(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په المان کی د ډاکتر ملکزی د ویاړغونډی بلنه

[01.May.2010 - 21:34] د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه د خپلو هلو ځلو په لړ کی ،چی دخپلی ژبـی او کولتور د ساتنی، پالني او پرمختیا لپاره ئی کوی دا ځل د ښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی په ویاړد 2010م کال د Maiدمیاشتی په 7 مه نیټه دجمعی په ورځ دالمان د لیورکوزن په ښار کی غونډه جوړوي. د غونډی د ټنګ ټګور برخه د هیواد نامتو او خوږ غږی سندرغاړی ښاغلی کبیر خان امیری او د پښتو موسیقئ استاد نامتو نوښتګر سندرغاړی ښاغلی یار هحمد علی زی په ګډون ښکلی شوی ده. ښاغلي ډاکتر محمد اکرم ملکزي ، جرمني ـ پښتوقاموس( ډكشنري) چی څه نا څه 25000 الماني لغتونه او 1016 مخونه لري، په ښه ډيزاين او په اروپايي سټنډرډ ليكلی ده، چی پدی سره ئی خپلی ژبی قام او ولس ته ستر علمی او تل پاتی خدمت کړی دی . دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه پدی وسیله ټولو درنو هیوادوالو ته بلنه ورکوی چی په خپل ګډون سره ځمونږ غونډه لا درنه کړۍ
په درنښت د کونړ د ځوانانو دکلتوری ټولنی د کار ډله
نېټه او وخت : د 2010ع کال دمئ د میاشتی 7 مه نبټه د جمعی ورځ د مازیګر 6 بجی
پته ادرس :Forum Volkshochschule Am Büchelterhof 9 51373 Leverkusen Germany
يادونه: د ښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی د المانی /پښتو ډیکشنرئ په هکله نور مالومات پدی لینک کی کتلای شئ
www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&id=586
- عزیز سرشار
بېرته شاته