(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور کی دارواښاد کبیرستوری ۴مه کلیزه ونماځل شوه

[07.Apr.2010 - 01:40] پیښور06.04.2010: د پښتو ژبی د نوموړی قامپرست شاعر، لیکوال او قامی مبارز ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری څلورمه کلیزه د پښتو عالمی کانګرس Pushto International Congressاو ټرائیبل یونین اف جرنلسټس Tribal union of Journalistsـ ـ پښتونخوا، له خوا په ګډه د ۲۰۱۰ میلادی کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز په هال کی په ډیر احترام او عقیدت سره ونمانځل شوه.
دپیښور په صدر کی په همدی ور ځ د ماسپښین د یوی بجی په شاوخوا کی د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو او صدر ته د لارو د بندیدو له وجی غونډه د ټاکلی وخت څخه دوه ساعته وروسته پیل شوه. د غونډی د سټیج چاری د پښتو عالمی کانګرس په استازیتوب ښاغلی ډاکتر عالم یوسفزی او د ټرائیبل یونین اف جرنلسټس په استازیتوب ښاغلی هارون شینواری پرمخ بیولی.
غونډه دقران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسی ښاغلی فریدون خان او ښاغلی محمد ابراهیم شینواری د خپلو ټولنو په استازیتوب راغلیو میلمنو او ګډونوالو ته هرکلی ووایو او ددوئ مننه ئی وکړه،دغه مهال د پیښور صدر د ځانمرګي بریدونو او بمي چاودنو له امله داور په لمبو کی ډوب او ویرجن ؤ او ټولی لاری تړل شوی وی خو بیا هم دغونډی ګډونکونکو او د ارواښاد ستوري مینه والو د جرائت څرګندونه وکړه او په ګڼ شمیر کی نومیالیو لیکوالانو، شاعرانو، ژورنالستانو او پوهانو په غونډه کی ګډون وکړ او یو شمیر لیکوالانو، شاعرانو او پوهانو د لارو د بندیو له امله ونه شو کړای چی په غونډه کی حاضر شی.
د غونډی په لومړئ برخه کی ښاغلی پروفیسر جهانزیب نیاز، ښاغلی نورلبشر نوید، ښاغلی ايډوکیټ شهاب الدین خټک، ښاغلی محمد ابراهیم شینواری، ښاغلی عالمزیب خټک، ښاغلی پروفیسر عالمزیب خټک، ښاغلی پروفیسر انور ظفری، ښاغلی معظم جان معظم، ښاغلی سیدولی خیال مومند او نورو، د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په سیاسی او ادبی سفر او خدماتو ،ویناوی، تاثرات او مقالی واورولي او د ارواښاد ډاکتر ستوری په ژوند او مبارزه ئی رڼا واچوله .
د غونډی په دوییمه برخه کی ازاده مشاعره وشوه،چی ګڼ شمیر نومیالیو شاعرانو پکی خپل خپل کلامونه واورول چی د ګډونوال له خوا بدرګه شول،کومو شاعرانو چی شعرونه واورول نومونه ئی پدی ډول دی: ښاغلی نورلبشر نوید، ښاغلی غلام محمود شهاب، ښاغلی ډاکتر عالم یوسفزی، ښاغلی اوتر اپریدی، ښاغلی پروفیسر عالمزیب خټک، ښاغلی لائـق زاده لائق، ښاغلی غلام حسین محب، ښاغلی سیف الله غریب یار، ښاغلی غفور اپریدی، ښاغلی صالح خان واحد، ښاغلی کواټ خان خټک، ښاغلی شهاب خټک، ښاغلی فیاض شاداب، ښاغلی اسلام غنی اورکزی ، ښاغلی معظم جان معظم، ښاغلی اکمل لیونی او نور...
د غونډی په جریان کی ټرائیبل یونین اف جرنلسټس له خوا د هغه خبری رسنیو ژورنالستانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چا چی د ادبی غونډو په کوریج (نشر) کی فعاله ونډه اخستلی وه. د غونډی په پای کی د پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس، چی دغونډی کوربانه ؤ د هغه نوموړو شاعرانو ، لیکوالانو او ژورنالستانو هم مننه وکړه ،چی غوښتل ئی په غونډه کی ګډون وکړی خود لارو د بندیدو په وجه د امنیتی چارواکو له خوا بیرته ګرځول شوی ؤ او د تیلیفون له لاری ئی خپل تاثرات او احساسات څرګند کړی ؤ.
غونډه د شپی په نهو بجو ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري روح ته په دعایه کلیماتو سره سرته ورسیده. د غونډی ویډیو به وروسته پرلیکه شی په درناوی هارون شینواری دټرائیبل یونین اف جرنلسټس،د اطلاعاتو سیکرټر
د نورو انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ PashtoInternationalCongressAndTribalUnionOfJournalistsKabirStoriYaad

په سانکت پیټرس بورګ کې دارواښاد کبير ستوري په یاد غونډه جوړه شوه

افغان ادبی یون « دیر » د ارواښاد ستوري یاد ونمانځه

- هارون شینواری
بېرته شاته