(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا د نوم د مخالفت غندنه او افغان کډوالو ته د اوسیدو اجازت

[26.Mar.2010 - 20:36] ډیوه: د پاکستان بيلابيلوسياسي گوندونو دپاکستان په اساسي قانون کې داصلاحاتواؤ دصوبه سرحد دنوم پښتونخواايښودلوسره په مخالفت ښودلو دمسلم ليگ(ن) ګوندغندنه کړې ده اؤ ددغه ګوند دمشرميانوازشريف رويه يې دتعصب څخه ډکه گرځولې ده. دپاکستان دجمهور رئيس وياند سناتور فرحت الله بابر دنوازشريف دپريس کانفرنس په اړه پخپل غبرگون کې ويلي دي نوازشريف د اوولسم ترميم په ختمولوکې سنجيده نۀ دى اؤ د هغه په څرگندونو مايوسه شوي دی. دپاکستان داطلاعاتومرکزي وزير قمرزمان کائره وايي په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټۍ غونډه کې د صوبه سرحد دنوم څخه پرته په ټولو چارو اتفاق پيدا شوى ؤ خو دنوازشريف مطبوعاتي کانفرنس قام ودردولو. خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي کائره ويلي دي داسې کوم گام اخستل نۀ دي پکار چې لۀ امله يې داساسي قانون داصلاحاتو عمل ته زيان ورسيږي. هغه هيله ښکاره کړه چې نوازشريف به پخپل دريځ بيادسره نظر واچوي اؤ دصوبه سرحد دنوم معامله به هم هواره شي. دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په دغه اړه خپل غبرگون کې خبريالانو ته ويلي دي دصوبه سرحد دنوم په مسله نرمي ښودل پکاروه . هغه وويل ائين يو مستحکم دستاويز دى اؤ اصل څيز صوبايي خپلواکي ده. دعوامي نيشنل گوند دصوبه سرحد صدر سناتور افراسياب خټک ډيوه راډيو ته وويل پښتونخوا د هغوي دخاورې يو تاريخي نوم دى اؤ زمونږ صوبه پرې په بشپړ ډول متفق ده. هغه وويل کۀ چرې د صوبې دنوم ستونزه هواره نۀ شوه نو نورې چارې به هم په وړاندې لاړې نۀ شي دپيپلزپارټۍ يو بل مشراؤ دمملکت وزير نبيل گبول هم دنوازشريف لخوا دائيني اصلاحاتوسره دمخالفت ښودلوغندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي نوازشريف نۀ غواړي چې داساسي قانون اصل شکل ته د راگرځولو وياړدپيپلز گوند په برخه شي. دعوامي نيشنل گوند داطلاعاتومرکزي سکترسناتور زاهد خان ډيوه راډيوسره په خبرو کې ويلي دي داساسي قانون داصلاحاتوپه کميټه کې په اوولسم ائيني ترميم هيڅ رقم کړکيچ نۀ وخو دمسلم ليگ ن لخوا دغه چاره باندې چيړکول دپوهې څخه بهرخبره ده. دايم کيوايم نوميالي مشراؤ وفاقي وزيرډاکټر فاروق ستار پخپل غبرگون کې ويلي دي چې هغه دنوازشريف په دغه گام سخت درديدلى دى ځکه چې مسلم لیګ (نواز) يوه تاريخي موقعه ضائع کړې ده. د پاکستان په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټې غونډه دجمعې دورځې څخه د شورو دورځې پورې ځنډول شوې ده اؤ ددغه کميټې مشرميا رضارباني ميډيا ته ويلي دي چې د صوبه سرحد دنوم ستونزه به درائيو په اتفاق سره هوارولى شي . هغه وويل کميټې پريکړه کړې ده چې دغه بل یا مسوده به دواړو ايوانونوته وړاندې کولى شي . بلخوا د پاکستان دسرحدي چارو مرکزي وزير نجم الدين خان دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پاکستان کې دميشتو 17ؤ لکو رجسټرډ افغان کډوالو ته په هيواد کې دنورو دريوؤ کلونو لپاره داوسيدو داجازت ورکړې. نجم الدين خان ددغه فېصلې جزئيات په ډاگه کړل او وې ويل چې دغو کډوالو ته دوړاندې څخه د جاري کړل شوی رجسټريشن کارډونو موده دکال 2009م دډسمبر په 31مه نيټه ختمه شوې وه او اوس دوفاقي کابينې دمنظورۍ څخه وروستو به هغوي ته دکال 2012م دډسمبر دمياشتې پورې نوي عارضي کارډونه جاري کولى شي او ددغو کډوالو په رضاکارانه توگه خپل هيواد ته دواپسۍ په هکله به ډير زر پاکستان او افغانستان دملگري ملتونو دکډوالو اداری يو اين ايچ سي ار شريکه يوه تگلاره لپاره ترتيبوي. نجم الدين خان وويل خواؤشا د30ؤ کلونو څخه په پاکستان کې ميشتو دغو کډوالو داوسيدو په موده کې پراختيا په افغانستان کې دامن وامان دموجوده وضعيت په تناظر کې شوې ده خو هغه وويل په افغان حکومت يې هم ټينگار کړى دى چې هغه ديو اين ايچ سي ار او نورو عالمي امدادي ادارو سره په شريکه ددغو کډوالو په افغانستان کې دابادۍ او دهغوي دروزگار لپاره گامونه واخلي. دنجم الدين خان له مخې پاکستان کې درجسټرډ شوؤ 17ؤ لکو افغان کډوالو څخه علاوه په غيرقانوني توگه هم د10ؤ لکو څخه زيات افغانان موجود دي، هغوي به خپل هيواد ته به بيرته ليږلى شي.. دملگرو ملتونو دکډوالو لپاره ادارې دافغان کډوالو په پاکستان کې داوسيدو په موده کې دپاکستان دحکومت لخوا دغه پريکړه ستائيلې ده. دادارې له مخې د2002ء څخه تراوسه افغانستان ته 35 زره افغان کډوال تللي دي دپاکستان حکومت عالمي ادارو او په ځانگړې توگه يو اين ايچ سي ار ته ويلي دي چې هغوي په راتلونکو دريوؤ کلونو کې دافغان کډوالو خپل هيواد ته په بيرته ستنولو کې دمرستو ترڅنگ دهغوي په پاکستان کې داوسيدو په مهال دمتاثره شوې ځایونوپه بياابادولو کې هم دحکومت مټې مضبوطې کړي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته