(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سیدني کې د نوموتې سیاسي او فرهنګي سټې اجمل خټک یاد غونډه جوړه شوه

[01.Mar.2010 - 08:21] Sunday, 02.28.2010:د استرالیا په سیدني ښار کې میشتو پښتنو ، د فبروري پر اوه ویشتمه د پنچبول په کمونیټي سنتر کې ، د یوې پرتمینې غونډې په جوړولو ، د پښتنو د نامتو سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزې سټې ارواښاد اجمل خټک بابا یاد ونمانځه. دغه غونډه چې ګڼ شمیر افغانانو او د کوزې پښتونخوا پښتنو ګډون پکې کړی وو د غرمې پر یوولسو بجو د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ناستې کوربه ښاغلي محمد ننګیال ، د لنډې وینا په اورولو سره د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ویلو تر څنګ ، له ښاغلي شیریندل خان اوریا نه غوښتنه وکړه چې د غونډې مشرتوب په غاړه واخلي. ورپسې سدني میشتي زلمي ډاکتر ایمل د موضوع په اړه خپله ژباړه ولوستله همدا راز د پښتو ژبې د ستر لیکوال او حقدار ارواښاد تقویم الحق کاکاخیل زوی ښاغلي حسن تقویم کاکاخیل د یوې عالمانه وینا په ترڅ کې د خدایي خدمتګارو د تحریک او په هغه کې د اجمل خټک د رول او هڅو پر بیلابیلو اړخونو رڼا واچول. استرالیایې ځوان بنجامین ګلمار چې پښتونخوا ته یې ډیر ژورنالستیک او څیړنیز سفرونه کړي او په وروستیو کې یې د پښتونخوا او پښتنو په باب یو مستند هم جوړ کړې دی ، د غونډې بل وینا وال وو، چې د خپلو په زړه پورې خبرو په ترڅ کې یې ، د خدايي خدمتګارو د تحریک ، پاچا خان ، اجمل بابا او پښتنو په باب خپل برداشتونه او نظریات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل. ډاکتر ا حسان الله آذري د غونډې بل ویناوال وو چې د اجمل خټک د سیاسي شخصیت په باب یې رڼا واچول ، ورپسې لیکوال ، شاعر او د سیاسي مسایلو شنونکي عبدالهادي هادي ،له اجمل خټک سره خپلې خاطرې د غونډې ګډونوالو ته واورولې او په خپلو خبرو کې یې د ارواښاد اجمل خټک د شخصیت فرهنګي اړخ راوسپړه ، ده همداشان د غونډې برخه والو ته د دغه لوی اروا شاعر د تل پاتې آثارو او د پښتو په ترقي پسندو ادبیاتو کې د هغه د رول او دریځ په باب رڼا واچول . ډاکتر ستارګل پکتیاوال د غونډې وروستی وینا وال وو چې تر هغه وروسته د غونډې مشر ښاغلي شیریندل خان یاده شوې ناسته وارزوله او د دې په څنګ کې چې د داشان غونډو جوړول یي یو ارزښتناک کار وباله ، او په استرالیا کې یې د پښتنو د سولې او همکارۍ له ټولنې (ای پی پی ای) نه هم مننه وکړه چې د مها جرت په ستونزمنو شرایطو کې یې د داسې پرتمینې غونډې په جوړولو د اجمل خټک په شان یوه حقداره شخصیت د حق د ادا کولو هڅه کړې ده . د غونډې په پای کې د پښتو ژبې او فرهنګ د یوه همیشني خدمتګار او چوپړوال انور خان منګل له خوا تیاری و ښودل شو چې د اجمل خټک بابا یو نا چاپ او یا کمیابه اثر به په خپل مالي لګښت چاپوي ، همدا شان ښاغلي حسن تقویم کاکاخیل هم تیاری وښود چې د اجمل بابا د یوه کتاب لګښت ته به اوږه ورکوي . یاده شوې غونډه چې د استرالیا د پښتنو د سولې او همکارۍ د ټولنې ( ای پی پی ای) له خوا جوړه شوې وه ، مازیګر مهال د غرمنۍ تر خوړلو وروسته پای ته ورسیده .
- ننګیال
بېرته شاته