(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد قيام الدين خادم دېرشم تلين ونمانځل شو

[28.Mar.2010 - 21:55] پژواک :د پښتو ادب د اسمان د يوه ځلانده ستوري مولانا قيام الدين خادم دېرشم تلين د وري په ٤مه، د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو . دغه غونډه په فرهنګي چارو کې د ولسمشر د سلاکار وزير زلمي هېوادمل او د ننګرهار والي په مرسته د ختيځې سيمې د ليکوالو د ټولنې لخوا جوړه شوې وه. د غونډې په پيل کې سلاکار وزير او ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د ولسمشر حامد کرزي پيغام ولوست په پيغام کې ولسمشر، استاد خادم د افغاني فرهنګ درنه هستي بللې او ويلي يې و، چې استاد خادم په خپلو افکارو د ادبي ژوند تياره ګوټونه رڼا کړي و . د ختيځي سيمې د ليکوالو د ټولنې مشر او د ننګرهار پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ده ټولنه به د استاد قيام الدين خادم دولس ټوکه ناچاپ اثار په نږدې راتلونکې کې چاپ کړي . نوموړي وويل، چې خادم ځوان نسل ته په خپل شعر او نثر کې رښتينولي، جرات او کلک هوډ د پيغام په توګه پريښي دي .د ولسي جرګې غړې او ليکوالې صفيه صديقي په خپلې وينا کې وويل، چې قيام الدين خادم نه يواځې شاعر او ليکوال و، بلکې له اردو، دري او عربي ژبو څخه يې د پښتو ادب بېلا بېلو ژانرونو ته خدمت کړى دى . صفيه صديقي وويل، چې د وخت حکومتونو تردې دمه د استاد خادم حق نه دى ادا کړى نوموړې له دولت غوښتنه وکړه، چې د خادم په نوم دې پوهنتون، کتابخانې، واټونه او د عامه خدمتونو مرکزونه ونوموي . نوموړې د قيام الدين خادم پر کورنۍ غږ وکړ، چې د هغه ناچاپ اثار دې ادبي ټولنو ته د چاپ په موخه په واک کې ورکړي . د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي رييس معروف شاه خان شينواري وويل، چې استاد خادم تر پنځه ويشت ټوکه زياته چاپ او ناچاپ اثار لري . نوموړي د خادم ناچاپ اثار مکارم الاخلاق، مکالمات، د پښتونولۍ کور، اجتماعي ټولنه، ادبي کيسه، سورګل ډرامه او نور وبلل . معروف شاه خان شينواري وويل، چې استاد خادم په صرف، نحوه، منطق، فقه، حديث او تفسير په علومو کې ډېرې زده کړې وې . نوموړي وويل، چې خادم پنځلس کاله د زده کړو په موخه په پردېسۍ کې تېر کړي دي . هغه زياته کړه، چې استاد خادم په ١٣٠٤ کال کې ښوونکى، په ١٣١٢ کې د کندهار ادبي انجمن غړى، په ١٣١٥ کې د پښتو ټولنې غړى، په ١٣١٨ کې د تاليف او ترجمې مدير، په ١٣٢٠ کې د پښتو ټولنې مرستيال، په ١٣٢١ کې د اتحاد مشرقي مدير، په ١٣٢٤ کې د دايرة المعارف د ترجمې مدير، په ١٣٢٩ کې د کندهار د طلوع افغان مدير، په ١٣٣٠ لمريز کال کې د کابل مجلې مسوول او ترهغې وروسته د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدير پاتې شوى و . نوموړي وويل، چې د دې ترڅنګ قيام الدين خادم د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد او د مشرانو جرګې غړى پاتې شوى دى . مولانا قيام الدين خادم د ملا حسام الدين زوى، په ١٢٨٦ لمريز کال کې دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې زېږېدلى و. د يادونې وړ ده، چې استاد قيام الدين خادم په ١٣٥٨ لمريز کال کې د وخت د حکومت له لوري زنداني او د همدغه کال د وږي په مياشت کې د ٧٢ کلونو په عمر د کابل په علي اباد روغتون کې تر مړينې وروسته، د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو .- عبدالمعيد هاشمي
بېرته شاته