(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر کبیر ستوري پرمړینه دخواشيني او خپګان څرګندونه

[07.Apr.2006 - 06:56] سپرغۍ دهیواد دستر پښتون عالم ارواښاد کبیرستوري پر مړینه خپل ژور غم او خپګان څرګندوي، ارواښاد ستوری دپښتنو یوتکړه او روڼ اندی ليکوال ،شاعر او سياست پوه ؤ چی دپښتو ادب د پیاوړتیا او دپښتنو دبیدارولو او پوهولو په لاره کی بی ساری هلی ځلی کړی، ارواښاد په پښتو ژبه ډير ارزښتنناکه او ګټور آثار له ځانه په ميراث پري ايښي دي چۍ دا پښتو ادب او فرهنګ ته د هغه ښه او غوره سوغات بلل کيدي شې. دهغه په مړینه دهغه ټول دوستان غمجنه شوي او دلوی خدای جل جلاله دربار ته دهغه روح دپاره دعا کوي. اروا یی ښاده او یاد یی تل ژوندي اوسه. په درنښت سپرغۍ -
بېرته شاته