(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړسیند کلنئ دودیزه مشاعره بل سباد پنجشنبې په ورځ جوړیږی

[04.May.2010 - 10:04] د کونړ سیند کلنئ دودیزه مشاعره چی د ۲۰۰۸ ع کال راهیسی هر کال په کونړ او جرمنی کی جوړیږی سږکال د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کولتور رياست او کونړ میشتی ادیبانو په هڅو د ۱۳۸۹ هـ کال د غوائی دمیاشتی په ۱۶ مه نیټه چی د ۲۰۱۰ ع کال د مئ د میاشتی د شپږمی نیټی سره سمون خوری دپنجشنبې په ورځ د کونړ ولايت په مرکز چغسرای (اسداباد) کې جوړیږی .په دې دودیزه مشاعره کې به د لری اوبری پښتونخوا ګڼ شمیرشاعران،لیکوالان او ادیبان ګډون کوي. دکوزی پښتونخوا څخه یو شمیر شاعران او لیکوالان د کونړ ولایت مرکز ته په مشاعره کی د ګډون لپاره په لاره دی . دغه راز سږکال به په جرمنی کی د کونړ سیند دودیزه مشاعره هم ډیر ژر جوړه شی کونړ میشتی ادب پال پدی وسیله ټولو شاعرانو،لیکوالانو او ادیبانو ته په مشاعره کی د ګډون بلنه ورکوی- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته