(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې ...

[30.May.2010 - 18:25] په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې له هڅواولاس ته راوړنو څخه عزتمنو لوستونکو! تاسوهم خبریاست چې په ټوله نړۍ کې تر بل هرچا لمړی دجرمني په بایرن آیالت کې زموږ دکولتوري ټولنې غړو د روان زېږدیزکال اپریل په ۱۶ نېټه په ایران کې زموږ دافغانانو اعدامونه د هغه لاریون په ترځ کې وغندل کوم چې له (Arabellapark) څخه تر Mauerkircherstraße پورې صورت موندلی و، موږ دالمان پلازمېنې برلین ښار کې ایراني او افغان سفارتونوته هم خبر ورکړی و همداراز مو په مونشن ښار کې د ایران لوی کونسل ته مخکې له دې چې کونسولګري ته ورنږدې شو تیلیفوني خبر ورکړ ښاغلی بازرګاني چې دایران لوی کونسل دی په تیلیفون کې موږ ته وعده راکړه چې ستاسو غوښتنې به هرو مرو موږ دبهرنیو چارو وزارت له لارې خپل ولسمشر ته ورسوو خوزموږ هم دایوه هیله ومنئ چې دکونسولګري په ساحه کې نارارامي خپره نه کړئ . موږ هم دهغه په جدي وعده باور وکړ نو مو خپلې پنځه غوښتنې دتیلیفون په ذریعه ورته ووېلې او په څوشېبو کې دمونشن ښارمینځ ته راستانه شووپه سباموخپلې غوښتنې په رسمي ډول زموږ دکولتوري ټولنې لخوا ور ولېږلې ښاغلي کونسل داپریل په ۱۹مه نېټه دبهرنیوچارووزارت له لارې ولسمشر احمدنژاد ته زموږ غوښتنې په رسمي توګه ورولېږلې چې بیایې موږ ته تیلیفوني ډاډهم راکړ دادی نږدې یوه نیمه میاشت انتظار موویېست هغه و چې دمی په ۲۵ تمه نېټه ښاغلي بازرګاني موږته ډاډاو بلنه راکړه چې ستاسودغوښتنو په اړوند رسمي ځواب رارسېدلی دی مهرباني وکړئ دمی میاشتې په ۲۷ تمه نېټه د برېځر په لسو بجو تشریف راوړئ څو په دې اړوند خبرې وکړو . زموږ دکولتوري ټولنې ملګرو د خپل استازي په توګه ما محمدامین بسمل ته سلا راکړه چې ورشم همدا راز په مونشن ښارکې دافغان مېرمنو په استازیتوب زموږ پیاوړې خوراغلې نیسمه ابراهیمي راسره مله او دایران لویې کونسلګري ته ورغلوښاغلي کونسل موږ ته ځانګړی مېلمه پال موظف کړی وچې زموږ یې ډېر زیات درناوی وکړ بیادایران له لوی کونسل ښاغلي بازرګاني سره زموږ مجلس ۷۰ اویا میلټه وخت ونیو زموږ خبرو سیاسي ، ټولنیزې ، اقتصــادي، عمومي او خصوصي جنبې له ځان سره لرلې زموږ نظریات په ډېرو مواردو کې یو ډول وو ښاغلی بازرګاني دیو لوی ایراني سیاستوال زوی اوپخپله هم یو رښتینی، با فرهنګه دیپلومات او ښه ځیرک انسان دی ځکه خو یې زموږ افغانانو په اړونـد هر اړخیزه خواوږي وښوده، دګران افغانستان او افغانانو له تاریخ څخه ښه خبر و آن چې زموږ افغانانوتاریخ یې دخورا ویاړ وړ وباله په دې اړوند یې دالمان د پخواني صدراعظم ښاغلي Helmut Schmidt دخولې خبرې یومثال راوړ چې هغه لویدیځوالو (امریکایانو) ته وېلي وچې په افغانستان تېری کول ځانوژنه ده افغانان هیڅکله هم چا ته نه تسلیمیږي آن که لا یو تن افغان هم پاته وي . د دې خبرو په پای کې یې دایران مشرتابه لخواهغه لیک چې دکاغذپه دریومخونوکې خوندي او تاسو یې پاس په لمړي تصویر کې د ښاغلی بازرګاني په کیڼ لاس کې وینئ موږ ته ولوست هلته د۲۰۰۱ زېږدیزکال له ۱۱ یولسم دسپتمبر څخه مخکې او وروسته دافغان محاجرینو په اړونددایران دمرستو، امکانانو، د ټیټو او لوړو زده کړو په اړوند دافغانانو د ورځنیو کړو وړو په اړوند خورامهمومالوماتو وجود درلود داسې څه هم پکې وو چې ردېدل یې څه ساده کار نه و خو بیا هم موږ خپل منطق ورسره ځغلاوه دیاد شوي مکتوب په متن کې موږ مانا دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې ته ډاډ راکړ شوی و چې که زموږ خپل ایرانی او یو افغان محاجر په یو ډول جرم مرتکب شي موږ به افغان محاجر مجرم ته دومره سزأ ور نه کړو لکه هغه خپل ایراني مجرم ته . خوموږ د مننې په ترځ کې بیا هم زموږ دکولتوري ټولنې په دې لاندینیو پخوانیو پنځوغوښتنو ټینګارکاوه : ۱ ــ له هرڅه مخکې دافغان زندانیانو داعدام د لړۍ درول . ۲ ــ له سره دافغان زندانیانو د تحقیقي دوسیو څېړنه . ۳ ــ موږ د رښتیني تحقیق غوښتونکي یو، دجرم داثبات په صورت کې مجرمینوته دمناسبې سزأ پلویان یوخو په هیڅ حال له هغوی څخه د ژوند اخیستل نه شو منلای . ۴ ــ موږ دخپلوافغان زندانیانو د تحقیق په پروسه کې دبې پرې نړیوالو بشري حقونود ډلو، اسلامي هیوادونو دکنفرانس غړو او یو رښتیني افغان کمیسیون ګډون غواړو . ۵ ــ موږ د افغان زندانیانو لېږدول خپل هیواد ته غواړو . ښاغلي بازرګاني زموږ غوښتنې په منطق ولاړې بللې اوهیڅ د رد دلیل یې نه درلود ځکه خوزما ټینګار په ځانګړي ډول زموږ دغوښتنوپه عملي کېدو و اغلې ابراهیمي خورزموږ دنظریاتودتائیدترڅنګ دبایرن مېشتو افغان مېرمنو په استازیتوب دایران په دولت کلکې نیوکې وکړې چې زموږ په خاوره کې ډېرې لاسوهنې کوي، موږ ترخپل کولتوري یرغل لاندې نیسي اود افغانانوپه مینځ کې بیلتون راولي دلاسووهنواو بیلتون په اړوند ښاغلي بازرګاني ماته مخ راواړاو چې داغلې ابراهیمي منظور څه دی؟ ما هم ورته څوعیني نمونې یادې کړې لکه د سلما د بند جریان، په افغان رسینیوکنترول، همدا راز له یوشمېر هېواد دښمنواو تش په نامه سیاسي څېرو څخه پټ او ښکاره ملاتړ لکه له دایو شمېر جنګي جنایتکارانو ، کریم خلیلي، محقق ،غبرګ عبدالله اودشمالي ټلوالې له ځینو نورو جنګي جنایتکارانو څخه . ښاغلي بازرګاني له ما څخه ژوندی او دا دلنډو ورځوشپو مثال وغوښت ماورته له واره د کریم خلیلي او محقق پارونې وښودې چې غواړي هزاره وروڼه زموږ دکوچیانو وروڼو په وړاندې تحریک کړي ترڅو په دې وسیله خپل جنایتونه پټ وساتي، قومي شخړې راپورته کړي افغان ولس ناارام او دافغانستان تجزیه پلې کړي . ښاغلی کونسل له موږ سره همغږی شوبیا مو په سیمیزو مسئلواوستونځونظرونه شریک کړل مجلس مودومره جالب شو چې له ټاکلي وخت څخه هم لس میلټه ورواوښت په دې وخت کې د ښاغلي بازرګاني سکرتر راغی او ورته ویې وېل چې لس میلټه کیږي هغه پلانی تاسو ته انتظار باسي سکرتر ووت خو ښاغلي بازرګاني زموږ د درناوي په خاطر لږ نورهم راسره پاته شوپه دې وخت کې ما ورڅخه وپوښتل چې که خوښه مو وي دمجلس دا وروستۍ برخه به په فلم کې ونیسو وېل په دواړو سترګو . بیا مو د مجلس وروستۍ برخه فلم کړه په اخېر کې مو په ګډه الله پاک ته لاسونه لپه کړل چې زموږ د سیمې اوسېدونکو ته د دې وس راکړي څو پخپلوکې یوموټی شو، وروري وکړو، علمي کچه لوړه بوزو، له دا خپلو زېرمو او شتمنیو څخه پخپله ګټه پورته او داراغلي نابللي ژر ترژره رخصت کړو. ښاغلي بازرګاني د خدای په اماني په وخت کې بیا هم په خپله وعده ټینګار وکړ چې دایران له مشرتابه څخه به بیا هم په رسمي ډول هیله وکړي چې زموږ غوښتنې عملي او دافغان زندانیانوپه حق کې ظلم ونه کړي . دیادولو وړده چې دا برخه هم په فلم کې راغلې ده خو د فلم وزن زیات دی موږ نه شو کولای چې خپلو ګرانو افغان ویبپاڼو او ویبلاګ چلوونکو ته یې د ایمیل له لارې ورولېږو څو تاسو قدرمن لوستونکې یې هم ووینئ خو دومره کولای شو چې صرف په غږیز ډول یې ورولېږو څو تاسو یې واورئ . دافغان په ننګ مې وتړله توره ×××ننګیالی دزمانې خوشال خټک یم عزیزانو! موږ ترخپله وسه هڅه کړې څو له ګران هېواد افغانستان او خپلو مظلومو هېوادوالو څخه ملاتړ وکړو موږ په هیڅ سیاسي جریان پورې نه تنها تړاو نه لرو بلکې دا ننني سیاسي ګوندونه هېواداو خپل ولس ته محکوم ګڼو موږ د خپلوسرونو په بیه څوځلې داسې لاریونونه کړي چې ترڅنګ مو د نسیمې ابراهیمي خور په شان نورې خویندې هم ولاړې وې دخپلواکې په ۸۹ یمه کلیزه کې خوزموږ یودوه خویندې آن له فرانکفورت څخه راغلې وې مانا موږ هروخت د بې عدالتيو په وړاندې خپل غږ پورته کړی او ګرانو افغانو خویندواو وروڼو موکلک ملاتړ کړی دی د ۲۰۰۲ دوهم زېږدیز کال په اوړي کې مو په Marienplatz کې د مونشن ښار لسګونو زرو ښاریانو ته په ډاګه ووېلې چې افغانستان یواشغال شوی هېواد دی البته موږ له طالبانوسره کومه خواخوږي نه لرله خو موږ دااحساس کاوه چې د دیموکراسي په پلمه به داسې تورې شپې زموږ په ولس راولي لکه دا اوس یې چې تاسې هم په خپلو سترګو وینئ زموږ له ټولنې څخه یو افغان چې نوم یې نه اخلم ځکه اوس دکابل په اداره کې کار کوي خدای مه کړه څوک زیان ور ونه رسوي داسې ووېل : د۱۱ لسم سپتمبرله پېښې څخه لا پنځه میاشتې دمخه امریکا له پاکستان او ځینونورو اروپايي هیوادونو سره دطالبانو د راپورزولو پلانونه شریکول . زموږ غښتلې او مېړنۍ خور نسیمې ابراهیمي هم په خپل وار سره په افغانستان ظالمانه بمبارۍ وغندلې ، ما هم دطالبانو راپرزول د بریداس او یونوکال دتیلو کمپنیو د لانجو پایله وبلله او د نوي استعمار خبرداری مې ورکړ . دا چې په هغه وخت کې له یوې خوا پښتو ویبپاڼې دومره نه وې فعالې له بلې خوا د پښتو دلیکنې پروګرامونه کم وو نو ځکه زموږ ډېر فعالیتونه صرف هغو ته ښکاره وو چا چې له موږ سره په مخامخ ډول ونډه لرله له نېکه مرغه نن ورځ هر ډول اسانتیاوې شته موږ به هڅه وکړو څو خپل ګران هېواد وال تل په جریاناتوخبر او تر خپله وسه یې ملاتړ وکړو همداسې ستاسو عزیزانو ملاتړ ته هم اړ یو مانا که یو نه شو ورکیږو . یادونــــــــــــــــــــــــــه : زموږ دکولتوري ټولنې لاس ته راوړنې خورا ډېري دي په راتلونکې کې به یې تاسو ته په تفصیل سره وړاندي کړو خویوه نوې او ډېره مهمه لاس ته راوړنه مو دا ده چې زموږ وروستۍ اعلامیه دملګرو ملتونو سازمان ته هم ورسېدلې او دا دی پرون د ملګرو ملتونو د بشرحقونو یو کارپوه نېت کړی څو امریکا دې ته وهڅوي چې په قبایلي او نورو سیمو کې دبې پیلوټو الوتکوعملیات ودروي هغه زموږ د اعلامې دریمه ماده خورا جدي ګڼلې ده هغه داسې ده : ۳ــ موږ په کوزه پښتونخوا کې دبې پیلوټه الوتکو ورځني تروریستي عملیات غندو او له عرب جنګیالیو سره دجګړې په پلمه د قومي مشرانو ورځني قتلونه محکوموو . له حوصلې څخه مو مننه محمدامین بسمل دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب - محمدامین بسمل
بېرته شاته