(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان: رښتیا پلټنه کتاب چاپ شو

[18.Apr.2010 - 19:54]
په ډیرې خوښۍ سره درنو هېوادوالو ته زیری ورکول کیږي چې د ډیر اوږد انتظار او د پرله پسې غوښتنو نه وروسته د امریکایی ژورنالست او افغانستان پیژندونکی ښاغلی بروس ګ. ریچاردسن دوهم کتاب AFGHANISTAN: A SEARCH FRO TRUTH په پښتو خپور شو نوموړی دروند تاریخې او خورا ارزښتمن اثر ښاغلی رحمت آریا خوږې پښتو ته په خوږه پښتو ژباړلی دی. دامهم کتا ب په دې ورځو کې د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز له لورې په ډیر ښه کاغذ دچاپ په ګاڼه ښکلی شوی چې کتاب ټول اوه سوه )۷۰۰( مخونه لري. په کتاب کې د ډیرو پټو څیرو او رازونو نه پرده پورته شوې او ټول کتاب د افغان ولس د دردچیغه او د حقایقو هنداره ده. ښاغلي بروس ګ. ریچاردسن په افغانې پوهانو کې د خاص شهرت نه برخمن دی او تل یې د ټول افغان او پښتون ولس بې کچه ملګرتیا کړې او د افغانانو ګټې او غوښتنې یې خپلې ګڼلي او دخپل تحقیقي ژورنالیزم له لارې یې د کاغذې زمریانو بدرنګې څیرې نړیوالو او افغان ولس ته د پلټنو او اسنادو پر بنیاد بربنډې کړي دي. دا بې جوړې کتاب هر افغان او په ځانګړي ډول د هر پښتون لو لورې يې لوستل او درلودل ډیر اړین او ضروري دي. د کتاب لړلیک موضوعات یا عنوانونه په لاندې ډول دي: • د افغانانو بیړنۍ کتنې • د معما بله ټوټه • له ارشیفونو څخه • لومړنۍ اړیکه لبنان • په جنګي جنایاتو محکوم، د مسعود او شوروي د لوړې بولندې ترمنځ د همکارۍ له مخې څادر لیرې کوي • .... د مسعود له دوسېې څخه • تاریخي لنډیزونه • تاریخ د وروستني ورمنډګر )حکم( په توګه • افغان پولیسي داستان • ټوله غلطي د خبرونو ده • د کرملن زمری • د کسکد عملیات [د افغانستان او د هغه د ژب توکمیزې یووالی د کرښو د دړې وړې کولو لپاره د شوروي چمتوالی او اټکل شوي پلانونه • د چاملیون عملیات • افسانوي اتلان • یو څه د یو څه لپاره • شوروي سرتیري احمد شاه مسعود په یاد راولي • د وسلو نللیکه د ویشلو معیار • [افغان چې جګړه به ونه کړي].... • سړي وژونکي • مسعود ته اولویت ورکول • مسعود ته بازار موندنه • هغوی چې له تاریخه سترګې پټوي.... • پېښ لیکونه • د افغان زړورتیا او غمیزه [لیکوال: ستر جنرال الف. الف. لیاخوفسکي د کتاب لنډه پیژندنه] • د خاین اناتومي • [سپینه پاڼه] ځواب • فعاله اقدامات • له وحشته ډک چلند • د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه • افغانستان: اقتصادي سفسطې • د افغانستان، نوم بدي او بدترینه ګوتلکي بیا رسوا کیږي • د احدي کودتا • امریکا پر افغانستان او سوډان برید کوي • د کتاب کره کتنه • افغانستان: د وزلوبې سناریو • د کتاب کره کتنه • د کتاب کره کتنه)جنګسالار عبدالرشید دوستم، د افغانستان په تاریخ کې یوه پ وینو لړلۍ څپرکۍ( • ....نا ازمویلو ته جګړه خوندوره ده.... • منع شوي رښتیا • د امریکا بهرنۍ تګلاره • میکروبي وسلې په افغانستان کې • د مقاومت جوړښت • اسرائیل: ترهګر ملت..... د امریکا او بریتانیا جوړونه • د ژامې ماتوونکي کتاب کره کتنه • د افغانستان ګزارش • له افغانستان څخه د سیمه اییز سفر ګزارش • ډله اییرې رسنۍ د پروپګند وسیلې • کره کتنه • د نللېکې سیاست • د نللېکې سیاست: تیل، ګاز او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه • د ډله ییزو وژنو وسلې د ډله ییزو غولونو وسئلې • په افغانستان :کې د روسانو چلوټې • قاچاق د بهرني سیاست اوزار • د ترهګرۍ رښتونی انځور • افغانستان له طالبانو وروسته • د ملت جوړونې له ګواښه ډک ګامونه • د نړیوال عدالت سیاست • د جګړې تخمونه • جاج اخیستنه • د نړیوالو پیسو د پالیسۍ کوډګره ننداره افغانستان: د مالي مکیزونو په ناورین کې • د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې کرغیړن اړخ • د رسنیو د خپلواکۍ پر وړاندې جګړه • آیا دا ډیموکراسي ده؟ ملنډې مه وهه! • د پرګنو د زړونو تر لاسه کول • د افغانستان ګزارش • د افغانانو په اړه د روسیې د لوبې وروستی پړاو • امریکا د نړیوال قانون د ماتولو پر لور • جګړه ماران د افغانانو سوله ګواښوي • د درغلنو مالوتو جنګیالي • د کتاب دریمه برخه مختلفو اشخاصو ته د لیکوال لیکونه لیکوال د کتاب پښتو ژباړې په سریزه کې لیکي: د لېکوال سریزه ´´ افغانستان : رښتیا پلټنه ´´ ، د یوه ژورنالیست د سفرونو پایلې او ټولگه ده چې لړۍ یې په ۱۹۸۶ز کال کې را پیل او تر نن پورې دوام لري. د سفر له هماغې لومړۍ ورځې د حقیقت او افسانې د بیلولو پر اړتیا ټینگار زما د کار بنسټ وو ، دغه اصل زما د ادبي سفر په لاره کې د تیارو مشال او د هڅو لارښود شو. په لومړیو کې زما د گزارشونو منځټکی د مجاهدینو د سرښندونکو جگړو پر څرخني راتاویده ؛ د یوې نابرابرې جگړې په لړ کې افغان ولس له داسې یوه دښمن سره د جگړې ډگر ته په ډغرو وهلو را و دانگل چې له تکنالوژیکي اړخه له اره ورسره د برابرۍ وړ نه وو .... دغه میرڅمن شوروي اتحاد وو چې افغان ولس یې د کړاوونو پر سرې تبۍ کښېناوه ، هیواد یې ور دړې وړې کړاو په میلیونونو یې کډوال کړل. کله چې افغانستان ته د لومړي ځل لپاره ننوتلم په ډیرو ځایونو کې مې د مجاهدینو ترمنځ غوږ په غوږ ، غوږ پوڅې اوریدلې ، دغو غوږ پوڅو دې ته نغوته کوله چې یو شمیر څرگندو افغان بولندویانو روسانو ته د مرستې اوږه ورکړې او زما کلکه تلوسه یې راوپاروله ، غوښتل مې د دغو غوږپوڅو رښتونلي را څرگنده کړم او پوه شم چې آیا رښتیا دي یا هسې منځتشې گنگوسې. د دغو بنسټ لړزوونکو مقالو او ټولگو منځټکی زما د شل کلنې پلټنې پایله ده. زما د بې شمیرو پوښتنو لپاره د ځواب بنسټ د کې جي بي د رسمي چارواکو ، د شوروي د وسلوال ځواک د لوړ پوړو چارواکو ، افغان شخصیتونو ، د کوربنو هیوادونو د لیکوالانو او د ژورنالیستانو د مالوماتو پر شپول را څرخي. مخکې له دې چې د دغه کتاب د مقالو ټولگه خپل وروستي پړاو ته ورسوم ، زما تر ټولو ښه نیکمرغي د شوروي اتحاد د پوځي څارگرریاست آرشیفونو ته زما لاسرسی وو ، ما ډیره تنده درلوده چې د دغه ریاست لاسوندونو تر لاسه کړم او له نېکه مرغه یو شمیر لاسوندونه د نوموړي ریاست د آرشېفونو روسي کارکوونکو و ژباړل. روسان له افغانستانه ووتل خو زما د سفرونو لړۍ دوام درلود ، په دغه مهال کې ډاکټر نجیب الله د افغانستان د واکمنۍ ولکه په لاس کې درلوده . له هغه وروسته مې بیا هم د افغانستان د گزارش لړۍ راسپړله ، په دغه مهال کې طالبان په افغانستان کې واکمن ول. د دغو پړاوونو شننې او کره کتنې ددغه کتاب په اوسنۍ گڼه کې راټولې شوي دي. د کتاب په وروستۍ برخه کې د ترهگرۍ پر وړاندې تش په نامه جگړې اړخونه او ډډې راسپړل شوې دي ، دغې جگړې ته کره کتنه څرگندوي چې دغې جگړې د عادي افغانانو پر ژوندانه څومره اغیزې شېندلي دي. ددغې جگړې پروړاندې زما دریځ څرگند دی ، دغه جگړه هم له قانوني او هم له اخلاقي اړخه یوه غیرقانوني جگړه ده. د ډیرو هیوادونو په منځ کې خبرې اترې او شننې وايی چې دغه جگړه په نړیوال قانون کې هېڅ بنسټ نه لري. د زړه له کومې هېله من یم چې د کتاب پښتو ژباړه د هغو کسانو تنده ورماته کړي چې له ۱۹۷۹ ز کال وروسته تر نن پورې د رښتیا موندنې په لټه کې دي ، بشپړ ډاډ لرم چې ددغه کتاب پښتو ژباړه د لوستونکو پرمخ ځلانده پیلوزې بلې کړي او په خپلې مورنۍ ژبې به د خپل هیواد د پیښو شننه ولولي. دغه کتاب د افغان ولس لپاره دی او دغه میړني ولس ته یې په درنښت ډالۍ کوم. ددغه کتاب ژباړې ته لیکوال او افغان ولس په تنده شپې ورځې سبا کولې. افغان ولس به د رښتیا موندنې او رښتیا پوهیدنې په هلو ځلو کې د ښاغلي رحمت آریا نه ستړې کېدونکې اکاډیمکي هڅې د تل لپاره و ستايي. بروس گ. ریچارډسن د کتاب د ژباړونکي د کتاب په لړه داسې لیکي: د کتاب ستاینه افغانستان: رښتیا پلټنه د بې شمیرو حقایقو او لاسوندنو پربنسټ د بروس ریچارډسن وروستۍ پلټنې ، د افغانستان د کړکیچن تأریخ د تیرو دریو لسیزو له واقعیتونوڅخه د لومړي لاس او د پردې تر شا له حقایقو څخه د پرتو پټوکیسو څادر لیري کوي. ریچارډسن د یوه نومیالي او د ډیر ډاډ وړ سیاسي شننونکي په توگه پیژندل شوی چې د اوږدو کلونو په ترڅ کې یې د افغانستان پرتأریخ پراخه لیکنې کړې دي. هغه د یوشمیر افغان شخصیتونو په پیژندنه کې د داسې کتابونو لیکوال دی چې په اوسنیو پیښو کې یې د رسنیو پام ځانته را اړولی او په بشپړ ډاډ چې افغانستان : رښتیا پلټنه د هغه د پرتمین ژوندانه یو ډیر بې سیاله کتاب دی. بروس ریچارډسن د خپلې بې سیالې څیړنیزې او پلټنیزې ورهڼې پربنسټ د نظار د شوری او د هغې د ړندو توپکوالو ناویل شوې کیسې را بربنډوي چې د میلیونو افغانانو پر ژوندانه یې د تیارو توره پرده را غوړولی وه. د احمد شاه مسعود او د هغه د شوروي ولینعتانو له پټو موخو څخه پراخې را اخیستل شوې څرگندونې موږ ته د ´´ پنجشیر د زمري´´ او د هغه د جگړه پالې ځالگۍ لیدلوري ، اندیښنې او ویرې په بې ساري ډول را بربنډوي او د اوسني تأریخ د غملړي کړکیچ د پيښو په سپړنه کې- - - له افغانستان : رښتیا پلـټـنې څخه یو بې سیاله کتاب جوړوي. د افغانستان : رښتیا پلټنې د کتاب په هینداره کې د ´ اتـل´ احمدشاه مسعود روښانه انځور پروت دی چې په افغانستان او سیمه کې د یو شمیر سیاسي دسیسو لپاره وږی او چمتو دی. افغانستان: رښتیا پلټنه د هر معیار پربنسټ یو ډیر په زړه پورې کتاب دی. د آریانا تأریخ چې نن یې موږ افغانستان بولو د افغانانو په وینه لیکل شوی دی. هغسې چې تأریخ په یاد لري له افغانانو سره هیڅ خاﺋـین دومره درغلنه نه ده کړې لکه چې مسعود وکړه. څرگنده ده چې د احمدشاه مسعود نوم به په تأریخ کې ولیکل شي خو په بې ساري شرم. د تأریخ په اوږدو کې افغانانو په زباد رسولی چې هېڅ څوک د هغوی ټاټوبی نه شي نیولی او نه ورباندې واکمني چلولای شي. دغه کتاب د افغانستان د راتلونکي تأریخ لپاره پاخه حقایق را څرگندوي او بشپړ ډاډ لرم چې د واقعیت او د هغو کسانو د درغلنو ترمنځ تشه ډکوي چې د افغانستان د وینو په حمام کې ښکیل ول. دغه کتاب د هغو دسیسو له مخې پرده لیرې کوي چې د افغانستان د سیاسي سټیج د پردې ترشا جوړې شوې دي. ښاغلی بروس ! زه د یوه افغانستان په توگه تاسو ته د درنښت سر ټیټوم او ټول بې وزلي او بې برخې افغانان ستاسو پوروړي دي. رحمت آریا ۱۲/۴/۲۰۰۸ آټاوا – کاناډا د کتاب د خپرونکي يادښت په دې ډول دی:
د خپرونکي څو خبرې
)افغانستان: رښتیا پلټنه( کتاب د افغانانو د رښتیني دوست امریکایی ژورنالست او لیکوال د سرو هغه ګاڼه ده چې د هرې ورځې په تېریدو یې ارزښت او بیه ډیریږي. بروس ریچادرسن د افغاني پوهانو او لویدیځې نړۍ یوه پیژندل شوې څیره ده. بروس ماته ګران دی او زه ورته د زړه له کومي په ډیره درنه سترګه ګورم او هغه ځکه چې ده په خپلو لیکنو او څیړنو کې د بیوزلو او د زورورو پر وړاندې د مظلومو خوا نېولې ده. ښاغلی بروس د افغانستان د روسي اشغاله تر دې دمه د افغانانو په پلوۍ د رښتیاو پر بنا لیکنې کوي. دئ د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د پښتنو پر مظلومیت اوښکي تویوي د هغه اوښکې د قلم هغه لوړبیي ملغلري دي چې د تاریخ په اوږدو کې به یې افغانان هیڅکله هیرې نکړي او نسلونه نسلونه بر ترینه د خپل تاریخ د پټو پاڼو په موندلو کې ګټه پورته کړي. بروس د نور و لویدیځوالو لیکوالو او خبریالانو په څیر نه دی هغه د افغانستان ګټې خپلې ګټې ګڼي او همدا لامل دي چې څومره ښایي ده ته د لویدیځ په مطبوعاتي بازار کې لار نه ده ورکړل شوې دا ځکه چې دا په افغانستان او افغانانو مین دی. بروس ډیرې بدرنګې، تورې او پټې څیرې بربنډې کړي دي هغه په خپلو لیکنو کې کاغذی زمریان د اصلي زمریانو سره پرتله کړي او ملي خاینین یې د ملی اتلانو سره تول کړی او د خپل تول کوچ یې د دې کتاب په بڼه زموږ او ستاسو مخ ته ایښي دي. ښاغلی بروس د ډیرو کلونو راپدیخوا دعوت خپرونې ته لیکنې کوي او د ده هر لیکنه یې د کاڼې کرښه وي، او په اصطلاح تل د نښې منځ ولي. دا د ښاغلی بروس ریچادرسن د دوهم کتاب پښتو ژباړه ده چې ښاغلی رحمت اریا د خپل زیار او زحمت میوه د کتاب د پښتو بڼې په شکل زموږ مخې ته ایښي ده. د ښاغلی بروس ریچاډسن له پاره د اوږد عمر او د روغ صحت دعا کوم او افغانان یې پوروړي بولم. همدا راز د ګران رحمت اریا د نورو ژباړنو په طمعه د ښې روغتیا او خوشاله ژوند په هیله. د دعوت ادارې په خپلو محدودو مالي امکاناتو د ښاغلی بروس ریچاردسن دوه کتابونه په انګلیسي ژبه لامخکې خپاره کړی او اوس ویاړي چې د دوی د دوهم کتاب پښتو ژباړه چې د ارزښت له پلوه بې جوړې ده خپلو هېوادوالو ته په خوږه پښتو وړاندې کوي . په ټوله مینه او درنښت محمد طارق بزګر د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز مشر مینه وال کولای شي دا کتاب دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز نه لاس ته راوړای شي. د کتاب بیه ۲۰۰ او د کتاب پوستي لګښت ۱۷۰ ناوریژي کرونه کیږي. کتاب څه کم یو کیلو وزن لري که په ناروې کې څوک ولرۍ هغوۍ کولي شي د ۲۰۰ کرونو په بدل کې کتاب تر لاسه او تاسو ته درولیږي او که نه د کتاب د بیې او پوستې لګښت د رالیږلو په صورت کې د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز تاسو ته د کتاب د درلیږلو مسئولیت لري. د کتاب بیه ۲۰۰ کرون )۳۳ ډالر( پوستي لګښت: ۱۸۵ کرون )۳۰ ډالر( پیسې د راجستر پوستې د لارې د دعوت د ادارې په پته رالیږلی شۍ. د لیکوال کتابونه په انګلیسي ژبه چې د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز له لورې پخوا خپاره شوي دي هم د قیمت په بدل کې لاس ته راوړای شۍ. 1. AFGHANISTAN Ending the Reign of Soviet Terror by: Bruce G. Richardson 2. Afghanistan A Search for Truth By: Bruce G. Richardson د دعوت د بریښنالیک پته: [email protected] www.dawatfreemedia.org Tel. Office: + 47-63844384 Mobile: + 47- 90859195 د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز پته: Voldgt. 37A 2000 Lilliestrøm, Norway د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز ناروې یادونه: کتابونه هیچا ته وړیا نه لیږل کیږي- Dawat Free Media Center---M.T Bazgar---
بېرته شاته