(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې غونډه جوړه کړه

[22.Mar.2010 - 16:33] د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې، د مارچ په 21مې 2010 ،د کولن/هیورت ښار کې د 1389 لمریز کال په ویاړ، یوه غونډه جوړه کړه، له بلې خواه ، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه دوولس کلنه شوه. په همدې غونډه کې د ټولنې دولسمه کلیزه هم ونمانځل شوه. بیا مشاعره ترسره شوه، او په پای کې د ګران هیواد افغانستان په ورستیو سیاسي حالاتو، خصوصآ د ریچارد هولبروک په وروستیو مغرضانه څرګندونو،پراخ بحث وشو اودا ځرګندونې په پوره شدت سره وغندل شوي . دغونډې چلوونکی د ټولنې مرستیال او د مشرتابې جرګې غړی ښاغلی ډاکټر صاحب شیرولي شیر وو. ښاغلي ډاکټر د ښاغلي هاشمي څخه هیله وکړه،چې غونډه د قران کریم په مارکو آیاتونو سره پرانیزي. ښاغلي سید هاشم هاشمي،غونډه د قران کریم په سپیڅیلو آیاتونو تلاوت سره پرانیسته ښاغلي ډاکټرشیرولي د هاشمي صاحب څخه په مننې سره، ښاغلي استاد حسن ، د ټولنې مشر ته بلنه ورکړه ،تر څو خپله پرانیستونکې وینا واوروي. وروسته د ټولنې مشر ښاغلي استاد انجینییر سید حسن، د ټولنې پرانیستوکې وینا په هر اړخیزه توګه،د ټولنې د جوړیدو، موخو اوفعالیتونو په هکله واوروله. استاد وفرمایل: ٬٬ 1- ټولنې،په بیلابیلو علمي،تاریخي اوادبي برخو کې تر 12 زیاد لوی نړیوال څیړنیز سیمینارونه جوړ کړي دي. په همدې توګه تر10 ډیری کوچنې غونډې جوړې ، او په همدې شمیر یې د هیواد د وتلوعلمي ، ادبي او فرهنګې شخصیتونو ویاړغونډی او ادبي ماښامونه جوړ کړی دي. 2 - ټولنې تر 120عنوانه ډیر با ارزښته ( طبي، ساینسي،تاریخي،دینې او ادبي ) کتابونه، د چاپ پر ګاڼه سمبال کړي دي.ددې جملې یوازي ډاکتر صاحب ماخان شینواري 10 عنوانه کتابه،او پوهاند صاحب ماموند 3 عنوانه علمي کتابونه لیکلي دي. 3- تیر کال، ټولنې د ځوانانو څانګه افتتاح کړه.د ځوانانو څانګې په خپل وار د هیواد وتلي شاعر علي ګل پیوند په ویاړ د لمر ګل تر سرلیک لاندې ادبي ماښامی جوړ کړ. 4 – همدا راز تیر کال د مشرتابه ډلې په مرسته او مشوره د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر څانګه هم جوړه شوه. 5 – ټولنې، د هیواد د ملي ګټود ساتلو دپاره په بیلابیلو حساسو شیبو کې د اعلامیو ،قطعنامو او احتجاج لیکونو په ترڅ کې خپله ملې – تاریخي رسالت تر سره کړی دی. 6 – په تیر کال کې د شهید داوود خان د سلمې کلیزه نړیوال، څیړنیز سیمینار جوړ او په دې ویاړ 10 عنوانه کتابونه چاپ شول. 7 – ټولنې د هغو ښاغلو ، چې ټولنې سره یې مادي مرستې او بسپنې کړي وی (ښاغلی محمد عارف بیان، ډاکټر صاحب ایمل صافی او ډاکټر صاحب همایون همت ) څخه ،د مننلیکونو په ترڅ کې مننه څرګنده کړه. 8 – ټولنې، ډیر نور غوره ملي خدمتونه هم تر سره کړي دي. همدا راز ټولنې، د هیواد په دننه کې د یو شمیر علمي،فرهنګي او ادبي ټولنو په جوړیدو کې په فعاله توګه برخه اخیستې ده. ٬٬ ښاغلي ډاکټر صاحب شیر ولي شیر، د استاد د هراړخیزې وینا څخه مننه وکړه او د ټولنې د مالي چارو مسوول او د مشرتابې جرګې غړي ښاغلي ډاکټر رمضان سعادت څخه یې هیله وکړه، تر څو د ټولنې د تیر کال مالي راپور وړاندي کړي. ښاغلي ډاکټر رمضان سعادت د ټولنې مالې راپور وړاندې کړ او په دې اړوند یې د تیر کال په مالي چارو، بیلانس اوفعالیتونو مفصل بحث وکړ او اړوند پوښتنو ته یې ځوابونه وویل . وروسته تر هغه د ټولنې د چارو د ښه کیدو په اړه د ټولنې د غونډې برخوالو او مشرتابې جرګې ترمینځ مفصله مباحثه تر سره شوه. د ټولنې د چارو د لا ښه کیدو دپاره هراړخیزاو عملي وړاندیزونه وشول. ښاغلی ډاکټر شیرولي، د مشرتابه جرګې غړي ښاغلي محمدا جان یار څخه هیله وکړه، تر څو د مشاعري د چلولو چاري تر سره کړي. ښاغلي یار د ښه راغلاست او څلوریزو وړاندې کولو وروسته، ښاغلي ډاکټر ماخان شینواری ته بلنه ورکړه تر څو خپل شعر ولولي. تر هغه وروسته ښاغلي حاجي صاحب مبارز صافي خپل پسرلنی ښکلی شعر واورولو. بیا ښاغلي رمضان سعادت، د میړنې پښتنې ځوانې خواوچتې شاعرې ( د آریوب شملې) آغلي بلینډه بدرۍډیر په زړه پورې،د افغاني برم او غیرت څخه ډک شعر ولووست. ترهغه وروسته ځوان شاعر ښاغلي انجینییر مطیع الله رووفي د اوچت شاعر ښاغلي رحمت شاه سایل خواږې څلوریزي واورولي. اوپه پاي کې ښاغلي یار صاحب خپل ښکلی پسرلنی شعر ( راشه پسرلیه ...... ) دکلمه کړ. پدې ترتیب د مشاعرې برخه پای ته ورسیده. ښاغلی ډاکټر صاحب شیرولي شیر بیا دغونډې د چلولو مسوولیت پر غاړه واخیست . پدې برخه کې دغونډې برخوالو د هیواد پر سیاسي مسایلو خصوصآ د ریچارد هولبروک پر وروستیو د غرضه ډکې مرکې، تاوده بحثونه وکړل. ریچارد هولبروک د مارچ پر پنځمه نیټه د هاروارډ فوروم ته په یوې مرکې کې ویلی وو چې: ٬٬ طالبان د پښتني ټولنې زېږنده دي اوپه هره کورنۍ کې داسې څوک شته چې له طالبانو سره تړاو لري، افغان ولسمشر حامدکرزى هم پښتون دى، ځکه خو نوموړى غواړي له طالبانو سره سوله وکړي٬٬ هولبروک طالبان پښتانه بولي او پښتانه طالبان . هولبرووک د سولې بهیر ردوي او پښتانه او طالبان په یوه بل کې مدغم بولي او د کرزي د سولي کوښښونه د کرزي په پښتونولې کې ویني. اوس پوښتنه دا ده چې: آیا دا د آمریکا د چارواکو رسمي نظر ده؟ که داسي وي، بیا نو مسله حل ده. دوی به نه غواړي، چې افغانستان ته سوله راشی . اما !!!! که دا څرګندونې، دې ریچارد هولبروک شخصي نظر وي؟؟ ، بیا خو ضروري خبره دا ده، چې ولي داسي یو سیاستوال او دیپلومات په داسي یوي مهمې دندې ګمارل شوی ده، چې بې مسوولیته، تخریش کوونکې او ویجاړونکې خبري کوي.په دې صورت کې دې ډیر ژر هولبروک معزول شي . دغونډې ټولو ګډونوالوپه یوه خوله اوجدیت سره د ریچارد هولبروک دا بی مسولیته او ورانوونکې څرګندونې وغندلې او تقبیح یې کړې. هو!!! یوې مسلې ته د هولبروک او د دوی ډلې، جدې پاملرنه غواړوو ، هغه داچې: ....... افغانستان بالکان نه دی.!!!! غونډه د شپې په 22:00 بجودښاغلي حاجي صاحب فضل رحمن شیر په دعایه وینا سره پای ته ورسیده.
- ډاکتر رمضان
بېرته شاته