(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي بهير اونيزه غونډه ترسره کړه

[01.Jun.2010 - 21:30] افغان ادبي بهير په خيبر پختونخوا کښی لمړی اونيزه غونډه ترسره کړه .غونډه د قران عظيم شان په څو مبارکو ايتونو پيل شوه .د وياند يو چاری واحد الله (خاکسار ) ترسره کولی
د غونډی صدارت استاذ عزيز الله (خصاری ) او مشر ميلمه يی معروف خان( عارف ) وه .غونډی ته دتيری اوونی کزارش رحمت الله (سمسور ) له خوا وړاندی شو .چی دګډونوالو له خوا پری نظرونه واچول شول .غونډه ته د رويد (همت) غزل د کرکتنی لپاره وړاندی شو چی د ګډونوالو له خوا پری ګټور بحث وشو .غونډی ته نامتو ليکوال ،شاعر او ژورناليست باز محمد ( عابد ) د ګرځنده تيلفون له لاری د بهير ګډونوالو ته د افغان ادبی بهير دبيا فعاليدو مبارکی ورکړه .او په افغان ليکولانو باندی غږ وکړ چی خپل قلم د سولی لپاره راپورته کړی .په غونډه کښی اتياؤ شاوخوا ليکولانو او شاعرانو برخه درلوده .ښاغلی سفيرالله ناشاد ،مفتون غرق فرق ،سجاع ځاځی ،سيف الله غريب يار ،تحسين الله تحسين ،عزيزالله نيازی ، فياض خان ،حفيظ الله شينواری ، محسن صديقی ،عارف همدرد ساپی ، عبدالحق عمری ،محمد اسحاق مزمل ،عبدالمنان ثابت ،رويد همت ،زاهدی احمدزی ،نصرت الله دوديال ،رحمت الله سمسور ،غلام حسين ،استاذ الف خان مدخيل ،نصير احمد ،محمد اصف ، ګلزار ،مجاهد ،سميع الحق هاڅون ،روح الله شاه ،مطيع الله زاخيل ، هدايت الله ،نعمت الله احسان ،عطاالله شينواری ، علی خان شينواری ،مبين بغلانی ، مجيد زندانی ، سهيل احمد ،قدرت الله ،مدثر همراز ،عبدالوهاب بلال ،قاری جانباز ، نقيب الله وفا ،عبدالوهاب څاروان ،نظير الحق قريشی او نورو شاعرانو خپل شاعرونه واورول .غونډه ته د افغان ادبی بهير ريس پوهنمل زاهدی احمدزی او مرستيال تحسين الله تحسين ويناوی وکړی او پريکړه يی وکړه چی په راتلوونکی اونی کښی به د حضرت محمد (ص) په سيرت او ژوند مشاعره ترسره کوی .
عبدالحق (عمری) افغان ادبی بهير خيبر پختونخوا رسنيو مسول [email protected]- عبدالحق عمری
بېرته شاته