(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پرون او نن پښتنو د خپلی سوبی نوم پښتونخوا په خوشالئ ونمانځه

[01.Apr.2010 - 20:02] ډیوه:داپریل په لومړئ نیټه د زيارت(پنجشنی) په ورځ دسوبه پښتونخوا په گډون په بلوچستان او نورو ځایونو کی کې دخيبرپښتونخوا دنوم ترلاسه کيدو په لړ کې گڼ شمېر پښتانه دخپلی سوبی نوم په خوشحالۍ لمانځي.
په دغه خوشحالیو کې د عوامي نيشنل پارټۍ او پختونخوا ملي عوامي پارټۍ فعالین په لوې شمېر کې گډون کوي په دې لړ کې دپيښور په قيوم سپورټ کمپليکس کې دعوامي نيشنل پارټۍ له لوري دجشن يوه دستوره شوې ده ددغې دستورې پيل ددې ملي نغمې څخه ؤ ” مونږ يو دخيبر زلمي، پښتو زمونږه شان دى “ په دغه دستوره کې دعوامي نيشنل پارټۍ دمشرانو ترڅنگ فعالينو دډولونو مخې ته سرې ټوپۍ پسر اتڼونه وکړل داتڼ په دستوره کې دصوبه پښتونخوا دلوبو او کلتور وزير سيد عاقل شاه او داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم برخه لرله دستوره کې سيمه ييزو هنرمندانو دپښتو ملي ترانې ووئيلې او داى اين پي کارکنانو دهغوي مخې ته دخوشحالۍ نڅاه گانې وکړې
ددې ترڅنگ په چارسده،مردان او دصوبه پختونواپه نورو بيلا بيلو سيمو کې هم داى اين پي دکارکنانو لخوا دخوشحالۍ نمانځنه په بيلا بيلو طريقو شوې ده په يو شمير سيمو کې داى اين پي کارمندانو په سړکونو دډولونو مخې ته نڅاه گانې کړي او په ځينو سيمو کې دهوائي ډزو په کولو سره هم دخوشحالۍ څرگندونه شوې ده. همدغه راز دسندهـ ايالت په کراچۍ او حيدر اباد ښارونو او دبلوچستان ايالت په کوئټه ، چمن ژوب او نورو بيلا بيلو سيمو کې د پختونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ کارکنانو صوبې لپاره دخيبرپښتونخوا دنوم په خوشحالۍ جشنونه کړي دي د پاکستان په ائین کښې اتلسم ترمیم څه معنی لری؟ زاهد بونېری پېښور: د سرحد ايالت نوم خېبر پښتونخوا پکار دی، د پاکستان د ائين نه د ضیاء الحق نوم لرې ضروری دی او د صدر نه د پارليمان د ړنګولو اختيار هم باید واخیستل شی. دا هغه سفارشات دی چې د پاکستان په ائين کښې د سياسي جماعتونو په شريکه جوړه کړل شوې ائيني کميټئ پارلیمان ته سفارش کړی دی دا ټول ټال يو اتيا ترميمونه دي او واړه سياسي جماعتونو دا سفارشونه بيګا شپه لاس ليک کړي دي. په دې کښې مهم توکي د اوولسم ترميم او د صدر پاکستان سره د پارليمان ړنګولو د اختيار ختمول، د صوبائی خودمختارئ په باب له ځنې پرېکړې او په ائين کښې د شمالي مغربي سرحدي صوبې نامه "خېبر پښتونخوا" ايښودل دي. د پاکستان صدر ښاغلي اصف زرداري په دې اصلاحاتو خپله خوښي ښکاره کړيده او ډېر زر به پارليمنټ ته په خپله وينا کښې د مشرف په دور کښې صدارتي محل ته د راوړل شوو ځني اختياراتو نه د لاس په سر کېدلو اعلان کوي. په 13 نومبر کال 1997 باندې د پښتونخوا صوبائي اسمبلئ په يو قرارداد کښې ددې غوښتنه کړيوه چې دې صوبې له دې د پښتونخوا نامه ورکړل شی۔ کم و بېش څه دولس کاله پس دا قرارداد په بدل شوې شکل کښې عملي کیږې خو ددې سره سره ځنې خلقو په دې ناخوښې ښکاره کړېده او لکه پخوانی وزیر داخله او د پیپلز پارټئ د خپل ګوند سرمشر ښاغلی افتاب احمد خان شېرپاو ګڼې چې باید د صوبائی اسمبلۍ د قرارداد په رڼا کښې دې په دا صوبه د پښتونخوا نامه کېښودل شی خو د پاکستان مسلم لیګ محمد نواز شریف او د هغه ملګری په دې خبره کښې ملګېرتیا نه کوی او ځکه د جمیعت علما اسلام سر مشر مولانا فضل الرحمان وائی چې د خېبر پښتونخوا نامه (تخت لاهور) اېښودلې ده۔ کوم یو ائینی ترمیم چې منظورئ ته تیار دی په هغې کښې او پنځويشت مرکزي وزارتونه د صوبو په ولقه کښې ورکول، د اوولسم ائيني ترميم او د کنکرنټ لسټ اعدام کولو، د صوبه سرحد نامه خېبر پښتونخوا ته اړولو، د ججانود ټاکلو لپاره اووه تنيز جوډيشنل کميشن، په پلازمينه اسلام آباد کښې د فيډرل کورټ رغوڼه، د وزارت عظمي او وزارت اعلي لپاره په دريم وار د يو سړي د انتخاب د لارې نه بندېز لرې کول، په ملک کښې د هنګامي صورتحال د اعلان په باب له د قامي او واړه صوبائي اسمبلو قراردادونه لازمي ګرځول، د پخواني ډکټېټر جنرال ضياء الحق ليکلې نامه ويستل او د دريواړو عسکري مشرانو، چئيرمين جوائينټ اسټاف کميټي ټاکنه د وزير اعظم د مشوري سره تړل د ذکر وړ دی. ددې نه علاوه به ارضيات، معدنيات او نور قيمتي څيزونه د مرکز سره سره د صوبو په ولقه کښې د ورکولو شفارش هم شوی دی. د پاکستان صدر قامي جرګه يعني پارليمان صرف د وزير اعظم په مشوره سره ړنګولی شي. او په دې حقله هغه ائيني شق چي 58 دوبي ورته وئيل کيږي، به ختم شي، د کوم په وسيله چې به دی خپل واکه وۀ او څه وخت به ئي هم يو حکومت ړنګولی شو. د نوي ترميم مطابق به په ائين کښې ليک کنکرنټ لسټ ختم کړل شي. ددې په نتيجه کښې به صوبې په انتظامي، سياسي او مالي معاملاتو کښې څه ناڅه خود اختياري اومومي او څه کم و زيات پنځويشت محکمی يا وزارتونه به د صوبو واک ته راوړل شي. ګورنران به هم صدر د وزير اعظم په مشوره سره اخلي ولې دا چې دا مشوره اخيستل د صدر د پاره لازمي ګرځول شوې ده. ليکل شوي دي چې حکومت د نړئ د مالياتي ادارو نه چې کومه قرضه اخلي، پارليمان به ددې څارنه کوي. او صدر به د ځان سره صرف هغه اختيار ساتي کوم چې ورته د کال 1973 په ائين کښې سپارلی شوی وه. باقي واړه اختيارات به د وزير اعظم چې عوامی نمائنده دی، په جولۍ کښي پريوځي. د پنځو کالو نه تر شپاړلس کالو پورې تعليم به لازمي او مفت حسابيږي. په دې ترميم کښې يو مشوره دا هم ورکړل شوې ده چې صوبې به خپله د هائيډرو پاور پلانټونه يعني د بجلئ جوړښت پلانټونه لګولی شي. په سروسز باندې سېلز ټيکس به صوبې او په مصنوعاتو لګېدلی سېلز ټيکس به مرکزي حکومت اخلي بل خوا بېګا شپه او نن ټوله ورځ په ګړده پښتونخوا صوبه، کراچی، حېدرآباد او نورو ښارونو کښې قام پرستو د خوشحالئ ډولونه اوغږول او اتڼونه ئې ورته اوکړل۔ د پېښور ښار په قیوم سپورټس کامپلکس کښې د صوبې د اطلاعاتو وزیر مېان افتخار حسېن، د لوبو او ثقافت وزیر سید عاقل شاه سره د عوامی ملی ګوند او پیپلز ګوند د حکومتی او ګوندی نمائیندګانو سره خوشحالئ اومانځلې او ګډاګانې ئی اوکړلې۔ دا وخت د صوابئ په شاه منصور نومې ښار ګوټې او په مردان کښې د وزیر اعلی امیر حېدرخان هوتی د پلار محمد اعظم خان هوتی په کاله کښې د ټنګ ټکور او مشاعرې بندوبست شوی دی او په ګڼ شمېر کښې د پارټئ کارکنان راجمع شوی دی او جشن نمانځی۔ د عوامی نېشنل پارټئ صوبائی سیکتر ښاغلی تاج الدین خان د صوبې د صدر سنیټر افراسیاب خټک په وینا په کارکنانو باندې غږ کړی دی چې هغوئ دې په خپلو ضلعو کښې د خالی په ورځ چې د اپرېل دریمه نېټه ده، د جشن په حېث اونمانځی ولې هوائی ډزو کولو نه دې ډډۀ اوکړی۔ ــــــــــــــــــــــــــــ د پخواني سرحد ايالت لپاره د پښتونخوا له نوم سره د مسلم ليګ نواز او مسلم ليګ ق ګوند مخالفت كاوه چی دلته د نورو ژبو خلک هم اوسیږی كه د ايالت نوم پښتونخوا شي، دوى به په اقليت بدل شي،دعوامی نیشنل ګوند مرکزی صدر ښاغلی اسفندیارولی خان په ځواب کی وویل زه له هغو خلكو يوه پوښتنه كوم چي په سيند، په بلوجستان او پنجاب ايالتونو كې د نورو ژبو خلك نه اوسېږي، زه نن ټول ولس ته په ښكاره دا ژمنه كوم چي د ژبې، سيمې او نسل له مخې به په خيبر پښتونخوا ايالت كې د هيچا حقوق نه غصب كېږي)) اسفنديار ولي خان د پاكستان د هغو ټولو سياسي ګوندونو مننه وكړه چي هغوى د خيبرپښتونخوا نوم له ټاكلو سره ملاتړ ښوولى، . نوموړي د پاكستان د ولسمشر آصف علي زرداري ځانګړې مننه وكړه، ده وویل پښتانه به د ولسمشر زرداري دا احسان هيڅكله هېر نه كړي، چي نوموړي د ولسمشر له ټاكل كېدو وروسته په هره غونډه كې د سرحد پر ځاى پښتونخوا نوم ياداوه او د ملګرو ملتونو په غونډه كې يې هم پښتونخوا نوم واخيست- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته