(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو دسوبی نوم په پښتونخوا خیبر بدل شو

[31.Mar.2010 - 16:28] د پاکستان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو کمېټې نن 31 مارچ 2010 نیټه NWFP یانی شمال لودیز سرحدی ايالت نوم په پښتونخوا ـ خیبر بدل کړ. پدغه کمیټه کی د عوامی نیشنل ګوندAwami National Party-ANP له اړخه ښاغلی افراسیاب خټک ،سنیټر زاهد خان او حاجی عدیل هم ګډون کړی ؤ. د پاکستان ټول سیاسی ګوندونه د پښتونخوادنوم سره موافق ؤ ، یوازی دمسلم لیګ ML(n)and ML(q)دواړه ګوندونو ئی په کلکه مخالفت کاوه. د خیبر نیوز د خبر له مخی شریف او چوهدري د پښتونخوا خيبرPakhtunkhwa-Khyber نوم منلی دی . چی نن دچهارشنبی په شپه اته بجې به په رسمي ډول اعلان شي د ډیوه راډیو د رپوټونوله مخی په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټې دمشر سناتور رضا رباني په مشرۍ کې دصوبه سرحد لپاره دنوي نوم خيبرپښتونخوا په ايښودلو اتفاق شوې ده. د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت، د عوامي نیشنل گوند ANPد اطلاعاتو سېکتر او سېنټر زاهد خان ویلي سیاسي گوندونه په دې رضا شوي چې پښتنو ته خپل نوم ورکړي. هغه وویل د ایني اصلاحاتي کمیټۍ د غړي په توگه هغه اعلانونه کولی نه شي. خو پښتنو ته به اوس تشخص ورکړې شي. دسرچينو وينا ده غونډه کې دنورو مهمو خبرو ترڅنگ زيات غور دصوبی لپاره دنوي نوم په ټاکلو وشو او دغونډې برخه وال دخيبر پښتونخوا نوم ايښودو باندې سلا شول. دصوبې دنوم دبدلون په اړه چې کله ډيوه ريډيو په صوبه کې دواکمن عوامي نيشنل گوندANP دمرکزي کشر سکرټرهاشم بابر څخه وپوښتل نو هغه وويل په نننۍ غونډه کې ټولې خواوې دصوبې لپاره دنوم په بدلون اتفاق ته رسيدلي او ماسخوتن 8 بجې به په دغه اړه رسمي اعلان وشي هاشم بابر وويل پاکستان مسلم ليگ(ن) په تيرو ورځو کې عوامي نيشنل پارټۍ ته ويلي ؤ چې هغوي دخيبرپښتونخوا په نوم متفق دي او اى اين پي په دغه اړه دمسلم ليگ سره خبرې اترې سرته رسولي دي هغه وويل هر څو کۀ پښتونخوا ددې خاورې تاريخي نوم دى خو دمجبوريت له امله مونږ تيار يو چې خيبرپښتونخوا ته هم غاړه کيږدو دغه رنگ د پېپلز گوند PPP( شېرپاؤ) ډلې مشر افتاب شېرپاؤ هم خېبر پختونخوا نوم ردکړی او وایي دوي په صوبایي اسمبلۍ کې د پختونخوا نوم کېښودو قرارداد منظور کړی وو خو هغه په ډاگه نۀ کړه چې نوى نوم به څه وي. دپاکستان مسلم ليگ(ق)ML(Q) صوبائی صدر امير مقام خان چی دا هم پښتون دی ډيوه ريډيو ته وويل عوامي نيشنل گوند او مسلم ليگ(ن) په خيبرپښتونخوا متفق شوي خو دهغوي گوند په دغه نوم باندې سخت تحفظات لري او تيار نۀ دى چې په صوبه دغه نوم کيښودل شي. انجنئير اميرمقام وويل کۀ په صوبه خيبرپښتونخوا نوم کيښودل کيږي نو دهغوي دډلې غړي به په دغه هکله اختلافي نوټ ليکي او هم به په اسمبلۍ کې ددې په ضد رايې کاروي. امير مقام چی په خټه پښتون دی دا دريځ خپل کړو چې ددغه نوم سره به په صوبه کې يو شمير نورې لانجې سر راپورته کړي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته