(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور کی دارواښاد ستوري د کلیزی په مناسبت د ادبی غونډی خبرتیا او بلنه

[29.Mar.2010 - 22:46] پیښور: پښتو عالمی کانګرس Pushto International Congressاو ټرائیبل یونین اف جرنلسټس Tribal union of Journalistsـ پښتونخوا، د پښتو ژبی د نوموړی قامپرست شاعر، لیکوال او مبارز ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د کلیزی په مناسبت د یوی درنی ادبی دستوری تابیا کړی ده ، چی د پښتو ژبی لر او بر نوموړی لیکوالان،ادیبان او شاعران به پکی ګډون کوی.
دا ادبی دستوره / غونډه به د 2010 میلادی کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز په هال کی د ماځیګر په دری نیمو بجو شروع کیږی. پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ، پيښورـ پښتونخوا، تاسو درنو هیوادوالو ته په درنښت بلنه ورکوی چی مونږ سره دارواښاد ستوري د کلیزی په ادبی غونډه کی ګډون وکړی اوپه خپل ګډون سره زمونږ دا دستوره لا درنه کړئ.
په درناوی حميد الرحمن نادان د پښتو عالمی کانګرس د اطلاعاتو اوکولتوری چارو سیکرټر هارون شینواری د ټرائیبل یونین اف جرنلسټس داطلاعاتو سیکرټر
:نیټه دګل ورځ د 2010 میلادی کال داپریل 5 مه .:وخت د ماځیګر دری نیمی بجی.:ځای په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز هال. - هارون شینواری
بېرته شاته