(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نعتیه اشعارو لپاره خپل نعتیه شعرونه راسره شریک کړئ

[25.Apr.2010 - 22:30]
د نعتیه اشعارو د چاپېدونکي ځانګړي ټولګي لپاره خپل نعتیه شعرونه راسره شریک کړئ
چي څه لیکم د محمد( ص) پکښي خبره راسي ګرځم پــه کاڼو کي پـــه لاس مي ملغلـــره راسي اسلامي مسلک ته دټینګي پابندۍ له لحاظه په نړۍ کي د پښتنو ډېر کم ساري موندلای سو. پښتانه په هر مجازي شعر کي له محبوب څخه مراد محمد صلی الله علیه وسلم اخلي. عام کلیوال پښتانه په دې باور دي چي یو څوک هغه وخت شاعر کېدلای سي کله چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خوب وویني. پښتنو شاعرانو له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره خپله مینه او هغه ته خپل عقیدت یوازي په مجازي اشعارو کي نه دی ثبت کړی بلکي په ښکلو نعتیه اشعارو یې هم ثابت کړی دی. پل صراط به ورته نیسم- په مرسلانو کي سردار دی رابه سینه پورتنۍ لنډۍ چي د شفاهي ادب له بڼه را اخیستل سوې ده، د پښتنو په روح او روان کي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میني د اخښل کېدني څخه حکایت کوي ځکه شفاهي ادبیات د یوې ټولني د روحیاتو له تل څخه سرچینه اخلي. له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره د پښتنو د دومره ژوري میني او د نعتیه اشعارو له پراخۍ سره سره لا هم پښتو ژ‎به د نعتیه شعرونو د مستقلو ټولګو په ارمان شپې ورځي تېروي. د همدې ارمان د پوره کولو په خاطر مو د لوی څښتن د مرستي او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عقیدتمندو قدرمنو شاعرانو د همکارۍ په تمه د نعتیه اشعارو د یوې مستقلي ټولګي د چاپ تکل کړی دی. له همدې امله هیله کوو څو درانه دوستان د اسلامي احساس له مخي خپل نعتیه اشعار پر لاندینۍ پته راولېږي او که کوم دوستان د ځان نعتیه اشعار ونه لري او د کوم بل چا نعتیه شعر ته لاسرسی ولري، لطفاُ دي یې پر لاندینۍ پته راسره شریک کړي. ترلاسه سوي اشعار به تر ابتدايي چڼ وروسته د نعتیو په مستقله ښکلې اوزرینه ټولګه کي چاپ سي. هیله ده په دې توګه د لوی څښتن ګران محبوب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته خپل عقیدت او درناوی وړاندي کړو. [email protected] [email protected] 0703047203 ستاسودپوره همکارۍ په هیله- محمدنعیم افغان
بېرته شاته