(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هنګو کی ځانمرګی برید، باجوړ او مومندوکی بمبارئ ،ګڼ کسان وژل شوی

[05.Mar.2010 - 21:17] د پښتونخواپه جنوبي ضلع هنگو کې دتيلو ديو پمپ سره نزدې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د4ؤ ښځو په گډون لږ ترلږه 10 کسان وژل شوي او د25ؤ څخه ژوبل شوي دي ،په ژوبل شوؤ کې ۱۴دسکول ماشومان هم شامل دي ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دټل او هنگو روغتونو ته رسول شوي دي خو دژوبل کسانو څخه هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده. دځايې چارواکو له مخې دغه چاؤدنه دټل په ډنډور سيمه کې دپيټرولو ديو پمپ سره نزدې هاغه مهال وشوه کله چې دټل څخه پاړه چنار ته په غځيدلې لويه لاره دمسافرو دگاډو يو کاروان کرمې ايجنسۍ ته روان ؤ، چې په دغه مهال يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى ددغه کاروان سره ټکر کړو. سرچينې وايي په دغه کاروان کې دامنيتي ځواکونو دگاډو څخه علاوه دعامو خلکو گاډي هم شامل وؤ چې شميره 143 ښودل کيږي. دکوهاټ دکمشنر خالد خان له مخې تر دې مهاله په دغه ځانمرگي بريد کې 10 کسان وژل شوي دي. ددغه بريد له امله گڼ شمير گاډي تباه شوي او امنيتي ځواکونو دپيښې څخه وروستو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده. بلخوا مومند ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو ادعا کړی چې د گن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کې ددريوؤ مهمو تندلارو کمانډرانو په گډون 30 جنگيالي وژل شوي دي. دمليشه ځواکونو يا ايف سي سرچينې وايي په وژل شوؤ کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ مرستيال مشر مولوي فقير محمد هم شامل دى. کومو ازادو سرچینو د دغه ادعاو پخلې کړی نه دی. سرچینې وایي گن شپ هيلي کاپټرو وروسته له هغې په يو کور گولۍ وورولې کله چې ورته په دغه کور کې دگڼ شمير تندلارو دموجوديت خبر ترلاسه شو. دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې دمومند ايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په دوئي زۍ او ساگي سيمو ترمينځ دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې. پدی عملياتو کې دتندلارو گڼ شمير ځالې هم له مينځه تللي او سرچينې وايي په وژل شوؤ کې عرب او دازبکستان سره تعلق لرونکي جنگيالي هم شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم دمهمند ايجنسۍ په چمرکند سيمه کې تر 100ؤ پورې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى ؤ او يو پوځي يې وژلى ؤ چې ددغه بريد څخه وروسته پاکستاني چارواکو په ځوابي عملياتو کې د30ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې وه. بل لوري ته دجمعې په ورځ پوځ دهاغو تندلارو مړي خبريالانو ته ښودلي چې اوړمه ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا په نښته کې وژل شوي وؤ. داوړمې ورځې په نښتو کې ادعا شوې وه چې امنيتي ځواکونو 30 جنگيالي وژلي دي ، خو په غلنئ کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت دپوځ يو چارواکي ميجر سيف وويل په دغه نښته کې 30 نۀ بلکې 40 جنگيالي وژل شوي وؤ. خبريالانو ته په دغه مهال يواځې د څلورو کسانو مړي وښودل شول چې هغه پوځيانو په هيلي کاپټر کې وړي وؤ. مومند ایجنسئ دباجوړ قبایلي سیمې سره نزدې پرته ده. څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملیشا ځواکونو مشر مېجرجنرال طارق خان مطبوعاتو ته ویلي وو چې باجوړ ایجنسۍ کې طالب جنگیالي له منځه وړلي دي او پوځ به ډیر زر په اورکزو او خېبر ایجنسۍ په تېره سیمو کې عملیات پېل کوي چارواکي وايي په قبائيلي سيمو مهمند او اورکزۍ ايجنسيو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو او دجيټ الوتکو بمبارۍ کې يو پوځي او 38 جنگيالي وژل شوي دي. دچارواکو په وينا د قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ په چمرکند سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته دزيارت په ورځ د100ؤ څخه زياتو وسله والو جنگيالو ناڅاپي بريد وکړو چې پکې يو پوځي ووژل شو او 4 نور ژوبل شول. ددغه بريد څخه سمدستي وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا په ځوابي عملياتو کې 30 جنگيالي وژل شوي او نور په تيښته کې بريالي شوي دي. په يو سرکاري بيان کې ددغه جگړې او پکې دشوې مرگ ژوبلې پخلى شوى دى خو دپوځ لخوا دجاري کيدونکو دغه رقم بيانونو پخلى دازادو سرچينو څخه ناممکن دى ځکه چې په قبائيلي سيمو کې دامن وامان دخراب وضعيت له امله دغلته دخبريالانو په تگ پابندي ده. ځينې سرچينې وايي دغه بريد کوونکي دامنيتي ځواکونو په پوسته دبريد لپاره دنزدې باجوړ ايجنسۍ څخه راغلي وؤ. دمهمندايجنسۍ چمرکند سيمه دقبائيلي سيمې باجوړ سره نزدې موقعيت لري او دپاکستان پوځ تيره ورځ ادعا کړې وه چې دغلته يې په عملياتو کې د70ؤ څخه زيات تندلاري وژلي دي. پوځ يو کال دمخه هم دعملياتو په مهال په باجوړ کې تندلارو ته دماتې او دخپلې گټې اعلان کړى ؤ خو دباجوړ په بيلا بيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه اوس هم ترلاسه کيږي. اخوا په اورکزۍ ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې د8ؤ جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي او دهغوي 3 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي. دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونو داورکزۍ ايجنسۍ په تيره ډبورۍ سيمه کې دتندلارو دموجوديت په اطلاع ترلاسه کولو دجيټ الوتکو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې چې پکې 8 تندلاري ووژل شول او دهغوي درې ځالې هم تباه شوې. ـ ډیوه ـ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته