(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هلمند او ننگرهار کې بمي چاؤدنی شوی اودجندالله مشر نيول شوی دى

[24.Feb.2010 - 13:34] ډیوه: د ايران د سرکاري ميډيا له مخې دنهې (سه شنبی) په ورځ امنيتي ځواکونو دغيرقانوني گرځول شوې سني تندروه ډلې جندالله مشر عبدالمالک ريگي یي نيولى دى ،میډیا د ریگي د نیولو په اړه بیلا بېل رپوټونه ورکوي ځینو خبري ادارو ویلي نوموړی دايران دجنوب ختيز ولايت سيستان،بلوچستان څخه نيول شوى دى. سيستان بلوچستان ولايت دپاکستان دبلوچستان ايالت سره گډه پوله لري چې دجندالله دجنگيالو مرکز گڼلى شي خو دايران دکورنيو چارو وزير مصطفي محمد نجار پخپل يو بيان کې ويلي دي ريگي هاغه مهال نيول شوى کله چې هغه ددوبۍ څخه دمسافرو په يوه الوتکه کې دمنځني اسيا رياست کرغيزستان ته روان ؤ او وروستو هغه ايران ته راوستل شو،خو نجار دهاغه هيواد دنوم په ډاگه کولو څخه ډډه وکړه چې دجندالله دغه ياغي مشر يې نيولى دی دجندالله دغه مشر په سيستان بلوچستان کې داقليتي سُني ورورولۍ دحقونو دجگړې کولو ادعا کوي خو ايران وايي جندالله يو ترهه گر تنظيم دى چې په شکمنه توگه دامريکا او برټانيې داستخباراتي ادارو سره په گډه په ايران کې دبې ثباتۍ پيدا کولو لپاره هڅې کوي دغه ډلې په دې وروستيو کې په ايران کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو او نورو داسې بريدونو مسؤليت په غاړه اخستى چې پکې په شلگونو کسان وژل شوي دي په دغو بريدونو کې په تير اکتوبر کې ترسره شوى يو خونړى ځانمرگى بريد هم شامل دي چې پکې دپاسداران انقلاب دپينځوؤ افسرانو په گډون د40ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ ايراني چارواکي تور لگوي چې جندالله دپاکستان سره په پوله پرته سيمه کې خپلې ځالې جوړې کړي دي چې دايران په خاوره يې دترهه گريزو بريدونو لپاره کاروي. پاکستان دريځ لري چې کومې تندروه ډلې ته خپله خاوره دکوم گاونډي هيواد په ضد دکارولو اجازه نۀ ورکوي او دجندالله دياغيانو نيولو لپاره ايران سره دهر رقم مرستې په تگلاره قائم دى. تير کال ايران دجندالله سره داړيکې او دترهه گرۍ دفعاليتونو په تور کې ددغه ډلې 13 غړي ځړولي وؤ. دعبدالمالک ريگي يو ورور دوړاندې څخه ايران نيولى دى او هغه په شکمنه توگه پاکستاني چارواکو نيولى او ايران چارواکو ته يې سپارلى ؤ. بلخوا د هلمند ولایت مارجه ولسوالی د طالبانو نه صفا کولو دلپاره د عملیاتو په دویمه هفته کې داخل شوې دي اوامریکاي عسکري چاوراکي وايي سیمه کې دیاغیانو خلاف پرمختگ رو دی د امریکا د گډو ځواکونو کمیټۍ مشر ایډمرل مائیک مولن وايي چې په ځنې موقعو طالبانو د توقعه نه سخت مزاحمت کړی دی خو ددې باوجود افغان او نړې وال ځواکونه پرمختگ کوی ،هغه وايي که څه هم دغه پرمختگ د توقع نه رو دې خوبیا هم پرمختگ لگیا دی کیږی د امریکې د دفاع وزیر رابرټ گیټس هم په مارجه کې د عملیاتو پرمختگ په هکله هم دغه رنگ جائزه وړاندې کړه. دواړو چارواکو ددفاع وزارت پينټگان کې په گډ خبرې کانفرنس کې وینا کوله. مائک مولن وویل : چې دافغان او نړي والو ځواکونو لپاره د طالبانو لخوا پټ بمونه تر تر ټولو لوې مشکل دی مائک مولن د اتوار (یکشنبی) په ورځ په ارزگان ولایت کې د نیټو هوايي برید کې د ٢٧ ملکي تنانو په وژل کیدوخفگان څرگند کړو، هغه وویل: دغه پیښه دا حقیقت څرگندوي چې جنگ خونړی وي، بې تولې وي، گډوډي رامنځته کوي، جنگ بدصورته وي او بې ځایه مصرفات راؤړي. خو هغه زیاته کړه چې ددې دا مطلب نه دی چې دا جنگ د کولو وړ نه دی، بلکه دا جنگ به په سختۍ جنگولی شي او په دې کې نورې سختې ورځې هم راتلی شي په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په هکله ددفاع وزیر رابرټ گیټس اویل چې په افغانستان کې د امریکا او نیټو ځواکونو مشر جنرل سټینلی میک کرسټل د یو انسان په وس کې هره هڅه کوي چې عام اولس د مرگونو نه بچ کړي هغه اویل چې دا هم یو حقیقت دی چې طالبانو په ملکي خلکو کې پټیږي، هغوي د ډال په توگه کاروي او عسکرو دپاره دا مشکل رامنځته کوي چې هغه د طالبانو سره مخ دي او که عامو خلکو سره. رابرټ گیټس اویل چې په مرجه کې د عملیاتو اوس جاج اخستل به د وخت نه مخکښې خبره وي او ایډمرل مائک مولن اویل چې عسکر په سیمه کې پرمختگ کوي خو ددې دپاره به صبر نه کار اخستل وي افغان چارواکي وايي د نهې (سه شنبی) په ورځ دافغانستان په هلمند او ننگرهار ولايتونو کې دبمي چاؤدنو له امله لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي او18 نور ژوبل شوي دي. دهلمند حکومتي وياند داؤداحمدي خبريالانو ته ويلي دي لمړۍ چاؤدنه دهلمند په مرکز لشکرگاه کې دبسونو په اډه کې په يو سائيکل دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده چې پکې ديوې ښځې او ماشوم په گډون اووه کسان وژل شوي او 16 نور ژوبل شوي دي. هلمند دافغانستان جنوبي ولايت دى او دا مهال دهلمند په مرجه سيمه کې دناټو ځواکونو دتندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي دي. وياند وويل مخالفينو په مارجه کې ماتې خوړلې ده او غواړي په دغسې بريدونو رامينځته کولو دپوځ پام ددغه ځايې څخه واړوي. بل لوري ته دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت په يو بيان کې ويلي دي دوهمه چاؤدنه دافغانستان په ختيز ولايت ننگرهار کې رامينځته شوې ده. بيان کې ويل شوي دي دغه چاؤدنه په موټر سائيکل دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله هاغه مهال وشوه کله چې دپوليسو يو کاروان تيريدلو بيان وايي په دغه چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې وژل شوي پوليس دي او که نه؟ دا په داسې حال کې ده چې پرون هم دننگرهار ولايت په چمتله سيمه کې ديو ځانمرگي بريد له امله دافغانستان دپياوړي جنگي قوماندان حاجي زمان غمشريک په گډون د10ؤ څخه زيات کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي. همدا راز د امريکا سنټرل کمانډ مشر جنرال ډيوډ پيټرياس دپښتونخوا د ناقراره سيمې سوات ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې تيره ورځ د سوات په سرښار مينگور کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دښځو او ماشومانو په گډون ١٣ کسان وژل شوي وؤ. سرچينې وايي دسوات په سرښار مينگوره کې دپاکستاني پوځ يو مشر ميجر جنرال اشفاق نديم دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په هکله هغه ته حال احوال تير کړى دى. دسرچينو وينا ده جنرال پيټرياس ته پاکستاني پوځيانو وويل چې په سوات کې دتندلارو په ضد دعملياتو ترسره کيدو څخه وروستو امن ټينگ شوى او په سيمه کې لږ ډير پاتې ترهه گر به هم ډير زر له مينځه يوړل شي. دامريکا لوړپوړي پوځي کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس په اسلام اباد کې ددغه هيواد د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او پوځي سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره دترهگرۍ پر ضد په روانه جگړه غږیدلې دی. سرچينې وايي پاکستاني مشرانو سره دليدنې په وخت امريکايي پوځي کمانډر دترهگرۍ پر ضد په روانه جگړه ، دپاکستان او افغانستان دگډې پولې ترڅنگ قبائيلي سيمو کې دطالب ياغيانو په فعاليتونو او دپاکستاني پوځيانو په عملياتو خبرې اترې وکړې. دسرچينو له مخې په ليدنه کې په دې وروستيو کې دپاکستان د بيلا بيلو ښارونو څخه دطالب مشرانو نيونه ستر برياليتوب وگرځول شو. دامريکا پوځي مشر جنرال پيټرياس په سوات کې دتندلارو په ضد په برياليو عملياتو دپاکستاني پوځ ستائينه وکړه او وې ويل پاکستاني پوځيانو په ډير لږ وخت کې دسوات څخه تندلاري له مينځه وړي دي. Source: Deewa radio - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته