(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسویلی پښتونخواپه ږوب کي دپښتونخوا جشن

[02.Apr.2010 - 22:51] دنوروپښتون مېشتوسيموپه رنګه دلته په ږوب کي هم دخيبرپښتونخواپه حق کي دپښتونخواملتپال ګونداوعوامي نېشنل ګوندله خوالاريون ،غونډه او درنه جلسه وشوه،چي په کي په سلګونه خلکوګډون کړی ؤ.. مظاهره چينانودښارپرواټونومارش وکړاودپښتونخوازنده بادنارې ئې وهلې . دغه جشنی غونډې ته مولوي سلطان خروټي،عبدالقيوم اېډوکېټ،جمال لالابشرمل،عزيزلالا،ملک شيخ محمديارخان مندوخېل،رشيدسيال کاکړ،حاجي اکبرخان مندوخېل،محبوب الله ځلانداونورووېناوې وکړې . ويناوالوووئيل چي داډېردخوښۍ ځاي دۍ چي پښتنوله شپږولسيزووروسته خپل نوم پيداکړ . پښتانه فرنګي اودپاکستان دولت پردرېوبرخووېشلي دي . اوتل ئې دپښتنودپرمختګ په لارکي خنډونه رامينځته کړي دي .چي ددې په ضدخان شهيدعبدالصمدخان،خان عبدالغفارخان اونورومشرانوډېري ستونزې ګاللې اوزندانونه ئې تېرکړي دي . ويناوالوزياته کړه چي اوس وخت ددې وخت راغلى دۍ چي پښتانه نورسره يوشي اودخپل حق لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي . دوي په پاي کي ټولوپښتنوته دخيبرپښتونخوامبارکي ووئيله . [email protected] Cell # 0092-300-393762 - رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته