(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خاص کونړ په ولسوالۍ کې عامه کتابتون

[12.Apr.2010 - 23:03] د کونړونو ولايت د خاص کونړ دولسوالۍ د تنر په کلي کې د پښتو ژبې د ملي او نوميالي شاعر، ليکوال او عالم ارواښاد ډاکټر کبير ستوري په نوم "د ستوري عامه (ولسي کتابتون) پرانستل شو. په دغه کتابتون کې دا مهال د 3000 څخه زيات ديني، علمي، سياسي، ادبي، اجتماعي، مسلکي او د زده کړې کتابونه د خاص کونړ د لوستونکي لپاره موجود دي. د خاص کونړ ليکوالان، شاعران، اديبان، پوهېدونکي (محصلان) او زده کوونکي کولاى شي، چې د ستوري له عامه کتابتون څخه د خپلې پوهې د لوړوالي او تحقيق لپاره ګټه واخلي، هر هغه لوستونکى چې کتاب ته ضرورت لري، په وړيا توګه له دغه کتابتون څخه د موقت وخت لپاره د خپلې خوښې کتاب ترلاسه کولى شي او د اړتيا د پوره کولو وروسته يې بايد بېرته د کتابتون مسئول ته وسپاري. لوستونکي کولاى شي چې په دې اړه د کتابتون او ستوري مجلې له مسئول مدير عرفان الله کوټوال سره اړيکه ټينګه کړي. پتـــه: د خــــاص کونـــړ ولسوالۍ، د تنر کلى، طلايي بانډه د ټليفون شمېره: 0772931466 - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته