(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ځانمرګی او بمی بریدونو کی ګڼ شمیر بی ګناه پښتانه ووژل شول

[05.Apr.2010 - 20:53] 05.04.2010, Peshawar:دصوبه پښتونخوادکوز دير په تيمرگره ښار کې دگل (دوشنبی) په ورځ دعوامي نيشنل گوند لخوا په صوبه دخيبرپښتونخوا دنوم ايښودل کيدو په خوشحالۍ کې دجوړې کړل شوې دستورې په مهال يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ۶۰ کسان وژل شوي او د۱۵۰ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي. په وژل شوو او ژوبل شوو کسانوکی ګڼ شمیر تنکی پښتانه ځوانان هم شامل دی په پيښه کې ژوبل شوي کسان دتيمرگرې روغتون او زيات شديد زخميان دپيښور بيلا بيلو روغتونونو ته رسول شوي دي. په ژوبلو کې هم دزياترو کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده. دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې خواؤشا ودانيو او گاډو ته هم سخت زيان اوښتى دى. دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان وائس اف امريکا ته ويلي دي په تيمرگره کې دجلسې دميدان دننه د1000ؤ څخه زيات خلک راغونډ شوي وؤ ، او په دغه مهال يو ځان وژونکي پياده دهغوي مينځ ته ورمڼده کړه او ځان پسې تړل چاؤديدونکي مواد يې وچول. په دغه بريد کې دسناتور زاهد خان ورور هم سخت ژوبل شوى دى. دصوبه پښتونخواداطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته وويل دترهه گرۍ په ضد چې حکومت کوم جهاد شروع کړى دى ، دهغې له امله دترهه گرو ملا ماته شوې او هغوي اوس دغه رقم بزدلانه کارونه کوي. ميا افتخار وويل په دې سيمه کې دتيرو ديرشو کالو راهسې ترهه گر موجود وؤ او هغوي ته وسلې ورکړل کيدلې، دغه په زرگونو ترهه گر په بشپړ ډول ختمول به يو څه وخت ته اړتيا ولري. هغه وويل دترهه گرۍ په ضد روانه دغه جگړه کې چې پوځ ، پوليس او اولس کومې قربانۍ ورکړي هغه دهيريدلو نۀ دي. نوموړي وويل دعوامي نيشنل گوند په مشرانو او فعالينو له دې وړاندې هم ځانمرگي بريدونه او حملې شوي دي خو مونږ ددې خاورې دامن او خوشحالۍ هوډ کړى دى او کله به هم دترهه گرو په دغه رقم بزدلانه کارروائيو ونۀ ويريږو. دغه راز پيښور کې دامريکې قونصل خانې باندې برید کې د دوو محافظانو په شمول څلور تند لاري وژل شوې دي. حمله کې پرله پسې درې بمي چاؤدنې او دډزې ،دگل (دوشنبی) په ماسپښين دپيښورد سختو امنیتي گامونو د لاندې پوځي برخه کې شوې. پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلې چې برید کې کوم امریکايي وگړی نه دې زیانمن شوی. او پاکستاني طالبانو د برید پړه په غاړه اخستې. دپيښې په ځايې کې دصوبی مشر وزير بشيربلور خبريالانو سره په خبرو کې وويل په چاؤدنو کې دوه عسکر وژل شوي چې يو پوليس او بل دايف سي سره تعلق لرلو. هغه وويل د4ؤ ترهه گرو مړي هم ترلاسه شوي دي. مشر وزير زياته کړه دغه چاؤدنې دومره زوردارې وې چې له امله يې دقونصلگرۍ سره نزدې دهغه کوراو خواؤشا ودانيو ته هم زيان رسيدلى دى. بشيربلور وويل دبريد دځايې څخه ځانمرگي جيکټونه هم ترلاسه شوي چې هغه پوليسو شنډ کړي دي. ديوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل داسې بريښي چې ددغه بريد هدف امريکائي قونصلگري په نخښه کول ؤ خو دامنيت دغوره انتظاماتو له امله بريدکوونکي قونصلگرۍ پورې ونۀ رسيدل شول. په پاکستان کې دامريکائي سفارت خانې له لوري په جاري شوي يو بيان کې ددغو چاؤدنو غندنه شوې ده او ويل شوي چې په پيښه کې دقونصلگرۍ دوه پاکستاني ساتونکي وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي. دبيان له مخې په دغه منظم بريد کې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى کارول شوى او ترهه گرو دلاسي بمونو او وسلو په کارولو سره دقونصلگرۍ ودانۍ ته دننوتلو هڅه کوله. دامريکائي سفارت خانې دبيان له مخې په پيښور او کوز دير کې ترسره شوي بريدونه دترهه گرو هاغه مايوسي ښائي چې دپاکستاني اولس له لوري دهغوي څخه دمخ گرځولو له امله ورسره ترهه گرمخ دي. په بيان کې ويلى شوي دي دامريکائي قونصلگرۍ مامورين په قبائيلي سيمو او صوبه سرحد کې دپاکستان دحکومت دسلامتۍ او پرمختيا دايجنډې دپاره دامريکا دلوري دلاس امداد کولو په لړ کې په لمړي خط ولاړ دي. دعيني شاهدانو له مخې په دوؤ گاډو کې ناست څو ترهه گرماسپښين مهال دامريکائي قونصلگرۍ مخې ته په جوړه امنيتي پوسته ناتاره ډزې وکړې او ددې څخه وروستو دغلته د14ؤ دقيقو په مهال پرله پسې درې بمي چاؤدنې وشوې. دچاؤدنو سره سم امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته ورسيدل او ټوله سيمه يې وتړله. عيني شاهدان دا هم وائي چې بريدکوونکو دمليشه ځواکونو ورديانې اچولې وې او مارټرې ورسره وې. عيني شاهدان وائي په دغه پيښه کې دامريکائي قونصلگرۍ يو ديوال هم زيانمن شوى دى. په کوم ځايې کې چې دغه چاؤدنې ترسره شوي هلته دحساسو ادارو ددفترونو ترڅنگ دپوځي مشرانو کورونه او دځينو غيرملکي ادارو دفترې هم موقعيت لري. بل لوري ته دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق په پيښور کې دامريکا په قونصلگرۍ دترسره شوؤ چاؤدنو ذمه واري قبوله کړې ده او ويلي يې دي دغه بريد يې دامريکا له لوري په قبائيلي سيمو دکيدونکو ډرون بريدونو دبدلې په توگه کړى دى. دگل په ورځ دبيلا بيلو خبري اژانسونو خبريالانو ته دپاکستاني طالبانو دټيلي فون له لارې ويلي دي هغوي اوس هم د2800ؤ څخه نيولې تر 3000ؤ پورې ځان وژونکي لري. طالب وياند وويل مونږ به دغه رقم نور بريدونه هم ترسره کړو او هاغه ځائيونه په نخښه کوؤ چرته چې امريکايان وينو. په پيښور کې يو بل پسې دغه درې بمي چاؤدنې په داسې حال کې رامينځته شوي چې ددې څخه يواځې څو ساعته دمخه دپښټونخواپه کوز دير سيمه کې هم په صوبه کې دواکمن عوامي نيشنل گوند په يوه جلسه ځانمرگي بريد کې تر ۶۰ؤ پورې کسان وژل شوي دي. دتيرو څو مياشتو راهسې په پيښور کې دامنيت وضعه ښه شوې ده خو ددغه پيښې سره يو ځل بيا دپيښور اوسيدونکي دامنيت په حواله دانديښنو ښکار شوي دي. دصوبی حکومت او امنيتي ځواکونه پرله پسې ادعاوې کوي چې دپوځي عملياتو په ترڅ کې يې دترهه گرو ملا ماته کړې او هغوي اوس دتيښتې په حال کې دي. خو څيړونکي وائي په يوه ورځ دصوبه پښتونخوا دننه دڅلور چاؤدنې ترسره کيدل دتندلارو لخوا دپاکستان حکومت او پوځ ته دا پيغام ورکول دي چې هغوي اوس هم دحساسو سيمو دپه نخښه کولو توان لرې. Source: Deewa radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته