(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کواټ کی ۳۰بی ګناه او بی وزله پښتنانه شهیدان شول

[17.Apr.2010 - 10:45] په کواټ کی د اورکزیو ايجنسۍ د بی کوره شویو کډوالو په يوه پنډغالی «کچه پښې» کې دوه ځانمرګی بریدونه شوې چې له لامله يې د ځايي چارواکيو په وينا او دخیبر نیوز د خبرونو په مخ دیرش تنه پښتانه کډوال شهیدان او ۴۵ تنه ټپیان شوی دی. ويل کېږي چې د کډوالو د نوم ليکنې چارې روانې وې چې ناڅاپه يوه تنه له ځانه تړلي چاودېدونکي توکي وچول خو دومره زیان ئی ونه رساوه ، کله چی خلک د چاودنی ځای ته راټول شول نو سمدستی ورپسی بله چاودنه وشوه او ګڼ شمیر بی ګناه،بی اسری انسانان ئی ووژل . بلخوا ته دجلال اباد ښار د ا نګور باغ په سا حه کې نن سهار ديوې چاودنې له ا مله اته تنه پښتانه ټپي شول دننګرهارد والي ويندوى احمد ضيا عبدالزى باخترا ژانس ته وويل چاوديدونکي تو کي په يوې ريکشاه کې ځاى پرځاى شوي و اوديوډاتسن موټر دتيريدو په وخت کې وچاوديد او اته تنه يې ټپي کړل دټپيانو په ډله کې درې ماشومان هم شا مل دي ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لا ندې دي دغه راز پرون په کوئټه کې دروغتون دننه ترسره شوې چاؤدنه کې دپوليسو د دوو ډي ايس پي په گډون لږ ترلږه 12 کسان وژل شوي دي دغه راز د لر او بر ټکی کام د۱۶/۴/۲۰۱۰ نیټی د خبر له مخی امریکایی ( یو . ایس . اې . ټوډې ) مجلې د ناټو په حواله راپور ورکړ چی ناټو د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کی د تیر کال د همدومره مودې په مقایسه تر دوه چنده هم زیات ملکی افغانان وژلي دي . راپور وایی چی ناټو د تیر کال په لومړیو ۳ میاشتو کی ۲۹ ملکی افغانان وژلي وو حال دا چی د روان کال په همدې موده کی یې ۷۲ ملکی افغانان له منځه وړي دي . دا په داسی حال کی دی چی د امریکایی پوځ عمومی قوماندان ( جنرال مک کریسټل ) ویلی چی موږ د ملکی خلکو وژل خپل کمترین حد ته رسوو . خو څیړونکي وایی چی د جنرال کریسټل د دغه احتیاط له برکته د ملکی خلکو تلفات تر دوه چنده هم زیات سول د باختر د ۱۵/۴/۲۰۱۰ نیټی دخبر له مخی د کندهارولايت امنيتي مقا مات وا يي چې د کندهار ښار په دويمه نا حيه کې د تيرې شپې چاود نه په يو موتر کې د بم دايښودلو له ا مله وه چې له امله يې درې تنه ووژل شول او ٢٦ تنه نور ټپي شول.چې په ټپيا نو کې لس تنه بهرني اتباع هم شته دباخترا ژانس دخبر له مخې : د کندهاروالي توريالى ويسا نن سهارخبريالانو ته وويل چاودنه په يو موتر کې د ايښودل شوى بم له ا مله وه چې تيره شپه د افغان سو سايتي انتر نشنل دامنيتي شرکت ددروازې په مقابل کې وشوه چې له ا مله يې دپو ليسو يو ما مور، د امنيتي شرکت يو کار کوونکى اود ميخانيکي ليسې يو زده کوونکى چې په ليليه کې يې ژوند کاوه ووژل شول،د لسو تنو بهرنيا نو اودسيمې دشپاړسو تنو اوسيدونکو په ګډون شپږ ويشت تنه ددغې چاودنې له امله ټپي شوي دي . د ويسا دڅرګند ونو له مخې په ټپيانو کې امريکا يي ا و د جنو بي کوريا اود نورو هيوادو نو اتباع شته. ددغې پيښې بهرني ټپيان د نړيوالو ځوا کو نو په روغتون او کورنۍ ټپيان د کند هار ښار د ميرويس په رو غتون کې تر درملنې لا ندې دي . دميرويس رو غتون يو خبرځاى باخترا ژانس ته وويل:چې ددغې پيښې په ټپيا نو کې يو څلور کلن ماشوم هم شته. دغه را ز ده ددريو تنو ټپيا نو روغتيا يې حالت د انديښنې وړ بللي دي . دکند هار ولايت دامنيه قو ماندانۍ مرستيال هم د کند هار ښار په مرکز کې د تيرې شپې پيښه په يو تو نس موتر کې د چاو ديدونکو موادو د ايښودلو له ا مله و باله . ده وويل چاود نه ډيره قوي وه چې نږدې ودا نيو ته يې هم زيا ن اړ ولي دي او زيا تره ټپيان هغه کسا ن دي چې دخپلو کورو نو د ښيښو د ما تيدو له ا مله ټپي شوي دي په داسې حال کې چې د کند هار په ولايت کې سيمه ييز مسو لين ټينګار کوي چې دغه چاود نه د ايښودل شوي ماين له ا مله وه او وژل شوي کسا ن درې تنه او ټول افغانان دي. د اې اس اى د امنيتي شرکت يو کارکوونکى چې وي نه غو ښتل نوم يې وا خيستل شي ويلي دي چې د تيرې شپې بريد د يو موتر په واسطه ځان مرګى بريد و، بريد کوونکى بريالى شوى و چې له لومړي دروا زې څخه تيرشي خو دويمې دروا زې ته څيرمه يې ځان و چاوه . دشرکت دغه کارکوونکى زيا ته کړه چې په دې پيښه کې ددغه شرکت څلورتنه بهر ني کارکوونکي وژل شوي دي او اووه تنه نور بهرنيان ټپي شوي دي . د افغا ن سو سايتي انترنشنل شرکت يو بهرنى امنيتي شرکت دى چې د امريکا دپرمختيا يي ادارې له خوا تمويليږي. دغه شرکت دکجکي دبريښنا بند ته د تجهيزا تو ،وسايلو او فني کارکوونکو د ليږدولو په برخه کې فعاليت کوي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته