(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر نيازي د کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوه

[27.Apr.2010 - 09:04] د هېواد د تکړه دیني عالم او لیکوال ډاکټر مصطفی نیازي د ۲۹ کتابونو د مخکتنې غونډه پرون د غويي په شپږمه نېټه د دوشنبې په ورځ د مشعل پوهنتون د عونډو په تالار کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې ډېرو دیني پوهانو، استادانو، محصلان او نورو مینه والو ګډون کړی وو. غونډه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا جوړه شوې وه چې ټول ټال د ۱۰۰ په شاوخوا کې کسانو پکې ګډون کړی وو. غونډه مازدیګر مهال ۳:۳۰ بجې د عبدالرحمن الفت محمودی په ویندويی او د حاجي صاحب استاد محمدصدیق د قرآن پاک په تلاوت سره پیل شوه.
دروند اسدالله ساحل صاحب د استاد ژوند لیک ولوست چې د نوموړي له وینا څخه لاندې ټکي را اخیستل شوي دي: «ښاغلی ډاکټرمحمد مصطفی نیازی د جان محمد خان زوی دی او د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې یې سترګې دې نړۍ ته غړولي دي. نوموړي لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې ترسره کړي. د سرو ځواکونو د یرغلو وروسته نوموړی و نتوانېد تر څو په خپل هېواد کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او د خپلې کورنۍ سره د پاکستان هېواد ته مهاجر شو. ددی وروسته استاد د سعودی عربستان په اسلامي پوهنتون کې په زده کړه بوخت شو چې په کال ۱۹۸۹ م کې د همدغه پوهنتون څخه په لوړه درجه فارغ شو.
تر فارغېدو وروسته استاد په دعوت جهاد پوهنتون کې د شرعیاتو په پوهنځي کې په تدریس پیل وکړ، د دندې تر څنګ یې د همدې پوهنتون ماستري هم تعقیب کړه چې په ۱۹۹۳ کې یې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړ. استاد په امام بخاري پوهنتون، د اسلام آباد نړیوال پوهنتون او لجنه الدعوه پوهنتونونو کې درس ورکړی او په ۲۰۰۴ کال کې یې د اسلام آباد له نړیوال پوهنتون څخه د شرعیاتو او قانون په برخه کې دوکتورا د ګولډ مډل په تقدیر سره ترلاسه کړه. دغه لومړنۍ تقدیر دی چې د پاکستان حکومت یوه افغان ته ورکړی و. اوس استاد د ننګرهار او سلام پوهنتونونو کې د شرعیاتو په پوهنځيو کې درس ورکوي او د افغان ملي بانک د اسلامی بانکداری د څانګې غړی هم دی. د استاد۱۹ کتابونه چاپ شوي چې په عربي او پښتو ژبه دي او پاتې ۹ کتابونه یې تر اوسه د چاپ په ګاڼه نه دې سمبال شوي. استاد په پښتو، دري، عربي، انګریزي او اردو ژبو پوهېږي خو په پښتو او عربي یې لیکنې کړي دي. د کمپیوټر سره پوره بلدتیا لري.» د ساحل صاحب د وینا وروسته دروند استاد خپله وینا ګډونوالو ته واوروله. استاد په خپلو خبرو کې د کلتور او ژبې په ارزښت خبرې وکړې او د دین په رسولو کې یې د ژباړې ارزښت غوره وګڼلو. استاد د خپلو چاپ شویو کتابونو په اړه مالومات ورکړل او له افغان کلتوري ټولنو له جرګې څخه یې د دغه غونډې د جوړېدو له کبله مننه وکړه. د غونډې بل ویناوال حاجي صاحب استاد محمدصدیق و چې د استاد په «د اسلام په رڼا کې معاصر بانکي مسایل» کتاب یې خبرې وکړې او د دغه کتاب په اړوند یې اړین ټکي په ګوته کړل. قاضي صاحب محمدحسن حقیار هم د استاد په چاپ شویو کتابونو رڼا واچوله او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د ژباړې په اهمیت خبرې وکړلې. ده زیاته کړه چې په پښتو ژباړه ډېره شوې ده خو د ژباړې لپاره واحد مرکز نشته، چې دا د دې باعث شوی چې یو کتاب په څو ځایونو کې وژباړل شي. نو له دې کبله دی د ژباړو له ټولو مرکزونو غواړي تر څو خپلې چارې له ټولو سره همغږي کړي. د قاضي صاحب له نظره په اوسني وخت کې ژباړه کفايي فرض ده او په ټولو پوهانو، علماء او استادانو یې غږ وکړ تر څو خپل ډېر وخت ژباړې ته وقف کړي.
د غزني ولایت د سولې د شورا غړي حاجي صاحب داود شاه( جلالزي) د پښتو ژبې د کتابونو په شته والي یې خوښي ښکاره کړه او زیاته یې کړه چې دی د نورو ژبو سره ستونزه نه لري خو په پښتو ژبه دیني کتابونه د دین په آسانه کولو کې مرسته کوي. ده د غزنې ولایت د سولې شورا د مبارکۍ پیغام د دې غونډې په ویاړ برخه والو ته واورولو او د غونډې له جوړونکو او برخه والو یې مننه وکړه چې د غونډې په جوړلو کې یې لاسونه سره ورکړي دي. عزت الله مهاجر صاحب هم د استاد په لاسته راوړنو رڼا واچوله او د استاد کارونه یې د دین د پوهاوي لپاره غوره لاسته راوړنې وګڼلي. نوموړي د اسلام له نظره د علماوو په ارزښت هم خبرې وکړې. د غونډې وروستۍ وینا د پوهندوی عبدالاحد مسلم لیکنه وه چې سیدعبدالله ولي زی ولوستله. مسلم صاحب د استاد د «سیاسي فقه» په کتاب لیکنه کړې وه او دغه کتاب یې د مسلمانانو د سیاسي پوهاوي لپاره اړین ګڼلی دی. مسلم صاحب په خپله لیکنه د استاد د لاسته راوړنو له کبله ټولو مسلمانانو او خپله استاد ته مبارکي وړاندې کړې وه. د مازدیګر د لمانځه د ترسره کولو وروسته، ټولو برخه والو په هغه مازدیګرینۍ کې برخه واخیستله چې جرګې چمتو کړې وه او د مازدیګرینۍ د خوړلو په ترڅ کې د برخه والو او استاد نیازي ترمنځ بحث وشو. برخه والو خپلو پوښتنې له استاد سره مطرح کولې او استاد ورته ځوابونه ورکول. د غونډې په وروستۍ برخه کې د علم او پوهې پټکۍ د ډاکټر صاحب خوشال روهي او ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري له خوا د استاد نیازي پر سر کېښودل شوه او غونډه نژدې ماښام د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده. په درنښت سیدعبدالله ولي زی- سیدعبدالله ولي زی
بېرته شاته