(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په امنیتی پوسته نښته او ډرون حمله او سالنګ کی بس چپه شوی

[17.Mar.2010 - 17:40] ډیوه: خيبرايجنسۍ ته نزدې دپيښور دکليوالې سيمې سپين قبر په يوه امنيتي پوسته دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې پنځه امنيتي عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوى دى. دپيښور دپوليسو مشر يا ايس ايس پي کريم خان خبريالانو ته ويلي دي تندلارو دبډه بيرې په سپين قبر سيمه کې په امنيتي پوسته لمړى راکټونه وداغل او بيا يې پرې لاسي بمونه وغورځول. دپوليسو دمشر له مخې ددغه بريد سره سم په امنيتي پوسته اور ولگيدو او په پيښه کې دوه پوليس او درې دمليشې عسکر وژل شوي دي. دپوليسو مشر ددغه پيښې پړه سيمه کې په فعاله تندروه مذهبي ډلې لښکراسلام واچوله. سرچينې وائي ددغه پيښې په مهال پوليسو هم په بريدکوونکو ځوابي ډزې کړي دي خو تندلارو ته څه رقم زيان نۀ دى اوښتى. دنهې په ورځ هم دپيښور دمتنو سره نزدې په ازا خيلو سيمه کې دتندلارو او امنيتي عسکرو ترمينځ په يوه نښته کې يو عسکر او يو تندلارى وژل شوي وؤ. بل لوري ته دخيبرايجنسۍ په پرنگ سم کلي کې افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته تيل وړونکى ټانکرپه بم الوځول شوى دى. دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شفيرالله وزير په دغه هکله ويلي دي چاؤديدونکي مواد دټانکر په وروستۍ برخه پسې ديو مقناطيس له لارې تړل شوي وؤ. هغه وويل دچاؤدنې له امله 40,000 ليټره تيل سوځيدلي دي خو په پيښه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې. په خيبرايجنسۍ کې دمنگل باغ په مشرۍ دلښکراسلام ډله زيات فعاليت لري او دغه ډله دپاکستان حکومت غيرقانوني گرځولې ده. په تيرو وختونو کې هم دغلته ناټو ته دځمکې له لارې په سامان وړونکو کنټينرونو تندلارو بريدونه کړي وؤ چې وروستو په خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو ددغو تندلارو په ضد عمليات وکړل چې په دغو عملياتو کې تندلارو ته کوم ډاگيز زيان نۀ ؤ رسيدلى. دلښکراسلام ترڅنگ په دغه قبائيلي سيمه کې يو شمير نورې وسله والې ډلې هم فعاليتونه کوي او دغه ډلې زياتره پخپلو کې هم ديو بل سره داختلافونو په اساس نښتې کوي. د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې د شورو (چارشنبی) په سحر شکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دتندلارو په ګاډو او يوه ځاله بريدونه ترسره کړي چې پکې د لمړيو راپورونو له مخې لږ ترلږه نهه شکمن جنګيالي وژل شوي دي. د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو لخو لمړى دشمالي وزيرستان مرکزي ښار ميرانشاه سره نزدې په همزونۍ سيمه کې دتندلارو يوه ځاله او دوه ګاډي په نخښه کړل شول چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي دي. سرچينې وائي په دغه بريد کې دتندلارو په ضد تر څلورو پورې ميزائيل داغل شوي دي. 50 منټه وروستو جاسوسي الوتکې دميرانشاه لويديز لوري ته 25 ميله لرې په ميزر مداخيل سيمه کې دتندلارو په يو ګاډي 3 ميزائيل وداغل چې له امله يې 3 تندلاري ووژل شول په دغو دواړو بريدونو کې ګڼ شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي. په دغو بريدونو کې تر دې مهاله دوژل شوؤ کسانو پيژندګلو نۀ ده شوې او نۀ هم دا په ډاګه شوې چې په وژل شوؤ کې کوم لوړپوړى طالب مشر هم شامل دى که نه؟ يوه ورځ دمخه هم دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دډرون په يو بريد کې 10 تندلاري وژل شوي وؤ. سږ کال دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا 20 دجاسوسي الوتکو بريدونه ترسره شوي چې په دغو ټولو بريدونو کې دشمالي وزيرستان دننه يا دجنوبي وزيرستان په ليکه کې دتندلارو مرکزونه په نخښه کړل شوي دي. دکال 2008ء داګست مياشتې څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په مرکزونو ترسره شوؤ 92ؤ دډرون بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ګډون د812 څخه زيات کسان وژل شوي دي او پاکستاني چارواکي ادعا لري چې دبيت الله محسود څخه وروستو دهغوي بل مشر حکيم الله محسود هم دروان کال دجنورۍ په 14مه نيټه ترسره شوي دډرون بريد کې وژل شوى دى خو طالبانو دخپل مشر دوژل کيدو ترديد کړى دى. د پښتونخوامشر وزير بشيراحمد بلور وايي امنيتي ځواکونو دشپږو مياشتو په لنډه موده کې د ترهگرو دقوماندې توان لۀ مينځه وړى اؤ اوس دغه ترهگرپه وړو وړو ډلگيو کې ويشل شوي اؤ په ځانله سر فعاليتونه کوي. د شورو په ورځ په پيښورکې دپوليسو د مرکز دننه تندلارو سره په نښتوکې دوژل شوؤ عسکرو دجنازې دنمونځ څخه وروسته خبريالانوسره خبرو کې ښاغلي بلور وويل په صوبه کې دامنيتي ځواکونو دقربانيو له امله دامنيت وضعه تر ډيره حده ښه شوې ده. هغه وويل دترهگرۍ په ضد روانه جگړه ديوې صوبې نۀ بلکې دټول هيواد او نړيوالې ټولنې جگړه ده. هغه وويل مونږ دغې جگړې ته په اخلاص سره مټې رابډ وهلي او زيات زيانونه مو وليدل خو ترهه گرو ته مو سرونه ټيټ نۀ کړل. په دغه مهال ښاغلي بلور تندلارو سره په نښتو کې دوژل شوؤ عسکرو دکورنيو دپاره دديرشو ديرشو لکو روپو او يو يو پلاټ دمرستې اعلان وکړو. هغه وويل دوژل شوؤ عسکرو دکورنيو يو يو غړي ته به نوکري هم ورکړل کيږي. دپختونخوامشر وزير دتندلارو دواک اختيار دختمولو دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې نن دشورو په ورځ هم دپيښور سره نزدې په سپين قبر سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو په بريد کې پينځه عسکر وژل شوي دي. بلخوا ته د امريکائي سينيټ په وړاندې پخپل بيان کې امريکائي کمانډر منلې ده چې 2010م به افغانستان کې دروانې جگړې په حواله يو سخت کال وي،ځکه چې طالب جنگيالي به دمهمو سيمو پخپل واک کې دساتلو لپاره کلک مقاومت کوي. هغه دامريکا قانون جوړونکو ته په ډاگه کړې ده چې هغوي بايد په افغانستان کې په عاجله توگه د جنگونو او اړي گړي دله مينځه وړلو هيله ونۀ لري. نوموړي وويل په روان کال کې به نړيوال ځواکونه دطالبانو په ضد برياليتوبونه ترلاسه کوي خو هغوي به دسختو جنگونو او کله کله په دغه جگړه کې دزيان سره هم مخ کيږي. هغه افغان پوځونو ته دامنيت دذمه وارو سپارلو په هکله دجمهوررئيس براک اوباما دپريکړې دملاتړ په ترڅ کې وويل په دغه لړ کې دافغانستان په پوځ کې زياتوالى او دهغوي تربيه يو مهم کار دى. جنرال پيټرياس دطالبانو او القاعده دجنگيالو په ضد دپاکستان اوسني گامونه زړۀ پورې وبلل او وې ويل دافغانستان او پاکستان په گډه پوله دامريکائي پوځيانو ترمينځ همکارۍ تندلارو دپاره ديو هيواد څخه بل هيواد ته اوښتل گران کړي دي. دمينځني ختيز او مينځنۍ اسياء دپاره دامريکائي پوځونو کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس وويل چې اتومي وسلو جوړولو په هڅو کې دځنډ راتللو له امله هيله ده چې ايران به په روان کال کې داټوم جوړونې عمل ترسره نۀ کړل شي. هغه وويل خو بيا هم پوهيږي چې ايران دسيمې دثبات دپاره هم هاغه راز يوه ستره خطره ده او دغه هيواد په عراق ،لبنان،غزا او تر يوه حده په افغانستان کې دتندلارو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړى دى. نوموړي وويل په عراق کې روانه جگړه کې کوټلى پرمختگ شوى دى او په روانه مياشت کې چې دغلته کومې ټولټاکنې شوي دي هغه دنورو ټولټاکنو په نسبت زياتې امن ناکه وې. امريکائي کمانډر خبردارى ورکړو چې اوس هم تندلاري په عراق کې دستونزو رامينځته کولو توان لري. دهغه وينا وه امريکا داگست تر پايې په عراق کې دخپلو پوځيانو دشميرې 96ؤ زرو څخه 50ؤ زرو ته دراکمولو په هوډ ولاړه ده. بی بی سی : د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې نن سهار (چهارشنبه/شورو د مارچ ۱۷مه) د سالنګ په چهار مغزک سيمه کې يو بس موټر له سړکه وتلی چې لږ ترلږه ۳۵ مسافر پکې وژل شوي . د افغانستان د شمالي بغلان ولايت په سالنګ کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۳۵ مسافر وژل شوي . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي پېښه نن سهار د سالنګ په چهارمغزک سيمه کې هغه مهال وشوه چې يو بس موټر له سړکه ووت . سرچينه زياتوي چې له مسافرو ډک موټر له يوه بار وړونکي ګاډي سره ټکر شو . په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شاملي دي . په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د بغلان ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي . د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بللې ده . د تېرې فبرورۍ په لومړيو کې سالنګ کې د واورو د ښويېدو او سخت توپان له امله لسګونه کسان مړه شوي وو او سلګونه مساپر او ګاډي تر واورو لاندې بند پاتې وو . Source: Deewa and BBC- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته