(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDPله خوا د اجمل خټک بابا په یاد غونډه جوړه شوه

[16.Feb.2010 - 23:52] جرمنی: د پښتنو د ټولنیز ولسو لیز ګوندPashtoons Social Democratic Party - PSDP له خوا د فرانکفورت څانګی په کوربه توب دعوامی نیشنل ګوند د پخوانی مشر، قامی مبارز ،انقلابی شاعر ، وتلی او منلی ادیب ، ارواښاد اجمل خټک بابا په یاد په ۱۴/۲/۲۰۱۰ نیټه د اتوار (یکشنبی) په ورځ د جرمنی دفرانکفورت په ښار کې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې دهيوادنامتو پوهانو، سیاسی ، ټولنیزو او ولسی سړیتوبونو ، شاعرانو، لیکوالانو او د خدای بخښلی اجمل خټک بابا مینه والو په ګڼ شمیر کی ګډون کړی ؤ. غونډه د مازیګر په دری نیمو بجو د PSDP د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتو په تلاوت او د بابا سپیڅلی روح ته په دوعا سره پیل شوه. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPدمشرانو د جرګی غړی ښاغلی نصیر خان چی د سټیج چاری ئی پرمخ بیولی راغلیو میلمنو او د غونډی ګډونوالو ته هرکلی او ستړی مشی وویله. دغونډی مشری ( صدارت) د PSDP د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی لالا اقبال په غاړه ؤه. د عوامی نیشنل پارټئ د مرکزی جرګی غړی، دپښتونخواد ایالت د اطلاعاتو سوبائی وزیر او د پښتونخوا ایالتی حکومت ویاند(سپیکر) ښاغلی میا افتخار حسین د غونډی د ځانکړی مشر میلمه په حیث اود PSDP مشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر سټیج ته راو بلل شول . دغونډی په پیل کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP سر پرست مشر ښاغلی علی خان محسود د ارواښاد اجمل خټک بابا په ژوند او سیاسی مبارزه لنډه هر اړخیزه وینا واوروله او دبابا خدمتونه چی د مرګ تر وخته ئی د پښتون قام د یووالی، سوکالئ او ابادئ لپاره کړی ؤ وستایل، ورپسی ښاغلی ایډوکیټ صفدر خان د بابا په ژوند لیک (بیوګرافی) خپله لنډه لیکلی مقاله ولوستله، دغه شان ښاغلی پروفیسر ډاکتر سید وقار علی شاه کاکا خیل د بابا په ادبی او سیاسی ژوند رڼا واچوله او د بابا څو شعرونه ئی په ښکلی انداز کی وویل. ورپسی د PSDP دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال خپله لنډه ګټوره لیکنه وړاندی کړه، پدغه لړ کی ښاغلی یوسف خان ساپی د بابا په ژوند او مبارز ه خپله پوهنیزه مقاله حاضرینو ته واوروله او ښاغلی نسیم ستوری د بابا په هکله خپله مقاله ولوستله او شعر ئی واوروه، دغه راز ښاغلی مبارز څاپی دشعر په ژبه بابا ته د عقیدت پیرزویني وړاندی کړی او ښاغلی عرفان خان خپله مقاله واوروله دپښتون قامی وحدت ستر لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) له پښتونخوا څخه د تلیفون پرلیکه د غونډی ګډونوالو ته د بابا په سیاسی او قامی مبارزه وینا وکړه. د پښتو ژبی منلی شاعر او لیکوال ښاغلی لایق زاده لایق هم له پښتونخوا څخه د تلیفون پرلیکه په دبابا په مړینه خپل لیکل شوی ویرنه واوروله. لدی وروسته ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر،د بابا یو څو خاطری ګډونوالو سره شریکی کړی. بیا ښاغلی سمیع الدین افغانی د حق د لاری د کولتوری مرکز په استازیتوب د بابا په مړینه د خواخوږئ پیغام ولوست او خپل شعر ئی چی دبابا په یاد ئی لیکلی ؤ واوروه. دغه راز د ارواښاد کبیر ستوری ځیړنیزه لیکنه ( اجمل خټک د پښتنی ټولنی ابدی شتمنی ده) د نصیر ستوری له خوا ولوستل شوه اوښاغلی حاجی نظام لنډی خبری وکړی او د بابا شعرونه ئی واورول. ورپسی د غونډی چلوونکی (سټیج سیکرټری) نصیر خان د دی غونډی دځانګړی مشر میلمه ښاغلی میا افتخار حسین لنډه بیوګرافی و لوستله او د وینا لپاره ئی بلنه ورکړه. ښاغلی میا افتخار حسین داجمل بابا په سیاسی او ادبی ژوند هر اړخیزه رڼا واچوله او دعقیدت پیرزوینی ئی ورته وړاندی کړی همدا رازښاغلی میا افتخار حسین د پښتنو او د سیمی په اوسنیو کړکیچنو حالاتو او په ځانګړی توګه د کوزی پښتونخوا په اوسنی روان ناورین د غونډی ګډونوالو ته مالومات ورکړل. غونډه د شپی په لس بجو پای ته ورسیده. یادونه: دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی،د لنډیز لپاره ئی دلته ټک ورکړئ http://www.youtube.com/watch?v=b0-Ti74DSEw
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته