(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

PSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړه

[23.May.2010 - 22:00] روان ۲۰۱۰ ع کال د مئ د میاشتی په ۲۱ مه د نیټه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Soial Democratic Party - PSDP د فرانکفورت څانګی په دفتر کې د غنی خان ادبي ، کولتوري ،څیړنیزي جرګي اوپښتو نړیوال (عالمی) کانګرس مشر ښاغلی پروفیسر جهانزیب نیاز او د پښتونخوا ملي عوامي ګوندPMAP ډیپټـی سیکرټری او د پښتونخوا سوبي جنرل سیکرټري ښاغلی ارباب مجیب الرحمان سره چی د اروپا په سفر راغلي دی،ګډه غونډه جوړه کړه.
غونډه د مازیګر په اوه (۷) بجو پیل شوه چی په سیمه کی د پښتنو په اوسنيو روانو کړکیچنو ، دردونکو حالاتو هراړخیزه رڼا واچول شوه او لدی روان ناورین نه د خلاصون په لارو چارو پوره غور وشو، پښتنو ته د خپل پیژند په هکله چی د پښتنو د سوبي نوم په خیبر پښتونخوا واړول شو هم پوره بحث وشو. دغه راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند PMAP مشران پدی سلا شول چی په راتلونکی کی به دواړه ګوندونه دګډ کار په لړ کی خپلي اړیکی لا ټینګوي او د پښتون قامی وحدت په لور به چټک ګامونه اخلي.
غونډه د شپی په ۱۲ بجو پاي ته ورسیده. د لیدنو کتنو پدی لړ کی ښاغلی پروفیسر نیاز او ښاغلی ارباب مجیب الرحمن دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو سره د ویسلنګ ، کولن او بن په ښارونو کی ، د ګډو ناستو په لړ کی د نظریو بدلون وکړ او ټولو خواووپه ګډ کار ټینګار وکړ.
د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند مشرانو جرګي له ښاغلی پوهاند نیاز څخه چی یو سپیڅلی پښتون دی د خپل ژوند په شپږاتیا کلنۍ عمر کې هم د پښتنی کلتور، چوپړ ته په پوره میړانه ملا تړلی ده ، او د نومیالی قامپرست سیاستوال ښاغلی ارباب مجیب الرحمان څخه د زړه له تله مننه وکړه او ددوئ هلی ځلی چی د پښتون ملت د سوکالئ، ابادي په لار کی ئی کړي او کوی ئی وستایلی.
د نورو انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/PashtoAlamiCongress_PMAP_PSDP- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته