(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په هلمند کی د یوی کورنئ ۱۱ کسان ووژل شول

[28.Feb.2010 - 22:03] ډیوه: دهلمند په ولايت کې د ۲۰۱۰ ع کال دفرورئ په ۲۸ مه نیټه د اتوار (یکشنبی) په ورځ په نوزاد اولسوالۍ کې د بمي چاؤدنې له امله دښځو او ماشومانو په ګډون ديوی کورنئ یولس کسان وژل شوي دی په هلمند کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دا مهال دهلمند په مارجه سيمه کې دناټو ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد په په لويه کچه عمليات روان دی. په کوم سړک چې دغو خلکو په گاډي کې سفر کولو هغه په عامه توګه نړيوال او افغان ځواکونه کاروي. دهلمند دوالي وياند داؤداحمدي ويلي دي دغه چاؤدنه دهلمند دنوزاد اولسوالۍ په سړک دمسافرو په يو بس دطالبانو لخوا دښخ کړل شوي يو نوي مائن په وجه شوې ده. دهغه وينا وه په دغه چاؤدنه کې ددوؤ ښځو او دوؤ ماشومانو په ګډون ١١ اولسي وګړي وژل شوي دي د تیری شورو (چارشنبی) په ورځ هم دهلمند په مرکز لشکرگاه کې ديوې حکومتي ودانۍ سره نزدې ترسره شوې چاؤدنه کې ٧ کسان وژل شوي وؤ چې چارواکو يې پړه په طالبانو اچولې وه. بلخواپيښور سره نزدې سيمه دره ادم خيلو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې ١٧ جنگيالي او په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په پوسته دوسله والو جنگيالو بريد کې دوه پوځيان وژل شوي دي. په دره ادم خيلو کې نن په څلورمه ورځ هم دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو دپاکونې عمليات دوام لري او سرچينې وايي اوس هم ددره ادم خيلو په تور چپر سيمه کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنگيالو ترمينځ سختې نښتې روانې دي. دسرچينو له مخې تر دې مهاله په دغو نښتو کې ١٧ جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي خو امنيتي ځواکونو داوښتې مرگ ژوبلې په هکله دقيق معلومات نۀ دي ترلاسه شوي ددغو وژل شوؤ ١٧ؤ تندلارو مړي دتورچپر سيمې ديو ميدان څخه ترلاسه شوي ، چې وروستو دکوهاټ روغتون ته ورسول شول. اخوا دجنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې بيگاه ناوخته يو شمير وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په زاور نومې پوسته بريد وکړو چې پکې دوه پوځيان وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى. ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دځوابي عملياتو په ترڅ کې دتندلارو شکمنې ځالې دتوپو له لارې په نخښه کړي خو هغوي د مرگ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي. همدا رازپاکستاني پوځ ويلي چی د کواټ په دره ادم خیلو کی يې له څو ورځو راهيسي د سړي تښتوونکو غلو پر ضد عمليات شروع کړي د پوځ په وينا په آدم خېل دره کي يوه ډله موجوده ده چي د پېښور او نورو سيمو څخه دولتي چارواکي او خانان تښتوي وروسته يې د پيسو په مقابل کي خوشي کوي بل لوري ته دپښتونخواپه ډيره اسماعيل خان سيمه کې وروستو له هغې کرفيو لگيدلې چې تيره ورځ په پهاړپور سيمه کې دسلگونو کسانو په يو جلوس وسله والو کسانو بريد کړى ؤ چې پکې ٧ کسان وژل شوي وؤ دډيره اسماعيل خان دپوليسو مشر گل افضل خان اپريدي خبريالانو ته ويلي دي په جلوس دډزو پيښه کې ٧ کسان وژل شوي او ٣٨ نور ژوبل شوي دي. نن داتوار په ورځ چارواکو په ټول ښار کې کرفيو یا گرځبندیز پځايې کړی دی او ځايې خلکو ته يي امر کړى دى چې بايد دکرفيو په مهال د خپلو کورونو دننه پاتې شي. امنيتي ځواکونو دسيمې په ټولو کوڅو کې گزمې پيل کړي دی گل افضل خان وويل دا مهال په مرکزي ډيره اسماعيل خان او څو بهرنيو سيمو کې کرفيو پځايې کړل شوې ده او هغوي تر دې مهاله تر ٢٠ؤ پورې شکمن کسان هم نيولي دي. ديور راپور له مخې دکال ٢٠٠٧ء دجولايي دمياشتې څخه په ټول پاکستان کې دترهه گرۍ او ځانمرگي بريدونو په بيلا بيلو پيښو کې د٣٠٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې دپاکستان حکومت په دغو بريدونو کې دزياترو پړه په پاکستاني طالبانو اچولې ده Source: Deewa Radio-
بېرته شاته