(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مورنۍ ژبې ورځ ولمانځله

[22.Feb.2010 - 08:51] 21.02.2010: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا په کوزه پښتونخوا کښې د مورنو ژبو ورځ په بيلابيلو ځينو کښې ومانځلى شوه.په دې لړ کښې په پيښور پريس کلب کښې د ګوند د صوبايي صدر مختار خان يوسفزي په مشرۍ کښې،په کراچۍ کښې د ګوند د سينئرجنرل سيکرټري اکرام شاه خان په مشرۍ کښې،په سوات کښې د ګوند د سوات ضلعې مشر او د ګوند صوبايي معاون سيکرټري خورشيد کاکاجي په مشرۍ کښې او داسې د ملک په هر ګوټ کښې کوم ځى چې پښتانه اباد دي د مورنو ژبو ورځ ومانځلې شوه.او ټولو د زياته کړه چې په پاکستان کښې دې پښتو ژبه د مکتب،د خونځي،د پوهنتون،د ادالت او دا رقم د ټول پښتانه قومي او دفتري ژبه وګرځولې شي دغه راز د پښتونخوا په مرکز پېښور کي د مورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په مناسبت د پښتو ژبي په حق کي يو سوله ايز لاريون ترسره سو. دغه لاريون د پښتو ادبي کنفرانس، پښتو جمهوري تړون او پښتو ادبي کانګرس په نوم ټولنو له خوا د زرګونو کسانو په ګډون ترسره سو. لاريون کوونکو په پښتونخوا ايالت کي چي ټول اوسېدونکي يې پښتانه دي په دفتري چارو کي د پښتو ژبي د رسمي کېدو او پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو زدکړو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه. لاريون چي د سکندر حيات شيرپاو له خوا رهبري کېدي د خيبربازار له سوئيکارنو چوک څخه پيل تر قصه خواني پوري ولاړى. لاريون کوونکو وويل د نړۍ وال قانون له مخي دوى د خپلي ژبي د ساتني او په خپله ژبه د ليک لوست حق لري، ځکه خو يې بايد ملګري ملتونه ږغ واوري. پښتانه چي په لراوبر افغانستان کي يې شمېر ٧٠ ميليونه اټکلېږي، په بر افغانستان کي د کرزي په پراخ بنسټه حکومت کي د ملي مشارکت په نامه محروم دي او لر افغانستان کي د پنجاب د واکمنانو له خوا د خپلو حقونو څخه بې برخي دي(سلیمان) . مننهlarawbar.comله- ايلم افغان
بېرته شاته