(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا دی ټولو پښتنو ته مبارک وی

[01.Apr.2010 - 14:42] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party - PSDP ټول پښتون قام ته، د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو ،د پښتونخوا مئنانو دپښتنو قامپرستو مشرانو ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وائی. او دا بری چی «دا خاوره د پښتون به پښتونخوا په نوم یادیږی» د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه. د پښتونخوا نوم دی د نړئ په ګوټ، ګوټ، کی ټولو پښتنو ته مبارک وی
په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

د مبارکئ پیغام

Presidential Secretariat of Pashtoons Social Democratic Party-PSDP

د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ صدر، د مشرانو جرګه او ټول غړی د پښتنو قامی مشر او د عوامی نیشنل پارټئ مرکزی صدر ښاغلی اسفند یار ولی خان ته د خیبر پښتونخوا «پښتونخوا» مبارکی وائی دغه راز پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو ، ټول پښتون قام ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وائی، اود عوامی نیشنل ګوندAwami National Party (ANP) دمشرانو او په ځانګړی توګه د ښاغلی اسفندیار ولی خان د مدبرانه قامی سیاست دزړه له تله ستاینه او قدردانی کوی. پښتنو ته د خپل پيژند لاسته راوړنه د پښتون ملت اود پښتنو دمشرانو ستر ارمان ؤ دملی رهبر خان عبدالولی خان بابا، خان شهید عبدالصمدخان بابا اودباچا خان بابا د عدم تشدد د غورځنګ لارویانو پښتنو قامی مشرانو خپلی خاوری ته د خپل نوم او د پښتنو دحقوقو دلاسته راوړنی او دپښتون قامی وحدت لپاره نه هیریدونکی مبارزه کړی، ډیري ستري قربانئ ئي ورکړی او په همدی ارمان ئي لدی فانی نړئ سترګي پټی کړي خو دادی نن ددغه قامی مشرانو یو ارمان پوره شو او روحونه ئی خوشاله دی. د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی دا بری د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه. پښتونخوا ،پختونخوا،پختون خوا، پښتون خوا،پښتونخوا،پشتون خوا دی د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو ته مبارک مبارک وی په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

نوره واړه پښتونخوا په ځای میشته ده دا یو زه دی زمانی پکی منصور کړم خوشال خان بابا
د احمدشاه بابانه ډیر وړاندی دی خاوري ته بابا هوتک په خپل یو نظم کی پښتونخواویلی دی

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی مـــغـــل راغـــــلـــی پـه تـلـــــوردی په پښتونخوا کی جوړ ناتار دی ای د مرغئ «۱» غښتلیــو راشئ په ننګ ولاړ د پښتونخوا شئ
ــــــــــــــــــــ « ۱» غوره مرغۍ یا غوره مرغه
د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم زما د ښکلي پښتونخوا د غــرو ســرونه احمد شاه بابا

پــښتون فـــیصله وکړه دی کـــــی بـلــه نــه ځــائـــیــږی دا خاوره د پښتون به پـښـتونــخوا په نوم یادیــــــږی دا حق د هر یو قام دی چی په خپل نامه ئی ملک وی او ژبــه ئــی د مــلــک پــه دوتــرونــو کـــی چــلــیـــږی تر څو چی پښتانه او پښـتـونخـوا وی ویشـل شـوی نــو امــن مــنــطــقــه او پــه په نړئ کی نه ټـیـنګــیـږی د امــن لــه خــاطــره دا ویــش نــور نــه پاتــی کـیــږی دا واړه پــښــتــانــه پــه یــو مــرکــــز بـاندی ټولیـږی د وخـت دا تقاضا ده «ستوری»وائــی دا بــه کـیږی نـقـشه کـی د نـړئ د پـښـتـونـخـوا نوم لیکل کیږی کبیر ستوری

که ټوله پښتونخوا د اباسین سندره وائی دا ستا په صداقت کی محبت دی ځکه خوږ دی پروفیسر اباسین یوسفزی

ستـــــا د عشق د وينـو ډک سوه ځګرونه ستا په لاره کښې بــايلي زلمي سرونـــــــه تــــاتـــــه را سمه زړګی زمـــــا فــــارغ سي بـــــېله تــــــا مي انـــــدېښنې د زړه مارونه کــــــه هر څو مي د دنيا ملکونه ډېر سي زما به هېر نه سي دا ستا ښکلي باغونه د ډهلي تــخت هېرومــــــه چي را ياد سي زما د ښکلي پښتونخــــــوا د غرو سرونه ستر احمدشا بابا
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته