجمل خټک بابا یاد غونډه

[10.Feb.2010 - 22:08]

Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen Pashtoons Social Democratic Party -PSDP

د پښتو د ادب پلار . قامپرست سیاستوال ، انقلابی شاعر او لیکوال او دعوامی نیشنل ګوندANP پخوانی مشر خدای بخښلی د اجمل خټک بابا د روان ۲۰۱۰ ع کال د فبرورئ د میاشتی په ۷ نیټه لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی،چی دا دردونکې پېښه دټول پښتون/ افغان ولس لپاره ډیره غټه ضایع ده. د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) د فرانکفورت څانګی په کوربه توب د ارواښاد اجمل خټک بابا روح ته ددعا اوهم د هغه د د ژوند او مبارزې په یاد د 2010ع کال د فبرورئ د میاشتی په 14 مه نیټه داتوار( یکشنبی) په ورځ د ماسپښین په دریو (15:Uhr) بجو د المان د فرانکفورت په ښار کی غونډه جوړوی.. دیادونی وړ ده چی د عوامی نیشنل ګوند Awami National Party (ANP)د مشرانو جرګی ممبر ، پښتون قام پرست او د پښتونخوا ایالت دا طلاعاتو سوبائی وزیر ښاغلی میا افتخار حسین چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره د خبرو اترو او دنظریو د بدلون لپاره راغلی دی به ددغه غونډی مشر میلمه وی. د پښتنو ټولنيزولسوليزګوند(PSDP)درنو هيوادوالو او د اجمل خټک بابا مینه والو ته په درنښت سره پدی غونډه کی د ګډون بلنه ورکوی په درنښت د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند تلیفوني اړیکي:
Mobil/Handy:01713734566 und 01788781664 und 0178 3264862 E-mail: [email protected] und [email protected]بريښنا ليک د غونډی د ځای پته

Bürgerhaus Im Mainfeld 6 60528 Frnkfurt / am Main (Niederrad) Germany

------------------------- Ajmal Khtak baba yadghonda in Frankfurt am Main, Gemany Pashtoons Social Democratic Party- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته