(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیر

[20.Apr.2010 - 20:50] لیکوال: شاه محمود میا خیل
دغه پنډ کتاب چی ۳۰۳ مخونه لری ،کمپوز ئی ښاغلی جاوید امیری کړی دی او په ۱۳۸۵ لمریز کال په کابل کی د پیر پرنټنګ پریس له خوا په ډیره ښه بڼه په سپین کاغذ چاپ شوی ددی تاریخی کتاب غوره والی پدی کی دی چی د هری ورځی جریان پکی د نیټی سره په پوره تفصیل او روانه او اسانه ژبه لیکل شوی دی . دغه راز د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کی د ځینو ولسوالیو په جوړښت چی ولس خپله ګټه او تاوان په ولسوالیو کی ددغه جوړښتونو په اساس تقسیموی، چی تاریخی اهمیت لری هم رڼا اچول شوی ده پدی تاریخی کتاب د سریزی پر ځای ښاغلی عبدالله پیکار خپله لیکنه کړی ده. ښاغلی پیکار د خپلی سریزی په یوه برخه کی لیکلی دی: د ښاغلی شاه محمود میاخیل ددی کتاب «بیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیر» یوه ستره ښیګڼه داده چی د یوی ټاکلی زمانی په هکله پکی دولس له مینځه داسی مالومات شته چی کمی او زیاتی نه لری، له مبالغو څخه پکی کار ندی اخستل شوی او دشکل او محتوا له پلوه د ښاغلی میاخیل د خپلو خبرو انداز دی. میاخیل صاحب په ژبنی لحاظ هم کوښښ نه دی کړی چی تقلیدی شیوه خپله کړی، کومه لهجه چی په ورځنی ژوند کی کاروی په هماغه لهجه ئی کتاب هم لیکلی دی. ددی کتاب بله ښیګنه داده چی د« شاهنامی» نه زیاته «ولس نامه» ده او که چیری څو پیړئ ورورسته یو لیکوال او یا تاریخ لیکونکی د یویشتمی پیړئ د افغانستان د بیړنئ لوی جرګی په باب څه لیکی نو ددی دور د ټولو ښو کتابونو تر مینځ به یو هم د ښاغلی شاه محمود میاخیل دا کتاب وی، چی د یوه غوره اوبی طرفه ریفرینس په توګه به و کاریږی.
Berranai Loya Jarga Au pa Mashriqi Walayati ki de Entikhabato Baheer By: Shah Mahmood Miakhel- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته