(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اساسی قانون دی قبائیلي سیمو ته وغزول شی

[07.Apr.2010 - 23:24] د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په اتلسم ترميم بحث پيل شوى او دعوامي نيشنل گوند Awami National Patry-ANPمشر اسفنديارولي خان غوښتنه کړی چې هېواد اساسي قانون دی ددغه هېواد قبایلي سیمو ته هم وغزول شي. اسفنديارولي خان وويل د تيرو 63ؤ کالو راهسې هيچا قبائيلي سيمو ته پام نۀ دى غورځولى او نۀ دغلته پرمختيائي کارونه شوي دي. هغه وويل مونږ ته به دقبائيلو دپرمختيا لوري ته هم پام گرځول وي. ښاغلي اسفند یار ولی خان انديښنه ښودلې ده که په وخت کوټلي گامونه وانۀ خستل شي نو يو کال وروسته په بلوچستان کې هم دسوات او وزيرستان په څير حالات رامينځته کيدلى شي. دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان په دغه مهال وويل په ائيني اصلاحاتو کې دنواز شريف دسياسي جوړجاړي کردار کله هم له پامه نۀ شي غورځول کيدلى. داسفنديارولي خان وينا وه دصوبائي خپلواکۍ په اړه دپارلماني کميټۍ راپور مونږ دنمونې په توگه نۀ شو گرځولى خو دغه راپور ديو ښه سفر اغاز ضرور دى. دبلوچستان دوضعيت په اړه ښاغلي اسفنديارولي خان وويل نن چې بلوچستان کې څه روان دي هغې ته بايد په وخت توجو وشي گنې کال نيم وروستو به دغلته هم دسوات اووزيرستان په څير وضعيت وليدل شي. اسفنديارولي خان په قبائيلي سيمو کې په روان وضعيت هم انديښنې څرگندې کړې او دپاکستان دائين تر قبائيلي سيمو دغځولو خبره يې هم وکړه. دمسلم ليگ(ق) شاه جهان يوسف دصوبه سرحد دنوم خيبرپښتونخوا دنوم ايښودل کيدو په ضد دايوان څخه داحتجاج په ډول بهر ووتلو . بلخوا د افغانستان دجمهور رئيس حامدکرزي لخوا په دې وروستيوکې د غرب پر ضد دنيوکو دلړۍ لۀ امله دامريکا اؤ حامدکرزي ترمينځ تناوؤنه په زياتيدو دي. اؤ امريکا خبردارى ورکړى دى چې کۀ چرې جمهور رئيس کرزي دغرب په ضد دنيوکو لړۍ دوامداره وساتله نو کيدى شي په ١٢م مئ دامريکا دجمهور رئيس براک اوما سره دهغه ټاکل شوې ليدنه منسوخ کړل شي. دافغانستان دپارلمان غړو تيره اوونۍ خبريالانو ته ويلي وؤ دبندو دروازو ترشا ترسره شوې يوه غونډه کې جمهور رئيس کرزي دخپل حکومت په غربي ناقدينو سختې نيوکې کړې وې. راپورونه وايي ددغه غونډې په مهال حامد کرزي خبردارى ورکړى ؤ چې کۀ دهغه په حکومت دبهرني فشار لړۍ ته دپائى ټکى کښينښودل شي نو هغه به پخپله هم دطالبانو په ليکه کې ورگډشي. کرزي داهم ويلي وؤچې کۀ چرې دافغانستان په کورنيو چارو کې دبهرنيو لاس وهنه دوام وکړي نو انديښنه ده چې دطالبانو مقاومتي تحريک ديو جائز تحريک بڼه ومومي. حامدکرزي دافغانستان په تيرو ټولټاکنوکې د درغليوپړه هم په ملگرو ملتونواؤ ځينو نورو غربي هيوادونواچولې وه. دسپينې ماڼۍ وياند د نهې په ورځ خبريالانو ته ويلي دي واشنگټن دښاغلي کرزي د نورو څرگندونو په غور سره جاج اخلي ترڅو په دې خبره ځان پوهه کړي چې په دې پړاوکې به د جمهور رئيس اوباما سره دهغۀ ليدنه گټوره ثابته شي کۀ نه؟ دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز وويل د کرزي څرگندونې زړۀ خفه کوونکې دي اؤ ريښتونې بڼه نۀ لري. وياند وويل امريکا په افغانستان کې ددې دپاره موجوده ده چې ددغه خاورې څخه په امريکا بريدونه شوي دي اؤ په هاغوبريدونو کې په زرگونو خلکو دخپل ژوند څخه لاس وينځلى دى. هغه وويل امريکايي ځوانان اؤ ميرمنې افغانستان کې خپل ژوند په خطره کې اچوي . ديوې پوښتنې ځواب کې نوموړي وياند داهم وويل امريکاته به دجمهور رئيس کرزي سفردټاکلې پروگرام لۀ مخې وي خو کۀ هغه دغرب په ضد دڅرگندونو لړۍ دوامداره وساتله نو دهغه دامريکايي دورې دختمولو جاج هم اخستل کيدلى شي. رابرټ گبز په ډاگه کړه چې کوم افغان مشرهم د درغليو دختمولو اؤ د روڼ انده حکومت خبره کوي دامريکا لۀ لوري به ښه ټکي اوري خو چې څوک کږې خبرې کوي نو هغه ته به سخت ټکي اوريدل وي. Source: Deewa Radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته