(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ بنسټ کیښودی شو

[07.Apr.2010 - 09:09] بسمه تعالی د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ په نامه د نړيوال ادبي او ثقافتي تنظيم بنياد کېښودی شو د پښتونخوا په پېښور ښار کښې يوه ادبي او ثقافتي غونډه د مشهور پښتون شاعر، ليکوال، او محقق علامه وصال محمد وصال په مشرۍ کښې جوړه شوه چې پکښې له مختلفو سيمو څخه د پښتو ژبې شاعرانو، اديبانو او پوهانو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړ. په غونډه کښې له سلا مشورو نه پس پدې ټکي باندې تاکيد وشو چې د نړۍ په سطح باندې د پښتنو شاعرانو، اديبانو، ليکوالانو او پوهانو يو مرکزي تنظيم د وخت اهم ضرورت دے. په غونډه کښې په متفقه توګه د (( پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ )) په نامه د يوادبي و ثقافتي تنظيم بنياد کېښودے شو او په متفقه توګه علامه وصال محمد وصال د غورځنګ صدر وټاکلے شو. د غونډې ګډون کوونکو صدر ته پوره پوره اختيار ورکړ چې د خپلې کابينې د جوړولو تابيا وکړي. په غونډه کښې وېناوالو د نړۍ او په تېره بيا د لر او بر پښتنو شاعراانو، اديبانو، ليکوالانو او محققانو ته بلنه ورکړه چې د دې نړيوال غورځنګ په پلېټ فارم باندې دې راغونډ شي او د پښتو او پښتنو د يووالي، بېدارۍ ، سرلوړۍ او ترقۍ لپاره هلې ځلې وکړي. د رابطې لپاره: پوسټ بکس 346 پېښور ( پښتونخوا ) برېښناليک:[email protected] موبائل:03219779388 ، 03028819981 - وصال
بېرته شاته